الجـــــــهاد فی سبیل الله
د تکنو کرات نمایانو ټبمل عقل
ساعت 15:7 | بازدید : 552 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

لیکوال: حبیب مجاهد بـــــرخه: نوري مقالې

وایي یوه سړي به ویل چې زه ما فهم خورا سریع دی ،چې په هر شي ډیر زر پوهیږم او دستي مې سر ورباندې خلاصیږي ، چا ورته وویل مثلا څرنګه ستاسو عقل او فهم تیز دی ، تاسو یې یو مثال ووایاست !

د سریع فهم څښتن ځواب ورکړ ،چې آبله ورځ بازار ته تللی وم په بازار کې یوه سړي جغندر / لبلبو خرڅول ، څلور دانې جغندر مې ترې واخیستل او په خوړلو مې یې پيل وکړ ، دری مې خلاص کړل خو چې څلورم مې نیمایي ته ورساوو نو پوه شوم چې سړي خام جغندر راباندې خرڅ کړي ، چې خوند یې سم نه دی او باید لومړی مې پاخه کړي وای . . .

پرون دکرزي دتکنوکرات رژیم دسوداګرۍ وزیر عبدالهادي ارغندیوال خبري کنفرانس راغوښتی وو اود خبریالانو په مخکې یې اعلان کړل ، چې له ګاونډیو هیوادونو څخه وارداتي بریښنا افغانستان ته دګټې په ځای زیان اړوي ، نو ځکه باید دغه تعهدات نه وای شوي .

تکنوکرات نمایان چې له ۱۲ کلونو راهیسې په واک کې دي او له یوې لسیزې راهیسې ددې په ځای چې په کور دننه دانرژۍ شته امکانات وکاروي ، له ګاونډیو هیوادونو څخه دبریښنا لینونه راتیروي ، ترڅو خپل کور ورباندې روښانه کړي ، کارپوهان وایي اوسنی افغانستان ۷ زره میګاواټه بریښنا ته اړتیا لري ، په داسې حال چې دافغانستان آبي سرچیني د ۲۳ زره میګاواټه بریښنا دتولید ظرفیت لري ، دې ته په پام سره له ګاونډیانو څخه دبریښنا اخیستلو پروګرام له پیله ترشدیدو اعتراضونو لاندې وو ، خو دتکنوکراتانو ټمبل عقل دغه حقیقت نه شوای درک کولای ، چې دادی ایله یي ۱۲ کاله وروسته سر خلاص شو او اعتراف یي وکړ ، چې دبریښنا په اخیستلو کې یې دګټې په ځای هیواد ته زیان اړولی دی .

عبدالهادي ارغندیوال وویل چې له ګاونډیانو څخه بریښنا اخیستل یو خام او تاواني پروګرام دی ، دهمدې بې باوره پروګرام له امله صنعتکاران په افغانستان کې فابریکې نه جوړوي ځکه په انرژۍ باور نلري ، که په راتلونکي کې دافغانستان اړیکي له همدې ګاونډیانو سره خرابې شي ، نودغه ګاونډیان کولای شي په یوه سیویچ سره بریښنا پرچاو او په درست هیواد کې په بریښنا روانې چارې په ټپه ودروي .

افغانستان چې داسیا پربام پروت دی ، تقریبا ټولو خواوو ته یې اوبه ماتې دي ، او ټولو ګاونډیو هیوادونو ته ترې څپاند سیندونه بهیږي ، د تعجب وړ حقیقت خو دادی چې ګاونډي هیوادونو دافغانستان په اوبو بریښنا تولیدوي او بیرته یې دتکنوکراتانو په رژیم باندې په نغدو پیسو خرڅوي ، دلته دکرزي درژیم په کم فهمه چارواکو دهغه سادي سړي چل شوی چې په کور کې یې څراغ لګېده خو ده به داور پیلوځی له دریم کلي څخه په سوال رالګاوو



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 1241
بازدید دیروز : 505
بازدید هفته : 1241
بازدید ماه : 4117
بازدید کل : 97738
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 1241
:: باردید دیروز : 505
:: بازدید هفته : 1241
:: بازدید ماه : 4117
:: بازدید سال : 9095
:: بازدید کلی : 97738