الجـــــــهاد فی سبیل الله
انتخابات يوا صليبي ډرمه ده
ساعت 19:11 | بازدید : 696 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

لیکوال: فاتح کاروان بـــــرخه: نوري مقالې

پر افغانستان د امریکایانو له یرغل را په دېخوا به دا دریمه ډرامه وي صلیبیان به یې د افغان ولس د مهارولو په مقصد ترسره کوي ، ډرامه مې ځکه ورته وویله چې عموماً په ډرامو کې خندوونکي او حیرانوونکي لوبغاړي کار کوي نو زمونږ په هېواد کې انتخابات هم له ډرامې کم ندي هغه داسې چې ټول کاندیدان یې حیرانوونکي دي مثلاً شېرزی هغه څوک دی چې په اخلاقي فساد کې ساری نلري په اصطلاح د ابدخلاقي د لوبو اتل دی !! سیاف خو هسې هم د ناټو مفتي دی او د خپل علم؟ په زور یې دا ثابته کړې ده چې امریکایان مستأمنین دي !! ډبل اودلا خو نو له هيچا هم پټ ندې چې د قتل او غارت سم قهرمان دی !! او په څلورم قدم کې اشرف غنی صیب؟! دی دا بیا ترټول یوقدم مخکې تللې دې او غواړي چې لومړی یو وینه څښونکې او قاتل انسان ( رشید دوستم ) پر سمه لاره برابر کړی !! او بیا د خپلې اقتصادي مفکورې په زور سره د افغانستان نه اروپا جوړه کړی !! داسې اروپا چې افغانان به بیا د اروپا نوم هم په خوله وانخلي

!!! امریکایان هم سم د بلا بچي دي داسې اکو بکو خلک یې راټول کړي دي چې یو له بله ور تېر دی ، نو څنګه سړی دې انتخابات ته ډرامه و نه وایې ؟؟
د کرزي د تېرو دوو دورو انتخابات هم د همداسې عجایبوسره مل و ، هغه وخت هم امریکایانو ته د کرزي په شکل کې ښه مداري په لاس ورغلې و ، تاسو یې منۍ او که نه خو د کرزي افعال او اقوال به تاسو ضرور مجبوروي چې تاسې د کرزي مداریتوب ته تسلیم شئ.
سره د دې چې کرزی له پېله تر اوسه د امریکایانو په زورناست دی خو بیا يې هم نادری وکړی ، خپل بچی میرویس جان به یې په غېږ کې ونیوه او د ټولو افغان ماشومان؟ په استازیتوب به د میرویس جان د راتلونکي لپاره یوه شېبه وژړل !! کله به یې ویل امریکایان زما خبره نه مني او زما ولس راوژني او بیا به یې سترګو ته دسمال ونیوه او په سلګو سلګو به یې وژړل !! او کومه ورځ چې به له خوبه په بدل اړخ راپاڅېدلی و نو ښه زغرده به یې ویل : طالبان باید له ما څخه دا غوښتنه ونکړی چې خارجیان دی له افغانستان نه ووځې ...چې نن دا خارجیان نه وي سبا به زه او ته په دا کابل کې نه یو !! او کله کله به یې په امریکایانو سترګې رابرګی کړی چې نور نو د عامو خلکو په کورونو د شپې چاپې او بې ګناه قتلونه نشي زغملای !! لنډه یې دا چې امریکایانو کرزی ښه پوره تللې و او پوهېدل چې په افغانستان کې داسې مداریان یو څه وخت په خپل مداریتوب دوی ته ښه خدمت کولای شي ، کرزی هم عجبه وکړه هم یې امریکایان له ځانه خوشحاله وساتل ، هم یې داولس خلګ وغولول ، او هم یې د شمالي ټلوالی جنګسالاران او ټوپکیان راضي کړي و !!! د کرزي د دوری عمده پرمختګونه خو هر چا ولیدل چې څنګه یې وکړای شول په خپله چالاکئ او مداریتوب په افغانستان کې دخپلو صلیبي بادارانو ګټی وساتي ، او هم یې افغانان په اېډز ، ارتداد ، سود او اداري فساد ونازول !!

مونږ د کرزي د دوری په لاسته راوړونو نه غږېږو او نه یې هم داسې کوم مهمه لاس ته راوړنه شته چې مونږ پرې بحث وکړو آما بدبختۍ یې ښې ډېری له ځانه سره راوړی وې ، دلته مونږ په دې موضوع غواړو یو څه وضاحت وکړو چې په افغانستان کې انتخابات څه معنی لري ؟ په داسې حال کې چې د هېواد ځمکه او فضا مو د صلیبي اشغالګرو په لاس کې ده ، د هېواد چاری مو عملاً د هغوی له لوري رهبري کېږي نو انتخابات په کومه معنی ؟ څنګه دلته د خپلواکو انتخاباتو تصور کېدای شي ؟ که لږ په غور سره وګورو او په انصاف فیصله وکړو نو دا به راته جوته شي چې د دنیا په هرهېواد کې چې د انتخاباتو ترنامه لاندې کوم نظامونه منځ ته راغلي دي یو یې هم د خپل ولس لپاره کومه د پام وړ کارنامه نده کړی او نه جمهوریتونه د ولسونو ستونزي هوارولای شي ، نو بیا د افغانستان په څېر ټولنه کې انتخابات خو پرته له دې چې جنګی مجرمین ، د دین او ملت دښمنان د ولس پر اوږو سپاره کړي نوره کومه ګټه یې نه ترسترګو کېږي ، مونږ ولیدل چې د تېرو انتخاباتو په پایله کې هم هماغه خلک واک ته ورسېدل چې د دې ملت وینی یې څښلې وی او بیا یې هم ښه ښکاره ډول ملي شتمنۍ چورکړی ، د ورونو ملتونو ترمنځ یې د تعصب او ځانځانۍ تخم وشینده او ملت یې نور هم صلیبي یرغلګرو ته دغلامۍ په ځنځير کلک وتاړه ، بې حیایې ، اداری فساد او جنګي جرمونه تر حده واوښتل او خدای ج خبر نور به لا څومره دا ولس د دوۍ په بل کړي اور کې سوځيږي ، د اردو ، پولیسو او اربکیانو تر نامه لاندې یې د لارو کوڅو چرسیان او شرابیان راټول کړل او ملت وژنې ته يې وروزل ، که تېرو انتخاباتو زمونږ د ولس کوم درد دواکړی وي خو بیا سمه ده او که یې زمونږ مظلوم ولس نور هم د ډبری زمانی ته ورټېل وهلی وي نو بیا دا انتخابات هم له دې پرته بله معنی نلري چې دلته به بیا هم د ملت قاتلان واک ته رسیږي او هماغه څه به کېږی چې امریکایان یې غواړی ، ځکه چې امریکا او حشر ګرو یې دلته دا دومره قربانۍ د خدای ج د رضا لپاره ندي ورکړی ، په داسې حال کې چې د امریکا د ولس ۶۰٪ سلنه خلک په فقر اوغربت کې ژوند کوي امریکایان بیا کومې مجبورۍ پرسر راخیستي چې په افغانستان کې په تریلیونونو او بیلیاردونو ډالر مصرفوي ، دغه ډالر چې امریکا یې دلته په مصرف رسوي دا د امریکایي ولس له وینو تر لاسه کېږي او د امریکا سودي نظام هیڅکله چاسره بلا عوضه مرسته نده کړی ، د تېر په څېر بیا هم امریکایان غواړی دلته یو داسې څوک د واک په ګدۍ کینوي چې تر بل هر څه ورته د امریکا ګټی مهمی وي او مونږ عملاً د دې شاهدان یو چې اوسنیو انتخاباتو ته ولاړ کسان ټول امریکایانو ته وفادار دي او دا به وروسته معلومیږي چې کوم یو دا د غلامۍ میدان ګټی .
نور نو باید د امریکایانو په چل او فریب افغانان و نه غولېږی او په دې خبره ښه سر خلاص کړي چې نه امریکایان زمونږ له غمه مړه دي اونه یې داخلی ګوډاګیان دومره مخلص او سم خلک دي چې ولس ته به یې کوم خیر ورسیږي ، امریکایان دلته پراخ اهداف لري یو له هغو اهدافو چې امریکایانو پرې دلته تر نورو هغو ډېری پیسی مصرف کړي او نوری هم پرې مصرفوي هغه په افغانستان کې د نصرانیت خپرول دي ، د افغانانوپه هکله مشهوره ده چې ټول مسلمانان دی او همدا علت دې چې افغانان په نړی کې په مېړانه او زړورتیا کې ځانته نوم لري ، او یو بله مهه خبره چې امریکایان یې نشي زغملای هغه داده چې په منځنۍ آسیا کې افغانستان یواځنۍ هېواد دې چې نصرانیت پکې نه و خو موجوده ډیموکراسۍ دا ډالۍ هم افغانستان ته راوړه او د ځینو معلوماتو پر اساس چې اوس په افغانستان کې په زرګونو کسان نصرانیت ته اوښتي دي چې په دې اړه به انشاءالله په بله لیکنه کې مفصل معلومات تاسو سره شریک کړم ، اوس امریکایان په دې هڅه کې دي چې په افغانستان کې یوه د نصرانیانو ټولنه جوړه کړي او بیا پدې خو هر څوک پوهیږي چې د کومو خلکو څخه امریکا او اروپا ملاتړ کوي هغوۍ نه بیا څه جوړیږي .

امریکا د افغانستان د تجزیې په پروګرام هم ښه په چټکۍ سره کار کوي ، نو دې ټولو خبرو ته په کتو سره اوس د سلیم عقل خاوندان ډېر ښه پوهیږي چې په افغانستان کې انتخابات د امریکایانو د اشغال تسلیمول او نور هم امریکا ته دلته د فعالیت اجازه ورکول دي او بس ، دا چې وړاندې به څه کېږي په دې خبره الله ج عالم دی خو روانو حالاتو ته په کتوسره باید مونږ له راتلونکي ناخبره او غافل پاتې نشو او تر خپله وسه هڅه وکړو چې خپل ملت له راتلونکو چیلنجونو څخه باخبره وساتو پرېنږدو چې د امریکا او اروپا په غېږ کې روزل شوی مداریان نور زمونږ د ولس په برخلیک لوبی وکړی ، د روانو کړکېچنو حالاتو ،ستونزو او ناخوالو یواځنۍ عامل په سیمه او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د امریکایانو موجودیت دی ، انتخابات هسې ولس ته په سترګو کې د خاورو اچول دي او ګټه یې یواځي اشغالګرو ته رسیږی



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 1659
بازدید دیروز : 505
بازدید هفته : 1659
بازدید ماه : 4535
بازدید کل : 98156
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 1659
:: باردید دیروز : 505
:: بازدید هفته : 1659
:: بازدید ماه : 4535
:: بازدید سال : 9513
:: بازدید کلی : 98156