لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 25
دفاریاب په مرکزې زندان کې لاهم د بندیانو شکنجه دوام لري ،په زندان کې دکابل ادارې جنایت کارانو سیاسي بندیان له خپلوحقوقونه بې برخې کړي،غذايي مواد په نشت حساب دي، دوا او نور لوازم نه ورکول کیږي، اوس د بنديانو له زندانه مرموز ايستل او بیا لا درکه کيدل هم پيل شوي ، او ګڼ شمير بنديان د ساتونکو او مسئولینو لخوا وهل شوی او ټکول شوي دي.
بالآخره بنديانو د سختې مجبورۍ له مخې له تیرو دریو ورځو را هيسې د دغه ناوړه او ظالمانه چلند په وړاندې په اعتصاب لاس پورې کړی، او غوښتنه کوي چې نور بايد د دغه ناوړه حالت، وهلو ټکولو او بې ځایه شکنجو مخه ونیول شي.
د اعتصاب او د زندان له ساتونکو سره دشخړې په جریان کې تر اوسه پوري ۷ تنه بنديان شديد ټپيان شوي او تیره شپه هم د زندان د مسئولينو لخوا د ځينو بندیانو د ايستلو هڅه وشوه خو بریالي نه شول.
په زندان کې ځينې جنايي بنديان د سیاسي بندیانو پسې په جاسوسۍ ګمارل شوي او په عين حال کې جنايي بندیانو ته کوتک او جارحه وسائل هم په لاس کې ورکول شوي چې د اړتيا په وخت کې له سیاسي بنديانو سره ترې استفاده وکړي او په لوی لاس په زندان کې د بندیانو ترمنځ شخړو ته لمن وهل کيږي.
موږ له ټولوهغو ارګانونو او اداروڅخه چې د بشري خواخوږۍ ږغ پورته کوي په کلکه غواړو چې د دغو مظلومو بندیانو د مظلوميت او ناچارۍ ږغ واوري او په دې هکله جدي او عملي ګامونه پورته کړي.
قاري محمد یوسف احمدي داسلامي امارت ویاند
2014/1/27م ۱۴۳۵/۳/۲۶
افغانستان