لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 9
پرون ورځ دزابل ولایت دشینکۍ ولسوالۍ په مرکزکي چي دنوموړې ولسوالۍ دلرې او نیژدې پرتو سیموعامو وګړو قومي مشرانو او علمای کرامو پکي ګډون کړی ووچي شمیر یې سلګونو ته رسیدی یو پراخ لار ین وشو او دامریکا مرداباد نعرې یې وهلې او دکرزي له فاسدې ادارې یې په ټینګه وغوښتل چي نور دي دا اولس داربکیانو له شره خلاص کړي دسیمې اربکیان چي له هیڅ راز ظلم ،دخلکو زورونې او بې حیاتوب نه مخ نه ګرزوي په دې وروستیوکي یې دزورکي بسپنې تر څنګ دوکانداران په دې هم مجبور کړي دي چي دمیاشتې رز رز روپۍ افغانۍ ججه هم ورکړي چي څه موده وړاندي یې یو دکاندار اسحاقزی هم دججې دنه منلو پر سر په ډزو شهید کړ ددې سیمې اربکیان دخلکو په خپل منځي مسائلوکي هم مداخله کوي اودخلکو په منځ کي یې ډیر اختلافات او بدبینۍ اجاد کړې باید یادونه وکړو چي تر دې وړاندي دزابل په بله لویه ولسوالي کي چي دکابل کندهار پر لویه لاره پرته ولسوالي ده هم داربکیانودغیر اخلاقی اوغیر انساني کړنو په خلاف لار یون شوی وو۰
قاری محمدیوسف احمدي داسلامي امارت ویاند
2014/1/22م == ۱۴۳۵/۳/۲۱هق =۱۳۹۲/۱۱/۲
افغانستان