د عثماني خلافت د نړیدو سره سم پر مسلم امت د ظلم او بربریت بازار تود شو، هغه څه چي صلیبیانو غوښتل په ډیره آسانۍ سره یي د نشت په مقابل کي تر لاسه کړه، فکري او تبلیغاتي جنګ ته یي زور ورکړ او په مقاومو اسلامي حرکتونو پسي یي د تبلیغاتو لپاره کونجاړه خواره لیکوالان وګمارل او یو شمیر یي رسنیو ته وټاکل، د اسلامي خلافت له سقوط سره سم صلیبیانو خپلو شومو اهدافو ته مخه کړه او د مسلمانانو اولې قبلې ته یې مخه کړه، پکار خو دا وه چې مسلمانو حکمرانانو یې پر وړاندې کلک غبرګون خپل کړیوای بالعکس یې یو غوږ بړستن او بل بالښت کړ او د خپل واک د غځولو لپاره یې صلیبي پاپانو او حکمرانانو ته مخه کړه.
د وخت په تیریدو سره روسي قواوي هم په دي نیت زمونږ اسلامپال هیواد ته را وستل شوې او د راتګ لپاره یې مخکي تر مخکي کمونستي کړیو او ګوندونو زمینه سازي وکړه، روس په دي فکر کي وو چي اسلام مخ پر ختمیدو دی او په نړۍ کي به د یهودیت او عیسویت تر څنګ دهریت هم وده وکړي او آسیایي هیوادونه به د دهریت دین خپل کړي، اما د افغان، میړني، او اسلامپاله ولس د کلک غبرګون سره مخ شول، په تش لاس یي د دهریت سره مقابله وکړه، پخپل غرور او اسلامیت یي نړۍ ته تاریخ جوړ کړ.
د روس د شرمیدلې ماتې څخه وروسته نړیوال صلیب پر دې وپوهیده چي د اسلام پیروان اوس هم په مټو کي زور او په زړه کي د ایمان جذبه لري، له همدې ځای څخه یې جهادي ګوندونه پر یو بل بدبینه کړه، پخپلو کې یې سره واچول، وطن یې لوټي لوټي کړ، د شهیدانو د وینو سره خیانت شروع شو او د یتیمانو او خوار ولس په آرمانونو لوبي تر سره شوې.
هغه دردمن او دینداره هیوادوال چې د وطن حالاتو هر وخت دردول، او تل به یې اوښکې پر مخ روانې وې د سخت ذهني کشمکش سره مخ ول، آن تر دې چي ځینو یې د سختې مایوسۍ له امله قلبي سکته وکړه او د حقیقي مالک خوا ته وکوچیدل.
د ظلم او وحشت بازار د چنګیزیت له پولو واوښت، د هیواد لر او بر د پاټکونو څخه ډک شو، افغان ولس ته نور د تګ راتګ اجازه هم نه ورکول کیده، آن تر دي چي د خلکو په سرونو میخونه ټک وهل شول، په مړو جسدونو یي لوبي وشوي، د رقص مرده په نوم ابتکارونه وشول، د وطن په لوړه او ژوره کي جدا جدا حکومتونه اعلان شول، مونږ به خپل ورځنی ژوند د ځایي مشرانو په رحم او کرم تیراوه.
ناڅاپه د قندهار ښار څخه د امید یوه سپرغۍ را ښکاره شوه، په مړو جسدونو کي روحونه په خوځښت شول، هغه ظلم چي په مظلومانو تر سره شو د هیواد د خپلواکۍ او امن خوبونو ته یي د حقیقت تعبیر وګرځوو، د ګوتو په شمار سپیڅلو طالبانو د هیواد څخه د ظلم او وحشت د ټغر ټولولو ته ملا وتړله، هغه اشخاص چي د مایوسۍ تیارو ته لویدلي وو د رڼا په لور وخوځیده، د طالبانو پاک حرکت د ظلم او وحشت څیرې تر قدمونو لاندي دل کولي او پر مخ روان وو، د ولسونو تود هرکلی او کلک ملاتړ د دي لامل شو چي په لږ وخت کي یي د افغانستان پلازمینه کابل فتح کړ، او د همدي ځای څخه د افغانانو لپاره یو اسلامي حکومت اعلان شو، د هیواد یو شمیر علماؤو د حرکت مشر د امیرالمؤمنین په نوم ونوماوه، هغه افغانان چي درې لسیزو یي د ژوندانه څخه ټولي خوښۍ تروړلی وي د امیرالمؤمنین په اعلانیدو سره یي د اطمینان ساه واخیسته، ښه مي په یاد دي چي زمونږ په ځای کي ولسي خلکو د خوشحالۍ پخاطر هوایي ډزي وکړي، ولسوالۍ ته په راتګ یي ولسوال ته د ګلونو امیلونه په غاړه کي ور واچول، سر له صبا خلک د خپلو کارونو په لور وکوچیدل، یوه عجیبه فضاء را منځ ته وه، د ولسونو د کلونو ارمان پوره شوی وو، او د جهاد ثمره هم په لاس ورغلي وه، د زرګونو افغانانو قاتل یي د اریانا په څلور لاري کي را وځړاوه، لوټل شوی ملي شتمنۍ یي بیت المال ته را وګرځولي، ځایي حکومتونه یي له منځه یوړل، او د افغانستان د تجزیه غوښتونکو ارمانونه یي د خاورو سره خاوري کړه. هغه اشخاص چي ملي شتمنۍ یي شخصي بللي او خپل شخصي مفادات یي په خطر کي ولیدل نو د شمال په لوري وخوځیدل، یو شمیر هغو هیوادونو ته یي د مرستي لاس ور وغځاوه چا چي نه غوښتل چي دا زوریدلی ولس د ارام ساه واخلي او د سیالانو سیال شي، د دوی د بي دریغه مالي او جنګي کومک پر مټ سازشیان یو څه وخت د خبرونو په سر کي پاته شول، د ملت په سرنوشت یي لوبو او تجارت ته دوام ورکړ، هغه مهال چي طالبانو د خپل آخري دښمن د ختمولو لپاره کاري پلانونه جوړول تر څو د ولس ناخوالو ته د پای ټکی کیږدي د سپمتبر د یولسم پلان شوي پیښه را منځ ته شوهپه طالبانو نړیوالو فشارونو زور وموند آن تردي چي د برلین په غونډه کي طالب پلاوي ته د امریکایي پلاوي لخوا دیموکراسي د سرو زرو د قالینچي په نوم ونومول شوه او د پلي کولو غوښتنه یي تري وکړه او د شرعي نظام په مقابل کي ورته د بمونو د باران اخطار ورکړل شو، اما طالبانو د غربي دیموکراسۍ پلي کول د دوه میلیونه شهیدانو د وینو او ارمانونو سره جفا وبلله. که طالبانو سره د ولس د شهیدانو غم نه وای، او اقتدار یي د ولس په ارمانونو مقدم بللای وای نو د اوسني رژیم ښاغلي به اوس تر خپلو کلپونو خاص واي اما هغه څه چي طالبانو د ملت سره جفا بلله دي ښاغلو بیا د عثماني خلافت تجربه تکرار کړه او د یو اسلامي حکومت پر خلاف یي د نشت په مقابل کي د صلیبیانو سره همکاري وکړه او افغانان یي بیاد غم په ټغر کینول
دادي دی د امریکايي اشغال او دعربي دیموکراسۍ غوښتونکو کابو دیارلس کاله تیریږي خو د افغانستان دمجاهدملت دمقاومت او جهاد له برکته لله الحمد ،غربي دیموکراسي د کامیابۍ پر ځای د ناکامۍ په لاره یون کوي او د مجاهدینو ولسي مقاومت ورځ تر بلي غښتلی کیږي، ولسي ملاتړ یي لا زیاتیږي او په نړیواله کچه یي مقاومت ستایلی کیږي، د هیواد د هر وګړي د وژل کیدو په بدل کي صلیبي قواوي د طالبانو لخوا د کلک غبرګون سره مخ کیږي چي د پروان او د کابل د وزیر محمداکبرخان پیښه یي ښکاره بیلګه ده، نړیوال کفر د خپل شکست آخري ورځی او شپي شماري او ګوډاګیان یي د یوه خوندي ځای په لټه کي دي
اسامه وزير وال
افغانستان