سوچی د اولمپیک کوربه او د نړی د سوچي مسلمانانو کوربنه لیکوال عادل خپلواک 2014/2/13
الجـــــــهاد فی سبیل الله
سوچی د اولمپیک کوربه او د نړی د سوچي مسلمانانو کوربنه لیکوال عادل خپلواک 2014/2/13
ساعت 12:42 | بازدید : 547 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

لیکوال: عادل خپلواک بـــــرخه: نوري مقالې


دسوچي نوم به داولمپيک له کوربه توب سره دډيرو تر غوږ شوی وي، سوچي چي اوس مهال داولمپيک دلوبو کوربه دی، خودخپلو مسلمانانو لپاره کوربه پاته نه شو، بلکه اوس مهال اسلامي نړۍ دسوچي دمسلمانانو لپاره کوربنه ده.


سوچي چي اوس مهال دروسيې یوښار بلل کيږي او له توري بحيرې سره په غاړه پروت دی دتاریخ هغه توره ورځ لیدلي، چي په اسلامي تاریخ کي يې ددې سیمي نقش او نوم تت کړ.


له ۱۸۶۴ کال څخه وړاندي دسوچي شنه زرغونه سیمه داسلامي عثماني خلافت ترواک لاندی وه او په دې ځای کي مسلمان شرکس قبائل اوسیدل،هلته مسلمانانو داسلامي خلافت تر چتر لاندي دارام ژوند کاوو، ددې ځای پرېمانه اوبو، چینو، سمسورو باغونو او ونو دمسلمانانو ژوند ته نوره ارامتیا وربښلې وه، چي له ۱۸۶۴ کال وړاندي دروسي تزار پوځ دسوچي په مسلمانانو چي داسلامي خلافت په پلوي يې جګړه کوله، ورسره جګړه پيل کړه، چي په ۱۸۶۴ کال کي دتزاري عيسايي پوځ له لوري ددې ځای مسلمانان قتل عام کړای شول او داسلامي خلافت واک له دې ځایه ختم کړای شو، مسلمانان په ډیر بې دردي سره شهيدان کړای شول، څنګه چي سوچي دتوري بحيرې سره نږدې پروت دی، نو ډیر مسلمانان په دغه سمندر کي غرق کړای شول اونور يې په تېښته د قفقاز دنورو شمالي سیمو دخلکو په ګډون ترکيې، اردن، فلسطین او سوريې ته وتښتېدل، دسوچي دمسلمانانو عام وژنه په ۱۸ پيړۍ کي ترټولو بوږنونکې بلل شوي.


سوچي دمسلمانانو کوربه توب پرېښود، خونړۍ په ځانګړې توګه يې اسلامي هیوادونو کوربه توب ومانو،اوس مهال دسوچی نږدې ۵ ميلیونه مسلمانان په ترکيه کي اوسیږي او په زرګونو يې په سوریه، اردون، فلسطین او داسي نوروهيوادونو کي ژوند کوي.


له اسلامي خلافت سره دکفري نړۍ ددوام داره جګړو او دمسلمانانو له سره دکفري نړۍ له لوري داسلامي خلافت دسيوري دلري کولوله امله مسلمانان په دې ونه توانېدل، چي خپل انتقام بيرته واخلي اویالږترلږه بيرته دسوچي په ګډون هغه سيمي او خاوري ونيسي، چي دمسلمانانو دښمنانو ورڅخه نیولي دي او دالله تعالی په ځمکه دالله تعالی قانون نافذ کړي.


دسوچي مسلمانانو ددوی په خپل پلرني ټاټوبي کي داولمپيک له لوبو سره خپل کلک مخالفت وښود او خپله دروسيې په ګډون دنړۍ په ډيرو هیوادونو کي يې ددې لوبوپه خلاف مظاهرې وکړې.


اوس چي د سوچي مظلومو مسلمانانو خپل غږ دمظاهرو له لوري اوچت کړ، چا يې غږ ته لبيک ونه وایو، داخو لاڅه بلکه غږ يې په ستوني کي ور غلی کړای شو او غوښتنو ته یې هيڅ انعکاس ورنه کړای شو، رسنیو یوازي خپل تمرکز دسوچي په اولمپيک لوبو راټول کړی وو، په دې وخت کي ازادو رسنیو خپل مسیر ډیر تنګ کړ، ولي يوازي یومحدود شمېر رسنیو دسوچي دمسلمانانو غږ تر نړۍ ورساوو، چي اوس مهال دنړۍ په نورو هیوادونو کي اوسیږي.


خوبرعکس که کله دتاریخ په اوږدو کي په یهودانو، عيسایانو او بودایانو کوم زیاتی شوي وي، رسنۍ يې ورسره په یوه غږ دهغې ورځي لمانځنه کوي او په هغوی دتيري او زیاتي کيسه دتاريخ یوه افسانه وګرځوي.


داڅه بلکه دبشري حقونو کوم سازمان هم دسوچي له مسلمانانو سره خپله همغږي ونه ښودله اونه هم دنړۍ کوم هیواد له دې امله په دې ژمنیو اولمپيک لوبو کي برخه وانخيستله، چي ددې سيمي په مسلمانانو تیر شوی او یاددې ځمکي اصلي مالکان(مسلمانان) په خپله ځمکه کي ددې لوبو اجازه نه ورکوي.


خو ترهغوبه څوک دمسلمانانو دمظلومیت غږ وانوري او نه به ترهغو مسلمانان خپل پخواني برم ته وروګرځي، چي ترڅو يې په خپل منځ کي اتفاق او اتحاد نوي راوستلی او ترهغه به يې په خپل منځ کي اتفاق رانشي، چي ترڅو يې په خپلو هڅو اسلامي خلافت قائم کړی نه وي.


دمسلمانانو دبریاپه هيله


عادل خپلواک



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 2197
بازدید دیروز : 505
بازدید هفته : 2197
بازدید ماه : 5073
بازدید کل : 98694
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 2197
:: باردید دیروز : 505
:: بازدید هفته : 2197
:: بازدید ماه : 5073
:: بازدید سال : 10051
:: بازدید کلی : 98694