)عیني شاهدان او د سیمي خلک خبر ورکوي، چې تېره شپه د میدان وردګو ولایت د دایمېردادو ولسوالۍ په یوه لیرې پرته او د غزني له ناور ولسوالۍ سره په خوا کې په یوه غرنۍ سېمه کې یوه لویه اکمالاتي الوتکه را غورځېدلې.
د دایمردادو ولسوالۍ اوسېدونکو ویلي،چې دا یوه لویه څلور ماشینه الوتکه ده او زیاتوي،چې په الوتکه کې سپرو څو کسانو په پراشوټ کې له الوتکې څخه ځانونه را اچولي دي.
په کابل کې د ایساف اشغالګرو ځواکونو د رژیم سیمه یېزو چارواکو هم د الوتکې را غورځېدل تائید کړي، خو رسنیو ته یې د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه کړې ده.
افغانستان