لیکوال: محمد ادريس بـــــرخه: نوري مقالې
(يوناما تر ممکنه بريده هڅه کوي چې د ملکي مرګ ژوبلي پيښې کره او مسؤل لوري په مشخصه توګه په ګوته کړي. د عملياتو په ډګر کې د ستونزو له امله لکه د ځينو نظامي عملياتو ګډ ماهيت، او د لومړنيو سرچېنو ناتواني چې په ډيرو قضيو کې نه شي کولاي د بيلا بيلو نظامي برخه والو / دولت ضد وسلوالو په منځ کې توپير وکړي، او کله چې هيڅ يوه خوا د يوې پيښې مسووليت نه وي منلي، يوناما د يوې خاصې پيښې مسووليت يا خو دولت پلوه او يا دولت ضد عناصرو ته منسوبوي. يوناما ادعا نکوي چې په دغه راپور کې شميرې بشپړې دي؛ د کار په چاپيريال کې د محدويت په نظر کې نيولو سره کيداي شي يوناما د ملکي خلکو د مرګ ژوبلي پوره راپور نه وي ورکړې).
پورته پاراګراف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي يا يوناما د دفتر د کلني راپور يوه فقره ده، کومه چې په څرګنده توګه په افغانستان کې د ملکي افغانانو د تلفاتو په اړه د يوناما د راپور نقصان په ګوته کوي، او دا ورڅخه روښانه کيږي، چې دغه دفتر د ملکي مرګ ژوبلې په برخه کې دقيق معلومات نه شي تر لاسه کولاى.
د راپور په يوه بله پرخه کې راغلي:
(د ځينو پېښو په راپور کې د قربانيانو ملکي هويت (موقف) په بشپړ ډول نه شي ثابتيدلای او يا لانجه من ټکي وي، په داسې قضيو کې يوناما د بشرپالنې د نړيوال قانون معيارونه په پام کې نيسي او داسې نه ګڼي چې د جنګ لپاره د عمر په لحاظ برابر نارينه جنګي يا ملکي کس دي. بلکه دا ډول ادعاګانې په پيښې پورې د اړوندو حقايقو پر بنياد ارزول کيږي. که چېرې د يوه يا څو قربانيانو هويت څرګند نه وي، د وژني دغه ډول پيښې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي په عمومي شمير کې نه شامليږي)
دغه لنډ پاراګراف دغه راز په ډاګه کوي، چې يوناما په ډېرو مواردو کې په خپل سر پريکړه کړې، او ملکي مرګ ژوبله يې يو لوري ته منسوبه کړې، خو دا بيا نه ده روښانه چې په کومه پېښه کې کوم لورى پړ بلل شوى دى، دغه راز د پاراګراف له وروستۍ برخې څرګنديږي چې ډېر ځله ملکي مرګ ژوبله له نظره غورځول شوې ده، او زموږ په باور چې داسې پېښې به ډېر کرت هغه مهال شوي وي، چې بهرني او کورني ځواکونه پکې ښکيل وي، زموږ په باور يوناما د صليبي لښکرو د جنايتونو د پټولو لپاره د خپلو راپورونو په متن کې په عمدي توګه ورته پاراګرافونه وراضافه کوي، څو له هغو انتقادونو او نيوکو ځان خوندي کړي چې په پايله کې ورته متوجه کېداى شي.
البته بيا هم د دې دفتر پخوانيو کړنو، او د افغانستان په روان حالت کې د مجاهدينو په وړاندې د دوښمنۍ په موقف نيولو سره په ډېر باور سره ويلاى شو، چې هره لانجمنه پېښه به د مجاهدينو صفوفو ته منسوبه کړاى شوي، او هغوى به ملامته بلل شوي وي.
دا يې يوازې مشت نمونه يې خروار دى، د يو ناما په همدې راپور کې که له يوې خوا ځاى ځاى اعترافات شوي، چې هغوى په ډېرو مواردو کې نه شي توانېداى، کره معلومات تر لاسه کړي، له بلې خوا په ډېرو پېښو کې دا هم ورڅخه څرګنديږي، چې راپور په بې طرفه او ناپييلي توګه نه، بلکې د يرغلګر دوښمن په ګټه چمتو کړاى شوى دى.
نړيوالو رسنيو او په ځانګړې توګه هغو لورويو چې په افغانستان کې د يرغلګرو ځواکونو او له هيواده بهر د يرغلګرو حکومتونو لخوا تمويليږي، په افغانستان کې د ملکي وګړو د تلفاتو په کلني راپور کې چې د دوه زره او ديارلسم زېږديز کال په اړه يې چمتو کړى، دا نقطه ډېره وځلوله چې ګوندې په دوه زره او ديارلسم زيږديز کال کې ډېره ملکي مرګ ژوبله په اصطلاح د دولت د وسله والو مخالفينو (مجاهدينو) لخوا رسېدلې ده، چې يوازې په يو پاراګراف کې يې په لاندې توګه يادونه شوې ده:
(په ٢٠١٣ کال کې د ټول ملکي تلفاتو ٧٤ سلنې لامل د دولت ضد عناصرو عمليات وو چې په ارادي ډول يې په ټول هيواد کې ملکيان هدف ګرځولي او انساني ژوند ته د پاملرني پرته يې بريدونه کړي . يوناما د ٦،٣٧٤ ملکي تلفات (٢،٣١١ملکيان وژل شوی او ٤،٠٦٣ ټپی شوي) د دولت ضد عناصرو ته منسوب کړي ، چې دا د٢٠١٢ کال پرتله ۲ سلنه ډير والی ښيي ).
خو د هغو ادارو او نهادونو چې ځان بې طرفه بولي د ټول دوښمنانه چلند سره سره چې د مجاهدينو په وړاندې يې ښودلى، په همدې راپور کې داسې څه مومو چې د افغان ملت په وړاندې د صليبي يرغلګر او ګوډاګي ځواک او حکومت خونړۍ څېره روښانه کوي، او دا راپه ګوته کوي، چې مکار دوښمن په ډېرې هوښيارتيا سره کوښښ کړى، چې د مجرم پر مخ نقاب راخپور او سپېڅلې څېرې مجرمې وښيي.
لومړى خو په افغانستان کې روان جهادي مقاومت او مقابل لورى يې په هغه تعريف نه شي پېژندل کېداى چې يوناما يې تعريفوي، نه خو په افغانستان کې کورنۍ جګړه روانه نه ده، او نه مجاهدين د کوم مشروع حکومت پر ضدجنګيږي، لکه څرنګه يې چې يوناما تعبيروي داسې نه ده چې د ملت له منځه راپورته شوي، په وسله سمبالې ډلې په بيلا بيلو مفکورو جګړه پر مخ بيايي، يا د واک او حکومت پر سر د کومې ځانګړې ډلې سره دوښمني لري، او يا يوازې او يوازې د ډار او وېرې د خپرولو هوډ لري.
بلکې روانه جګړه يو مقدس جهاد دى، چې د محمدي شريعت څخه سرچينه اخلي، د افغانستان د ملت غوڅ اکثريت يې په يو نه يو ډول ملاتړ کوي، د وولس له منځه راپورته شوى، د ملت د بچيانو په وينو خړوبيږي، ژوندى پايي او پر مخ ځي.
دا چې د جهادي صف مقابل لورى يرغلګر ځواکونه د يو مشروع حکومت په توګه معرفي کوي، او بهرني اشغالګر د هغوى په خوښه او ملاتړ د جګړې لپاره افغانستان ته راغلي بولي، نو يوه داسې ادعا ده چې په هېڅ ډول نه شي توجېه کېداى، ځکه يرغلګرو ځواکونو د يو خپلواک او مشروع حکومت درلودونکي هيواد پر ضد جګړه پيل کړى، او د وولس پر ضد يې پر جنايت لاس پورى کړى، ځينې ګوډاګيان يې د خپلې ملګرتيا لپاره په دندو ګومارلي، او په ګډه سره خپل جنايت ته دوام ورکوي.
لومړى خو د دوښمن د بيلا بيلو ادراو تر منځ د ملکي تلفاتو د مسئوليت په اړه اختلاف موجود دى، د روانې ميلادي مياشتې په اتمه نېټه بهرنيو يرغلګرو (ايساف) په يوه اعلاميه کې (طالبان) د ملکي وګړو د نوي سلنې مسئول وبلل او ويې ويل (The Taliban are responsible for nearly 90 percent of all civilian casualties, according to ISAF statistics).
خو د ګوډاګۍ ادارې د کورنيو چارو وزارت بيا همدغه شمېره پنځه نوي سلنه وبلله او ويې ويل (بربنياد آمار های وزارت امور داخله، مخالفين مسلح دولت، عامل اصلی 95 درصد تلفات ملکی در کشور می باشند).
له پورته اختلاف څخه دوه ډوله فهمېداى شي، لومړى دا چې يا خو د دوښمن بيلا بيل اړخونه سره هېڅ تفاهم او همغږي نه لري او د روان جهادي بهر په وړاندې دومره سرسامه دي، چې حتى د يو بل څرګندونو ته د تصديق اوږه هم نه شي ورکولاى.
او يا دغه درې ډوله څرګندونې د يو پلان حصه ده، چې دوښمن وښيي يوناما په خپل کار کې له خورا احتياط څخه کار اخلي، په داسې حال کې چې د (افغانستان دولت) يې شمېره پنځه نوي سلنه ښيي، يوناما دغه شمېره څلور اويا سلنه ښودلې ده، خو په دې دواړو حالاتو د دوښمن ضد او نقيض څرګندونې د مجاهدينو موقف لا تقويه، او هغوى ته برات ورکوي.
ملکيان څوک دي؟
د لمر په څېر روښانه ده، چې په افغانستان کې روان تاو تريخوالى د دې هيواد پر حريم د ناروا تيري پايلي دي، نه د هغوى په ګومان د (شورش، تروريزم، ترهګرۍ، او بغاوت)، خو په دې جګړه کې ملکي څوک دى، او د چا لخوا ورته تر ټولو زيات زيان رسېدلى؟ هغه پوښتنه ده چې (موږ) او (زموږ دوښمن) ورته جلا جلا تعريفونه لري.
په افغانستان کې د ملکي وګړو د تلفاتوپه اړه يوناما په خپل کلني راپور کې ملکي وګړي داسې تعريف کړي دي:
(ملکي وګړي :د بشرپالنې د نړيوال قانون له مخې "ملکي وګړي " هغه افراد دي چې هغه د نظامي /نيمه نظامي ځواکونو غړي نه وي يا په جنګ کې د يوې خوا په منظمو وسله والو ډلو کې غړيتوب ونه لري. ملکي وګړي کيداي شي چې د بريدونو په وړاندې د خونديتوب تضمين له لاسه ورکړي که چېرې دوي په نښتو کې نيغ په نيغه برخه واخلي. د ملکي وګړو په څېر د جګړی څخه لويدلی کس (hors de combat) ژوبل شوي، ناروغ، د ويجاړي شوي کښتۍ عمله، توقيف شوي يا اوهم تسليم شوي (يا هغه څوک چې د وسله والو ځواکونو په طبي يا مذهبي پرسونل پورې اړه ولري، دوی هم د بريد څخه د خونديتوب حق لري).
دې تعريف ته له دوه اړخونو لنډ نظر کوو او پريکړه پر لوستونکو پرېږدو:
لومړى اړخ يې د يوناما په تعريف کې د هغوى په وينا د (نړيوالو سوله ساتو ځواکونو او افغان حکومتي ځواکونو) کړنې.
او دوهم همدې تعريف ته په کتنې سره د هغه کسانو حيثيت چې دوى يې ملکيان بولي.
دغه تعريف په لويه کې دا را په ګوته کوي، چې يوازې هغه څوک ملکي وګړى نه دى، چې په وسله واله نښته کې برخه ولري، البته د غړيتوب درلودلو تشريح نه ده شوې، اوس نه ده څرګنده چې دا به څرنګه روښانه کيږي چې يو څوک د کوم نظامي نهاد غړى دى که نه؟ زموږ دغه دعوه د يوناما د راپور په دې لنډه فقره کې په ډېر وضاحت سره روښانه شوې ده چې په يو بل ځاى کې يې ويلي دي ("ملکي " هغه څوک دي چې د نظامي / نيمه نظامي ځواکونو او يا هم د منظمو وسله والو ډلو غړي نه وي چې په شخړه کې د يو لوري برخه وي. يو ملکي وګړى هغه وخت او د هغې مودې په ترڅ کې خپل موقف له لاسه ورکوي چې په وسلواله شخړه کې په مستقيم ډول برخه واخلي).
په پورته فقره کې په جګړه کې مستقيم ګډون هغه نقطه ده چې د په افغانستان کې ميشت بهرني ځواکونه او د هغوى ګوډاګيان ورته ژمن نه دي، همدا اوس د هيواد په ټولو زندانونو کې سلګونه داسې کسان د بند شپې ورځې تېروي، چې يوازې د مجاهدينو سره په ليدنو کتنو تورن دي، او بس.
دغه راز يومانا د نړيوالو قوانينو په رڼا کې وايي چې له جګړې څخه ناتوانه، ناروغ، ټپي، د وسله وال طبي او مذهبي وګړي، او نور ټول هغه کسان چې د يو چا سره فکري تړاو لري، خو عملي جګړه کې ښکيل نه وي، ملکي وګړى دى.
دلته يوازې يوې بېلګې ته اشاره اړينه بولم:
د دوه زره او نهم ميلادي کال د اګست د مياشتې شپږ ويشتمه نېټه وه چې يو ټپي طالب مجاهد د پکتيکا ولايت د سرحوزې په ولسوالۍ کې يو کلينيک ته د درملنې لپاره ورسول شو، خو څنګه چې يرغلګر ځواکونه او د هغوى ګوډاګيا پرې خبر شول، په کلينيک يې بريد وکړ، کلينيک يې تر کلکې محاصرې لاندې ونيو، بريد او ډزې يې پيل کړې، يرغلګرو په دې جګړه کې د ټپي مجاهد په ګډون ګڼ شمير ملکي وګړي او د کلينيک کار کوونکي هم ووژل.
دا او دې ته ورته سلګونه نورې بېلګې لرو، چې د يرغلګرو وحشت او د همدوى په لاس له جوړو شويو قوانينو څخه سرغړونه په ګوته کوي، خو هېڅ يو داسې مثال به پيدا نه شي، چې د اسلامي امارت مجاهدينو دى، په کلينيک کې تر درملنې لاندې په کوم ټپي بريد کړى، او وژلى وي.
نه يوازې دا بلکې د يوناما تعريف ته په کتنې سره بهرنيو يرغلګرو لسګونه ناروغان او ټپيان يوازې په دې شک نيولي چې د مجاهدينو مرسته يې کړې ده، دغه راز يې ملايان او داسې کسان هم نيولي چې مجاهدينو ته يې يا خوراک څښاک برابر کړى يا يې ورته لار ښودلې وسلې او پيسې خو د هغوى په قانون کې د نه بښلو وړ جرم دى.
ښه بېلګه يې د بګرام له زندان څخه له شپږ سوه څخه د زياتو بنديانو خوشې کېدل دي، پوښتنه دا ده که دغه کسان ګنهګار واى، ولې خوشې شول؟ که بې ګناه وي نو ولې نيول شوي وو؟ ځواب خورا واضحه دى، چې دوى ملکي وګړي دي، خو په اصطلاح نړيوال سوله ساتي ځواکونه افغانان په عمومي توګه (د بشرپالنې د نړيوال قانون له مخې) نه پېژني، بلکې د هر يو سره د دوښمنۍ چلند کوي.
د يوناما د ملکي تعريف په رڼا کې د مجاهدينو د مقابل لوري حيثيت او حالت:
همدې تعريف ته په کتنې سره يوناما او په اصطلاح نړيواله ټولنه ټول هغه کسان چې د دولت او بهرنيانو سره کار کوي، خو مخامخ يې په جګړه کې ښکيل نه بولي، ملکيان بولي، لکه چې دراپور په يو بله برخه کې راغلي:
(د ٢٠١٢ کال په څير د دولت ضد وسلوالو هغه ملکي خلک هدف ګرځولي او وژلی دی چې دوي ورباندې د افغانستان حکومت سره د ملاتړ ګمان کړی، په دوي کې دولتي چارواکي ، قومي او مذهبي مشران، د عدلي چارواکي، قبايلي مشران، د ټاکنو کار کونکي، رخصت پوليس او د سولې پروسې اشخاص شامل دي).
حقيقت دا دى هغه کسان چې يوناما او د هغوى زمره يې ملکيان بولي، شپه او ورځ او په هر ساعت کې په وسله سمبال وي، الحمد لله مجاهدين هېڅکله قومي او مذهبي مشران نه په نښه کوي، همدا اوس د هيواد په هر ګوټ کې ديني علماء په خپله سپېڅلې دنده اخته دي، نه يوازې دا چې زيان ورته نه رسوي،دهغوى د خوندي کولو لپاره ګامونه هم پورته کوي،.او په شرعي مسايلو کې ورته مراجعه کوي.
دغه راز د افغانستان قبايلي جوړښت ته په کتنې سره قومي مشران د وولس له جملې خلک دي، چې مجاهدين ورسره ناسته ولاړه لري، مشورې ځينې اخلي، او د ستونزو د حل په برخه کې ورسره مرسته کوي، او مرستې يې تر لاسه کوي.
خو ځينې هغه کسان چې دوښمن يې قومي يا مذهبي مشر بولي، په اصل کې هغه د انسان په جامه کې شيطانان، د دوست په جامه کې دوښمنان او د لستوڼي ماران دي، چې د خپل مکار فطرت څخه په ګټې اخيستنې د دنياوي، متاع د جلب په خاطر ځان يو مذهبي يا قومي مشر څرګندوي، خو په اصل کې يا خو د اربکيانو قوماندان وي، يا د صليبي لښکرو لخوا استخدام شوى د بلعم باعورا په قدم روان (عالم) او يا بل څوک؟
عدلي چارواکي هغه کسان دي چې بې عدالتي پلي کوي، او د هيواد د ازادۍ د لارې سرښيندونکي په او يو بل تور د تعذيبونو، شکنجو او حتى د اعدام تر سزا لاندې نيسي، ډېر کم کرت به شوي وي، چې مجاهدينو په رخصت پوليس، يا عسکر وژلي وي، او که داسې شوي هم نو په هغه حالت کې چې د مجاهدينو په وړاندې يې د دوښمنۍ څرګندونه کوي، په قول، يا عمل سره. او په اصطلاح د سولې د پروسې کار کوونکي هغه کسان دي چې هر وخت د مجاهدينو په ليکو کې د نفاق اچولو کوښښ کوي، دغه مافوق الذکر هر وخت د سفر پر مهال په موټرو کې، کوم هوټل ته د تګ پر مهال، په کومه غونډه کې دګډون په وخت، په دولتي او نادولتي مراسمو کې، او کور ته د تګ پر مهال د ځان سره وسله لري، او د وسلې د ګرځولو او هر مهال د کارولو اجازه هم د اجير دولت لخوا ورکول شوې ده.
که دغه کسان ريښتيا هم ملکيان واى نو د وسلې ګرځولو اړتيا به يې څه وه؟
تلفات د چا لخوا زيات رسېدلي؟
خو که له دې پرته فکر وکړو، نو د يوناما له راپور څرګنديږي، چې همدغه ملکي وګړو ته د بهرنيو بريدګرو او کورنيو اجيرانو له خوا بيا هم کال په کال مرګ ژوبله زياته شوې ده.
که څه هم د بهرنيو ځواکونو په اړه يوناما په خپل راپور کې ويلي:
(ايساف : په افغانستان کې مرستندويه امنيتي سوله ساتي ځواکونه : ايساف د ملګرو ملتونو د منشور د VII فصل له مخې د سولې د پلي کولو ماموريت يا دنده لري . ايساف د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا په امر او صلاحيت ځاي په ځاي کېږي . د ٢٠٠٣ کال په اګست کې د افغانستان د حکومت او ملګرو ملتونو په غوښتنه د ناټو سازمان د ايساف مشرتابه په غاړه واخيست) او بيا يې په خپل صلاحيت په افغانستان کې د دغو ځواکونو د شتون موده د تر ( ٢٠١٤ د دسمبر تر ٣١ نېټې پورې) پورې غزولې ده، خو دا يې نه ده واضحه کړې، چې له دوه زره او درېيم زېږديز کال څخه دمخه د چا په مشوره او اجازه افغانستان ته راغلي وو، او هغه مهال ګران هيواد ته د امريکايي سرتېرو د راتګ جواز چا ورکړى و؟ دغه راز په وروستي ځل د روان زېږديز کال تر پايه پورې د دې ځواکونو د موجوديت غوښتنه له دوى څخه چا کړې؟
اوس چې دغه ځواکونه د افغان ولس د خوښې په خلاف په دې هيواد کې ميشت او هيواد يې نژدې ديارلس کاله تر خپل اشغال لاندې نيولى، د دې کلونو په اوږدو کې يې پر عامو افغانانو له هېڅ ډول وحشت څخه درېغ نه دى کړى، تېر ٢٠١٣ زېږديز کال هم د هېواد هره برخه د دوى د وحشت شاهده ده، چې خپله د يوناما په راپور کې هم ورته اشاره شوې، خو دا چې دوښمن په ډېر مهارت سره د هغوى جنايات پټ کړي، د رسنيو يا ورته پام شوى نه دى او يا په لوى لاس له نظره غورځول شوي دي، او له بلې خوا د مجاهدينو تر صفوفو پورې تړل شوي درواغ رابربنډ کړاى شوي او ډېره هوا ورکول شوې ده، جلا خبره ده.
د يوناما د ٢٠١٣م کال د راپور په يوه برخه کې راغلي:
(دولت پلوه ځواکونو د ټول تلفاتو څخه ۱۱سلنه ملکي وګړو ته تلفات اړولي (٩٥٦ملکي تلفات - ٣٤١ مړه او ٦١٥ ژوبل ) چې د ٢٠١٢ کال پرتله ٥٩ سلنه ډير والی ښيي. دولت پلوه ځواکونو د ټول تلفاتو څخه ۱۱ سلنه ملکي وګړو ته تلفات اړولي (٩٥٦ملکي تلفات - ٣٤١ مړه او ٦١٥ ژوبل ) چې د ٢٠١٢ کال پرتله ٥٩ سلنه ډير والی ښيي . يوناما د هغه ملکي وګړومړينه او ژوبله چې د دولت پلوه ځواکونو له خوا ملکي وګړو ته رسيدلی، ٥٧ سلنه افغان ملي امنيتي ځواکونو، ٢٧ سلنه نړيوال نظامي ځواکونو او١٦ سلنه ګډو عملياتوته منسوب کړې ده).
د همدې پاراګراف په يوه پله برخه کې وايي:
(يوناما ملکي تلفاتو کې دا ډېر والى د افغان امنيتي ځواکونو ځمکنيو عملياتو ته منسوب کړى، په ټوليز ډول د ٩٩ ملکي کسانو مړينه او ٢٧٤ کسانو ژوبله (٣٧٥ ملکي تلفات) د دې ځواکونو ځمکنيو عملياتو ته منسوب شوي، چې دا شمېره د ٢٠١٢ کال په پرتله ١٢٩سلنه ډېر والى په ګوته کوي).
او په يوه بل ځاى کې يې بيا داسې راغلي دي:
(يوناما په ٢٠١٣ کال کې د بی پيلوټه الوتکو په بريدونو کې ٤٥ ملکي کسان مړه او ١٤ کسان نور ژوبل (٥٩ ملکي تلفات) مستند کړي، چې دا تلفات د٢٠١٢ کال په نسبت درې چنده ډير دي).
د بې پېلوټه الوتکو د تلفاتو او بريدونو په اړه د تبصرې په باره کې د يوناما د راپور په لمنليک کې داسې ويل شوي:
(د بی پيلوټه الوتکوپه بمبارۍ کې د ملکي تلفاتو شميره شايد د يوناما د ثبت شويو تلفاتو ډيره وي ځکه يوناما کيدای شی د هوايي عملياتو په مهال د استعمال شوی وسيلې په مالومولو ونه توانيږی ) الوتکه، چورلکه يا د ليرې کنتروليدونکي (د ملکي تلفات لامل شوې).
په پورته څلور واړو فقرو کې د پام وړ ټکي دا نه چې د چا لخوا څومره تلفات رسيدلي، بلکې دا دي چې په تلفاتو کې څومره زياتوالى راغلى دى، په لومړۍ فقره کې ډېره واضحه ده چې د ٢٠١٢م کال په نسبت د دوښمن د ځواکونو لخوا ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې په شمېره کې نهه پنځوس سلنه، په دوهمه فقره کې روښانه کوي، چې يوازې، د ځمکنيو عملياتو په ترڅ کې د ٢٠١٢م کال په نسبت د ګوډاګيانو لخوا ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې رسېدل يو سل او نهه ويشت سلنه زيات شوي، او د يرغلګرو د بې پېلوټه الوتکو څخه رسېدلي تلفات درې چنده زيات شوي دي.
دا په داسې حال کې چې يوناما د بې پيلوټه، پيلوټ لرونکو الوتکو يا له لرې څخه کنتروليدونکي (چې کېداى شي ريموټي توغندي، ميزايل، يا هاوان ونومول شي) لخوا د ټولې رسېدلې مرګ ژوبلې سمه اندازه تر لاسه کړې هم نه ده، لکه د راپور څخه په را اخيستل شوې وروستۍ فقره (لمنليک) کې چې روښانه شوي دي.
دلته يوه بله خبره د يادونې وړ ده چې يوناما په خپل راپور کې د ٢٠١٢م کال په نسبت ٢٠١٣م کال کې د (مخالفينو) لخوا د ملکي وګړو په تلفاتو کې يوازې دوه سلنه زياتوالي يادونه کړې ده، البته دا په دې معنى نه ده چې ګوندې د يوناما راپور په بشپړه توګه سم او يا يې مخکيني راپورونه سم وو، بلکې زموږ په باور د دوښمن يو اعتراف او په خپل ځان شاهدي ده، چې په غير شعوري توګه په ياد راپور کې راڅرګنديږي.
د يوناما احصاييه څرګندوي چې په افغانستان کې د ګوډاګيو وسله والو لخوا د ملکي وګړو تلفات او مرګ ژوبله خپل اوج ته رسېدلې ده، په دوه زره او ديارلسم زېږديز کال کې د هغې څخه مخکې کال ته په کتنې سره د ګوډاګيو وسله والو لخوا د ملکي خلکو مرګ ژوبله دوه سوه او دوه اتيا سلنه زياته شوې ده، د ياد راپور په يوه برخه کې راغلي:
(د ٢٠١٣ په اوږدو کې د يوناما د افغان امنيتي ځواکونو (ملي اردو، ملي پوليس سرحدي پوليس او ملي امنيت) په مشرۍ عملياتو او نښتو په پايله کې د ٨٣ ملکي کسانو مړينه ٢٨٤ کسانو ژوبله (٣٦٧ کسانو تلفات) ثبت کړې ده. دا تلفات د ٢٠١٢ کال پر تله ٢٨٢ سلنه ډيروالی ښيي).
يوناما په خپل راپور کې د بهرنيو يرغلګرو لخوا د روزل شويو پوليسو او عسکرو د جناياتو ډېره کمه يادونه کړې، يو څو بېلګو ته يې اشاره کړې، په داسې حال کې چې د عامو خلکو ځورول، وهل، لوټ کول، چور کول، حتى وژل، ټپي کول او ورته نور جنايات د دغو عسکرو ورځنى معمول دى، نژدې هره اونۍ د هيواد په يوه سيمه کې د پوليسو او ګوډاګۍ ادارې د چارواکو څخه د شکايتونو او لاريونونو غږ پورته کيږي، همدا اوس د هرات ولايت د امنيه قوماندانۍ د جنايي رئيس په اړه ويل کيږي، چې د تښتوونکو د ډلې مشري کوي، دغه راز په هره اداره، او په ځانګړې توګه په وسله والو ځواکونو کې ګرد سره د خپلې مرتبې په بنياد، د جنايي بانډونو مشري کوي، او د وولسي خلکو ويني روي.
په پاى کې د يوناما د هغو ګواښمنو څرګندونو يادونه هم کيږي، چې ګوندې يو شمير کړنې به جنګي جرايم وبلل شي، يوناما په خپل وروستي راپور کې ويلي چې پر ملکيانو بريدونه، او وژل چې په مخامخ جګړو کې برخه نه لري کېداى شي جنګي جرايم وبلل شي.
د يوناما د راپور په يوه برخه کې جنګي جرايم په دې ډول تعريف شوي دي:
(جنګي جرمونه عبارت دى د جنيوا کنوينسيون د دريم مشترک بند څخه جدى سرغړونه، د شخص او د هغه د ژوند حق څخه سرغړونه ،او په ځانګړى ډول د وژلو ټول ډولونه، د معيوبولو، بى رحمانه سلوک او شکنجه، د شخص په وقار حرمت تجاوز،په ځانګړى ډول تحقير او ټيټ ګڼلو سلوک، يرغمل کول او د قانوني محکمى پرته چې ټول عدلي تضمينونه له ځان سره ولرى او په عمومي ډول هغه تضمين چې جزلاينفک او منل شوي وي د داسی محکمې د مخکينۍ پريکړې پرته د سزاګانو صدور او يا د اعدامونو سزاګانو پلى کول د دی جرمونو زمره کې راځي)
که د پورته تعريف تر مخې په يو شمير مواردو کې د جګړې دواړه خواوې سره شريکې وګڼو، نو بيا هم يرغلګر او د هغوى ګوډاګيان په (شکنجه، د شخص په وقار حرمت تجاوز، په ځانګړي ډول تحقير او ټيټ ګڼلو سلوک) کې تر نورو خواوو وړاندې دي.
هغوى چې له دولس کلونو راهيسې د افغانانو د کورنو، عنعناتو، مقدساتو او شخصي حريم بې حرمتي او سپکاوې کوي، په هر ځاى کې چې يې خوښه وي، نيسي يې زندانونه پرې ډکوي، په خپلو کورونو، کروندو، بازارونو، سوداګريزو چارو، په عام ژوند او حتى په زندانونو کې وسره ناوړه چلند کوي، ولې جنګي مجرمان نه پېژندل کيږي؟ او که د دې ټولو سره سره بيا هم هغوى جنګي مجرمان نه وي، نو مطلب يې دا دى چې غربي داړه مارانو او د ديموکراسۍ علمبردارانو دغه رنګ قوانين او اوصول يوازې د مستضعفو وولسونو لپاره جوړ کړي، او خپله ورته ځان ژمن نه بولي.
پورته بېلګې د يوناما د راپور د سرسري مطالعې په نتيجه کې را ايستل شوي، څو محدودې بېلګې دي، که دغه راپور په مفصله توګه وکتل شي، نو ملاحظه به شي چې سر تر پايه له تظاداتو او طرفدارۍ ډک دى، او که له دې راپور پرته د عام وولس په منځ کې بې پري تحقيقات تر سره شي، نو وبه پوهېږو چې د افغان مظلوم وولس په وينو د چا لاسونه سره دي؟
يو څوک چې د خپل ملت د ازادۍ او هيواد د خپلواکۍ لپاره قرباني ورکوي، څه ډول بيا د هماغه ملت په وړاندې جنايات تر سره کولاى شي؟ او يا د هماغه هيواد په زيان ګام پورته کولاى شي؟
د افغانستان خلک خپل دوښمن پېژني، او هېڅکله به يې له مقابلې لاس وانخلي.
2014-02-11
افغانستان