حسن مومند بـــــرخه: نوري مقالې
دنړیوالو بندیزونوسره سره چې ایران ته دسرو زرو اواسعارو دانتقال اودناقانونه ودانیو دجوړولوپه بدل کې په دولتي چارواکو درشوت اخستنې تورونه لږېدلي له هماغې ورځې دلویدیځ رسنیو دطیب اردګان دادارې پرضد ډېر سخت تبلیغات پیل کړي اودامسئله یې عمداً ډېره ستره کړی چې له امله یې داوسنۍ ادارې پرضد پاڅونونه پيل اودړنګېدودخطرسره مخامخ ده .
کابو ۷لسیزې وړاندې چې په ترکې کې عثماني خلافت ړنګ او ترکیه دکمال اتاترک لاسونو ته ولوېدله نو کمال اتاترک پکې په اسلام دښمنۍ کې دومره داخلاص مظاهره وکړه چې شاید دهغه غربي بادارانو به ترې هم دومره زیات اخلاص نه غوښتلو ؛ عربي رسم الخط ختم او پرځای یې لاطیني رسم الخط رائج کړای شو داذان په شمول په ټولو اسلامي شعایرو بندیز ولګول شو ،دمسلمانو مېرمنو سر او مخ پټول قانوني جرم اعلان شو ،په سونو ستر او تاریخي جوماتونه په میوزیمونو بدل کړای شول او دترکې داسلامي تشخص دله منځه وړلو او پرټولنې دسیکولرزم یا لادینیت دمسلط کولو په موخه خبره تردې ورسېدله چې کمال اتاترک اعلان وکړ چې دترکې نه (نعوذباالله من ذلک)دخدای دخدایتوب یا خدایې واک جنازه ووتله.
دا طبعي وه چې دمسلمانانو لپاره دعثماني وروستي خلافت په وارثې ترکې کې دومره افراطي اسلام دښمني او بې دیني دزغم وړ نه وه او پروړاندې یې دسوچه مسلمانانو عکس العمل فطري واو چې له هماغې ړومبۍ ورځې نه راڅرګند شوی هم و خو چې دولت ډېر زیات جابر و او ګڼ مسلمانان یې داسلام نه دننګې په جرم قتل کړي وو نو په لویه سطحه عکس العمل سر نه شو راپورته کولای ؛ دا چې داشغالګرو روسانو پرضد په افغانستان کې دجهاد دپیل کېدا او بریالیتوب له امله په مسلمان ملت کې ډېره ستره بېداري رامنځته او داسلام دنشأةِ ثانیه سفر ګړندی شو نو دعربانو سره په ګاونډۍ او داروپا په خولې کې پرتې ترکې کې دجهادي فکریا داخوانیت په څېر دسلامي بنسټپالي سیاسي خوځښت درامنځته کېدو نه غرب په سختې وېرې کې و نو ځکه یې دسیکولر فوځ په لاس دهر دیني خوځښت مخنیوی کاوه او په اسلامي رنګ او نوم جوړ شوی هر ګوند به یې لغوه اعلاناوه او ددې ګوند مشران به یې زندانونو ته لېږل خوداچې پرترکې مسلط سیکولرحاکمان سخت فاسد ، ولس ته نور دزغم وړ نه وواوپه ترکې بدلون حتمي ښکارېدلو نو دعدل او پرمختګ په نوم دطیب اردګان او عبدالله ګل ګوند چې دریځ یې نرم و ؛ دلویدیځ دجمهوري اصولو په رڼا کې یې دانتخاباتو له لارې ځان واک ته رسول غوښتل ، دترکې سیکولر نظام ته یې خپله ژمنتیا ښکاره کوله ، دسیکولرستانو دفاسدې ادارې نه دسختو تنګو شویو ترکانو تنده پرې ماتېدله او دسوچه اسلامي نظام دغوښتنې مخنیوي پرې هم کېدلو نو امریکا او نور لویدیځ یې وجود او په انتخاباتو کې پرلپسې درې کرته بریالیتوب او په واک کې راتلل وزغمل.
دواکمنۍ په څه دپاسه یوې لسیزې اوږدې مودې کې طیب اردګان دټولو مثبتو بدلونونو لپاره په ډېر احتیاط قدمونه پورته ګړل ، داسې یو ګام یې هم پورته نکړ چې سیکولر نظام ته دنه ژمنتیا ددلیل په توګه وړاندې شي او نه یې په احساساتو ولاړکوم داسې ستر اقدام وکړ چې سیکولر فوځ پرې زیات ناراضه او داردګان دادارې دړنګېدلو سبب جوړ شوی وای .
هو! داسې اقدامات یې ضرور وکړل چې داسرائیلو، ټولې لویدیځې کفري نړۍ او په ځانګړی توګه دامریکا دناراضایت سبب وګرځي او دطیب اردګان دادارې ړنګولو لپاره دپلانونو جوړولو لامل شي مثلاً په میوزیمونو بدل شوي ټولو جوماتونو ته یې بېرته دجوماتونو حیثیت ورکړ ، دمنارو نه بیا دتوحید انګازې پورته شوې ،داسلام دشعایرو تعظیم پیل شو او هغه حجاب چې په ترکې کې قانوني جرم ګڼل کېدلو په هماغه حجاب کې دترکې مېرمنې ترپارلمان راغلې ؛ ترکیه ورو ورو اسلامي نړۍ ته رانېږدې او دفلسطیني مسلمانانو سره دهمدردۍ او ورنه دحمایت له امله دکمال اتاترک دترکې دنېږدې متحد غاصب اسرائیلي دولت نه دومره لرې شوه چې په نړیوالو کانفرانسونو کې ښاغلي اردګان داسرائیلي دولت مشر شمعون پیرس دظالم او قاتل په القابو یاد کړ ؛دباندنیو چارو وزارتونو ته یو دبل سفیران احضار کړل ؛ شریکي فوځي مانورئ به چې کېدلې لغوه شوې ؛ داسرائیلو له لورې دغزې دمحاصرې په شپو ورځو کې ترکیه یواځینی هغه هېواد و چې داسرائیلو دمحاصرې او بندیزونو پروا یې ونه ساتله او دبشري مرستو نه بار دفلوټیلا قافله یې غزې ته راواستوله چې ورباندې داسرائیلي کماندویانو له لورې دحملې له امله دترکې نه دبښنې غوښتلو او دحملې قربانیانو ته دتاوان ترورکولو پورې ددواړو هېوادونو ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې هم پرې شوې .
همدا راز چې تېرکال کله په برما کې مسلمانان دوحشي بودایانو دسترو ظلمونو ښکار شول نو داسلامي نړۍ په دولتي مشرانو کې طیب اردګان یواځینی هغه مشر و چې دمظلومو مسلمانانو ددردونو نه دځان خبرولو په موخه دخپلې مېرمنې سره یوځای تربرما ولاړ او چې پرمسلمانانو شوي ستر ظلمونه یې په خپلو سترګو ولیدل نو ددرد نه ډکې ډېرې اوښکې یې توې کړې .
او کله چې سږ کال په مصر کې دامریکا ،نورلویدیځ او اسرائیلو په اشاره دمصري فوځ له لورې دمحمدمرسي اداره ړنګه او بیا یې دمحمدمرسي په طرفدارۍ کې راوتي زرونه مسلمانان ووژل نو دلته هم طیب اردګان یواځینی مسلمان واکمن و چې دفوځ ددې ظلمونو غندنه یې وکړه او دمحمدمرسي دادارې ړنګول یې دقانون نقص وګڼلو.
لنډه دا چې داردګان اوسنۍ بهرنۍ تګلاره امریکا ،نورلویدیځ او اسرائیلو ته دمنلو وړ نه وه چې له امله به یې خامخا ددې ادارې دړنګولو لپاره پلانونه جوړول .
دطیب اردګان دا کمزورې اسلام پالنه او اسلامي نړۍ ته دنزدیکت دا یادې هڅې به هم امریکا ، نورلویدیځ او اسرائیل دطیب اردګان نه بښونکی جرم ګڼي خو زما په اند ددې نه هم ستر جرم دطیب اردګان اقتصادي بغاوت و.
محترمو لوستوالو ته به معلوم وي چې نړیوال بانک او آی ایم ایف دواړه هغه نړیوالې مالیاتي ادارې دي چې پرې دیهودو قبضه ده ؛ دا دواړه ادارې دنړۍ زیاتره هېوادونو ته سودي قرضونه ورکوي چې له امله یې بیا همدا هېوادونه ددې ادارو داسې غلامۍ قبلولو ته مجبورېږي چې دمقروضو هېوادونو په قوانینو کې تغیر او تبدیل هم دیادو دواړو ادارو په غوښتنې راځي او دبرق ، غازو ، تېلو او داسې نورو سترو څیزونو نرخونه هم همدوئ ټاکي . همدا اقتصادي غلامي ده او دنړۍ یهود پدې لومو کې دټولې نړۍ راښکېلول غواړي خو طیب اردګان ددوئ په لومو کې راښکیل شوې ترکیه ددوئ دغلامۍ نه ازاده او دمسلسلو کامیابو هڅو په نتیجه کې یې په اقتصادي لحاظ دومره پرمختګ وکړ چې اوس ترکیه دنړیوال بانک یا آی.ایم.ایف یوه روپۍ هم نده مقروضه .
نو ځکه په ترکې کې هم دمصر په څېر دحالاتو رامنځته کولو او دطیب اردګان دادارې دړنګولو لپاره دکمالېزم ټول پاتې شوني او دغربي این جي اوګانو کارکوونکي په کار اچول شوي او ښه په سپین سترګۍ یې په ترکې کې دامریکا اونور لویدیځ سفارتونه اداره کوي .
څو میاشتې وړاندې هم د اردګان ادارې پرضد دترکانو دراپورته کولو هڅې شوې وې کله چې دې ادارې په استنبول کې دیو پارک دورانولو او هورې داسلامي خلافت دفتح دیو ستر څلي اوسوداګریز مرکزدجوړولو پرېکړه کړې وه خو هغه توطیه ځکه شنډه شوه چې ددولت ضد مظاهرو کې به یواځې دبډایو کورنیو یو څو زرو هلکانو او انجونو ګډون کاوه ؛ دترکې متوسطه طبقه چې دترکې قاطع اکثریت همدا طبقه تشکیلوي او همدوئ دطیب اردګان حامیان دي په هغه لاریونونو کې یې ګډون نه وکړی خو اوسنۍ توطیه ځکه خطرناکه ښکاري چې په دولت کې شامل دفتح الله ګولن ګوند هم اوس داردګان د مخالفینو په صف کې ودرېدلي دي .
اصل خبره داده چې طیب اردګان چې څرنګه دهېواد داقتصاد ښه کولوته ډېره توجه کړیده نوترڅنګ یې دهېواد ښوونیز نظام دپیاوړتیالپاره هم ډېر مثبت ګامونه پورته کړيدي ؛ وړاندې به په یوصنف کې ۶۰زدکوونکي ووخوطیب اردګان په تېرو ۱۱کلونو کې دومره زیات ښوونځي جوړکړل چې اوس په یوصنف کې یواځې ۳۰زدکونکي وي اودولت اراده لري چې داشمېره ۲۰ته راکوزه کړي ترڅو د دولتي ښوونځو معیارلوړ اوخلک دشخصي مکتبونو په ځای دولتي مکتبونوته مخه کړي ؛ دترکې دولت په نومبر کې دشخصي مکتبونو دبندولو پرېکړه کړی چې پدې کې دترکې دولس هراړخیزې ګټې نغښتې دي خودګولن اودده دډلې شخصي ګټوته تاوان رسېږي ځکه چې فتح الله ګولن د ٫٫خزمت موومنټ ،، په نوم دډېرې سترې تعلیمي موسسې مشري کوي او ترکې او نورې اسلامي نړۍ کې په زرونو مکتبونه لري چې له دې لارې هرکال په سوونو ملیونه ډالر لاسته راوړي ،ګولن تل هڅه کوي چې ځان خلکو ته فلسفې او اسلامي علومو ماهر وښایې او نړۍ یې په همدې صفت وپېژني خو دا چې د ۱۹۹۰راهیسې یې خپل وطن ترکیه او ټوله اسلامي نړۍ پرېښې ، په امریکا کې مېشت دی او داسرائیلو سره یې نېږدې روابط دي نو ځکه ورته دترکې او دحال نه یې خبروټولو مسلمانانو دشک په نظر کتل چې دا شک اوس په یقین بدل شو کله چې پدې حساس وخت کې ګولن دطیب اردګان دادارې پرضد اواز پورته کړ .
او دا چې دګولن موسسې نېږدې خپل ټول فارغین په پولیس او قضا کې مقرر کړي نو اوسنۍ لانجه کې همدې دواړو څانګو داردګان ادارې پرضد ددومره تشدد نه کار واخست او خپل بدنیت یې ترهغه حده ښکاره کړ چې قدم په قدم یې قانون هم ترپښو لاندې کړ مثلاً پولیس یې په کورونو چاپې وهي او مشکوک افراد دپولیسو مرکزونو ته راولي دې په ټولنې بداثر کړی و نوځکه دولت حکم وکړ چې دخپل افسر نه داجازې اخستلو پرته به پولیس دچا کور ته نه ورځي خو محکمې ددولت دا پرېکړه لغوه اعلان کړه او پولیسو ته یې دخپل افسر له اجازې پرته هم دهر مشکوک تن پرضد دعملیاتو او دپولیس مرکز ته دراوستلو اجازه ورکړه
همداراز دطیب اردګان لور او ځوی سره له دې چې یوه وقف اداره چلوي هیڅ دولتي ماموریت نه لري او نه یې هم په اوسنۍ لانجه کې دککړتیا څه احتمال شته خو بیا هم داردګان ځوی بلال اردګان محکمې ته حاضر کړای شو او لکه څرنګه چې محاکمو دټولو نړیوالو قوانینو خلاف محاکمو ته دحاضرېدو نه لا دمخه دټولو ککړو تنانو دوسې مطبوعاتو ته ښکاره کړی همدا رنګه یې دبلال اردګان پسې دراجلبولو خط هم مطبوعاتو ته ورکړ ترڅو مطبوعاتو کې چاپ او په طیب اردګان دفشار راوستلو لپاره ترې کار واخستل شي ؛ دکورنیو چارو دوزیر معمرګولر دځوی باریس ګولر او داقتصاد دوزیر ظفرچالیان دځوی کان چالیان چې دمالي فساد په اوسنۍ لانجه کې تورن شول نو یادو دواړو وزیرانو استعفاګانې ورکړې نو ځکه دغرب په مطبوعاتو کې دترکې په اړه په چاپ شویو مقالو کې دامطالبه ډېره په شدومد سره کېږي چې دبلال اردګان دنوم درامخې ته کېدو نه پس باید طیب اردګان ژر ترژره مستعفي شي .
دګولن اتحادې سره تړاولرونکو قاضیانو او پولیس افسرانو لا ۱۴میاشتې دمخه دطیب اردګان دادارو دوزیرانو او دپارلمان دغړیو پرضد طوطئې پیل کړی وې او اوس چې دښاروالۍ انتخاباتو ته ایله دوه میاشتې پاتې دي نو پولیسو او محاکمو دا خبره راپورته کړه چې داردګان اداره په مالي فساد کې ککړه ده او ددې ادارې ۲۲غړو په شریکه دې فساد ته لار برابره کړېده حال دا چې پدې ۲۲تنانو کې اکثرلا ددې نه هم نه وو خبر چې څه رامنځته شویدي ؟
خو لومړی وزیر طیب اردګان د اوسنۍ توطئې په مقابل کې سخت غبرګون ښودلی دی ،هغه پدې لانجه کې دپولیسو کړنې ګنده لوبه وګڼله او زیاته یې کړه چې ده دکورنو او بهرنو هغو کړیو شوم پلان دی چې دمارچ دراتلونکو انتخاباتو نه وړاندې زموږ دادارې بدنامول غواړي ؛ هغه زیاته کړه چې دهغو کړیو لاسونه به ورمات کړي چې دتفتیش او تحقیق په پلمه ددولت ړنګول غواړي ؛ لومړي وزیر داروپایې هېوادونو دسفیرانو ته هم اخطار ورکړ چې که دخپلو حدودو نه یې تجاوز وکړ (ددولت ضد دخلکو راپاڅولو کې لاس لرل پرې ثابت شول) نو دهېواد نه به یې وباسي .
سره له دې چې دترکې د فوځ تاریخ داسلامپالو دځپلو او دملکې دولتونو پرضد دکودتاګانونه ډک دی خو داچې دطیب اردګان دواکمنۍ په تېرو ۱۱کلونو کې دفوځ اصلي څېره ترکانو ته راڅرګنده او حیثیت ته یې ډېر تاوان رسېدلی دی نو په اوسنۍ موضوع کې یې بې طرفي خپله کړیده خو احتمال لاهم موجود دی چې فوځ دمخالیفینو تله درنده کړي .
نو اوس معلومه نده چې دغربي نړۍ دحمایت نه دبرخمنو مخالفینو شوم غزایم به پوره کېږي او که طیب اردګان به ورته په ماتې ورکولو بریالی کېږي
افغانستان