ننګرهار : غني خيل کې په موټر چاودني 2 عسکر وژلي
تفصيل نېټه: یک شنبه, 09 فروري 2014 12:12 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 7
له ننګرهار ولايت نه په غني خيل ولسوالۍ کې د اجيري اردو په رېنجرموټر د درنې چاودني خبر ورکړل شو.
په خبر کې راغلي چاودنه نن غرمه 10 بجې د ۲۶مې ويالي په فرش سيمه کې رامنځته شوه چې له امله يې موټر پوره تخريب شو.
چاودني 2 عسکر ځای په ځای وژلي او 4 نور يې سخت ژوبل کړي.
2014-02-09
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
غازي اباد : چاودني يو عسکر وواژه
تفصيل نېټه: یک شنبه, 09 فروري 2014 12:01 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 4
له اطلاعاتو سره سم په غازي اباد ولسوالۍ کې د ښخ کړل شوي ماين چاودني د اجيري اردو يو عسکر وژلی.
خبر کاږي عسکر نن سهارمهال 7 بجې په جلاله سيمه کې د زيارت پوستې ته په لاره وو چې چاودنه پرې وشوه، چاودني ګڼ نور عسکر ټپيان کړي هم دي.
2014-02-09
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ننګرهار : اچين کې ماين 4 پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله
تفصيل نېټه: یک شنبه, 09 فروري 2014 12:01 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 6
د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ په مرکز کې په پوليسو چاودنه شوې او 4 تنو ته يې مرګ ژوبله اړولي ده.
د خبر له مخې چاودنه نن غرمه 10 بجې د ولسوالۍ ودانۍ ته په شل متري کې رامنځته شوه.
چاودني 1 پوليس وژلی او 3 نور يې مرګوني ټپيان کړي دي.
2014-02-09
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کونړ : چپه دره کې په پوسه دبريد له امله 2 عسکر وژل شوي
تفصيل نېټه: یک شنبه, 09 فروري 2014 12:01 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 6
په کونړ ولايت کې مسؤل مجاهدين وايي د چپه درې ولسوالۍ په پانډ سيمه کې يې د اجيري اردو په پوسته د سپکو او درنو وسلو بريد ترسره کړ.
د خبر له مخې په پوسته نن سهارمهال 8 بجې بريد وشو چې کابو يوساعت يې دوام وکړ.
په بريد کې 2 عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او بل سخت ټپي شوی دی، له دې علاوه د پوستې ودانۍ هم تخريب شوې ده.
د بريد په پای کې د دښمن الوتکو په سيمه درنه بمباري هم وکړه خو چاته پکې زيان نه دی اوښتی.
2014-02-09
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لوګر : خروار کې عسکرو عامو خلکو ته زيانونه اړولي
تفصيل نېټه: یک شنبه, 09 فروري 2014 12:00 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 6
د لوګر ولايت په خروار ولسوالۍ کې د ګډ دښمن عسکرو د عامو خلکو په کورونو او دوکانونو چاپه وهلې او خلکو ته يې زيانونه اړولي دي.
د سيمي خلک وايي عسکرو تېره شپه ماخستن 9 بجې د ماڼي بازار په دوکانونو او شاوخوا کورونو باندي چاپه ووهله او د شپې تر 2 بجو پوري يې پکې په تالاشي بوخت وو.
عسکرو د وحشيانه تالاشي په ترڅ کې خلکو ته د مالي زيان په اړولو سربېره ګڼ دوکانونه مات کړي او قيمتي سامانونه يې ترې وړي دي.
2014-02-09
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خاص کونړ : په پوسته بريد،3 اربکيان ټپيان شوي
تفصيل نېټه: یک شنبه, 09 فروري 2014 12:00 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 5
د کونړ ولايت له خاص کونړ ولسوالۍ نه په ولۍ سيمه کې د اربکيانو په پوسته د وسلوال بريد خبر ورکړل شو.
په خبر کې ويل شوي په پوسته بيګا ماښام 7 بجې د سپکو او درنو وسلو بريد وشو چې په مهال يې 3 اربکيان ټپيان شول او ودانۍ هم زيانمنه شوه.
2014-02-09
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګرانو لوستونکو مجاهدین وروڼه په خپلو دوعاګانو کی یاد ساتی
افغانستان