لیکوال: اتل بـــــرخه: نوري مقالې
هغه وخت تیر شو چې نړیوالې میډیا به په جګ ستوني ساعت په ساعت زمونږ دمرعوبولو پخاطر ګران هېواد (افغانستان ) ته دامریکا اوناټو دنویو ځواکونو درا تلو تاوده راپورونه خپرول، غوښتل یې میړنې افغانان وډاروي، دجهاد اومقاومت له لیکو یې کینوي، ورپسي به :دسیاسي شناندو اوکتونکو په نوم به یې دسي ای اي معاش خواره ځانګړو مرکوته اوتبصروته دعوتول، هغوئ به دسي ای اي دپلان سره دنویو ځواکونو راتګ داسي تشریحاو چې په دې سره دامریکا اوناټو ځواکونه نورهم قوي شي، یوموټی طالبان کله ددومره ابرقدرت سره مقابله یا ډغره وهلی شي، ډېرو جنابانو به دا هم ویل:دامریکا اوناټو سره په مات ټوپک اوشلیدلې چاڼته جنګیدل له غره سره سرجنګول دي، باید افغانان له دې کاره تیر شي، امریکا دنړۍ یو داسي قدرت دی چې دزمکې په سر دلویشتې برابر شی ترې نه خطاء کېږي، ډېر به ژربه دا څو په شمار طالبان مالبان مړه یا ژوندي ونیسي، ښه داده چې هغوئ وسلې کېږدي او بیرته خپل عادي ژوند ته ستانه شي
دهغو خلکو لپاره چې دازاد ضمیر خاوندان اوخپلواک احساس لري یقیناً دمیډیا له لارې دغه تبلیغ او پروپاګند اوریدل خواشینوونکی اوځورونکی کاروو،ډېری کسانو له همدې وجې خبرونه او ریدل اولوستل بند کړل
اوځیني دپاخه ایمان اوباور خاوندان په دې باور و و امریکا اوناټونه بلکې که دټولې نړۍ ځواکونه هم افغانستان ته راوستل شي بیا به دخدایجل جلاله دا سنت چې زبرځواکان په مظلومانو څملوي بدل نکړي او خامخا به امریکا اوناټو په خجلو سترګو او ماتو سرونو له افغانستانه وتلو ته اړکېږي
نن رښتیا هغه مبارکې شیبې رالنډې او راغلې ښکارې چې د۱۳کلن تاریخ جوړونکي جهاد له برکته امریکا اوناټو دومره بدشکست خوړلی چې په نا اعلان شوي تو ګه دخپلو ګډو په تړلو لګیادي او نړیوالې خبرې رسنۍ کوښښ کوي چې داسي راپورونه ومومي چې امریکا او ناټو څنګه ؟ په کومه ؟ اوکله له افغانستانه ځانونه تیښتې ته جوړوي؟
درسنیو دراپورونو په بنسټ: افغانستان کې دجنګ ترڅنګ د امریکا اوناټو ځواکونه په دې هم لګیادي چې دپوځي توکیو اووسایلو دانتقال پروسه په خورا چټکۍ سره بشپړه کړي ددې لپاره دزمکې او هوا دواړو لارو نه کار اخلي.
هم داراز امریکا اوناټو دانخلاء بشپړولو په موخه خپلې اماده ګې اوتیارې ته پام ډېر کړی دی، ددې لپاره لا وخت په سر سلګونه پوځي مرکزونه اوهډې یې تخلیه کړي اوترې کډا ًلاړدي،هم په زرګونوزره ټنه وسلې اووسایل یې تیار بسته تړلې څو هغه وخت په سر خپلو هېوادونوته ولیږدوي،یوشمیر وسایل غواړي دلته وپلورې او دیوشمیر نورو په اړه اراده لري چې کباړ اوخنثا یې وګرځوي، بریښې چې د۲۰۱۴ز دسمبرپورې له افغانستانه دبشپړې انخلاء مطلب تنها الوتکو ته دپوځیانو پورته کول نه؛بلکې دا یوه خورا لویه دقیقه پروژه ده.
دبې بې سې خبریال " ډومینګ بیلې" وایي:اټکل دا دی چې سږ کال به دمارچ اودسمبر ترمنځ نیږدې دپوځي موټرو، پوځي توکیو اووسایلونه ډک دوه لکه اتلس زره کانتینرونه له افغانستانه وویستل شي، تراوسه ناټوله افغانستانه اتیازره کانتینر ویستلي دي.
برتاینا ددسمبر تر ۳۰مي نیټې پورې کوښښ کوي چې له درې زره نه زیات موټر ، هلیکوپترونه او نور وسایل له افغانستانه بیرته خپل هېوادته ولیږدوي، دبرتانیې دفاع وزارت ویلي:چې دوئ ځینې پوځي توکې پلورې اودهغو بیرته وړل نه غواړي، ددغو توکیو دپلورلو کمپنۍ په وینا: تراوسه دوئ د دوه زره لاریو برابر وسایل اوتوکي پلورلي دي.
په بیرته منډه کې امریکا تر نورو هېوادو وړاندې ده ، تراوسه یې له افغانستانه نیږدې درې سوه زره ټنه توکي اووسایل ویستلي، البته هغه هم دبرتانیې پشان ټول وسایل خپل هېوادته نه وړي، ځینې غواړي دلته وپلوري او دځینو په کباړولو لګیاده کار کوي.
دبې بې سې خبریال زیاتوي:ناټو چې کوم مر کزونه تړې او په ځای افغان پولیس او عسکر هلته ورځي، هغوئ هلته پاتې اجناس لکه څوکۍ ، میزونه، ټلویزونونه ، کپیوټرونه اونور ډول ډول څېزونه په غلا خپلو کورونو ته وړي.
مشهوره ورځپاڼه "ډیفنس انالیس" بیاکاږې چې :دعراق په پرتله له افغانستانه انخلاء خورا زیاته پیچلې اوله ستونزو ډکه پروسه ده، دیادې ورځپاڼې مدیر"فرانسیس ټوسا" په قول:دناټو ځواکونه له یوه داسي هېواده د وتلو چمتوالی نیسي چې هلته هېڅ سمندرې لاره نشته، هم د عادي تګ راتګ اسانتیاوي دنشت برابرې دي، هغه وایي: له عراق سره دافغانستان پرتله کول ناپوهې ده، ولې عراق کې دامریکا سره دکویت مجهزه بندرګاوه وه، هم داشان دتګ راتګ اسانتیاوي پریمانه وي ، له دې وچې له افغانستانه پوځي انخلاء یو ډارونکی خوب دی.
په هر صورت دا هرڅه ددې ښکارندوي کوي چې که خدای کول ډېر ژربه دګران افغانستان دازادۍ سپین سباوون را پورته شي، دافغانستان دخاورې دښمن له بشپړې ماتې اوشکست سره مخامخ دی، دتیښتې اومنډې په حال کې قرار لري، نور دا توان نه لري چې له خپل ناولې شتونه دفاع وکړي، که هر څو هم له ځان وروسته دامنیتي تړون لاسلیکولو په بهانه خپل هرڅو زره عسکر هم پاتې کړي ، خپلې شومې ارادې به په افغان ولس تحمیل نکړای شي اونه به یې له ټندې څخه دشکست بد داغ محوه شي اوپاتې شونې به یې هم ور پسي ټیټ او زوړند سرونه وزي له دې پرته کوم بل چانس نه لري .
افغانستان