امريكه او د سلواغي د 29می فلسفه 2014/2/15
الجـــــــهاد فی سبیل الله
امريكه او د سلواغي د 29می فلسفه 2014/2/15
ساعت 16:31 | بازدید : 656 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د سلواغې شپږ ويشتمه د افغانستان په تاريخ کې هغه وياړمنمه ورځ ده په کومه ورځ چې د شلمې پېړۍ يو مغرور او نه اېلېدونکي ځواک پخواني شوروي اتحاد د افغانانو د کلک عزم، پخې ارادې او بې شماره قربانيو په وړاندې د تسليمۍ لاسونه اوچت کړل، او نه يوازې دا چې د افغانستان خاوره يې پرېښوده، د افغانستان د ملت د کلک ګوزار او ځپونکي وار له امله يې تنې نولس درزونه وکړل، شوروي اتحاد له منځه ولاړ، او ونړېد.

څلور دېرش کاله وړاندې د ديارلس سوه او اته پنځوسم هجري شمسي کال د مرغومي د مياشتې په شپږمه نېټه د ټولو نړويوالو اصولو پر خلاف د وخت شوروي اتحاد پر افغانستان پوځي تېرى وکړ، د هوا او ځمکې له لارې زرګونه روسي پوځونه د افغانستان خاورې ته ننوتل، د دې سپيڅلي هيواد پر مسلمانانو يې ډول ډول ظلمونه او وحشتونه پيل کړل، غيورو مسلمانانو د جهاد سنګر ته راودانګل او کلکه مقابله يې پيل کړه، د ميليونونو سرونو په قربانۍ سره د دې څرګند تېرې په نهم کال يعنى پنځه ويشت کاله مخکې د ديارلس سوه او اوه شپېتم هجري شمسي کال د سلواغې د مياشتې په شپږ ويشتمه نېټه وروستى روسي جنرال ګروموف (Boris Gromov)هم د حيرتانو په بندر کې د امو په درياب جوړ شوي پول پلى د افغانستان له خاورى ووت، تر شا يې هم ونه کتل.

اوس چې په افغانستان کې د روسي سرتېرو پر ماتې پنځه ويشت او شوروي اتحاد پر دړې وړې کېدو تقريبا درويشت کاله تیريږي، د پخواني شوروي اتحاد چارواکي پر افغانستان بريد خپله تېروتنه تسليموي.

جنرال ګروموف چاته چې د روسيې د اتل نوم ورکول شوى دى، بار بار ويلي چې پر افغانستان د شوروي اتحاد بريد او پوځي مداخله يوه ستره تېروتنه، بلکې د شوروي مشرتابه يوه نه جبرانېدونکې سياسي سهوه وه.

پر افغانستان د شوروي اتحاد بريد د شلمې پېړۍ يو تاريخ دى چې يوازې او يوازې يادونه به يې کيږي، خو په دې هيواد کې د هغوى سرکوبي هغه ستره پېښه ده چې د افغانانو د عظمت څرګندونه کوي، که افغانستان ته د روسانو ننوتل هر ډول تعبيريږي، خو په دې هيواد کې د شوروي ماتې، د افغانستان پرېښودل، او بيا د شوروي اتحاد ټوټه ټوټه کېدل د افغان مسلمان ملت د تکبير د لومړۍ چېغې سره نښتي دي، هغه چغه چې بيا تر اوسه پورې نه ده غلې شوې.

د تکبير دې ملکوتي چغې که له يوې خوا د افغانانانو برم پر خپل ځاى پاتې کړ، د هغوى د تاريخي وياړ ريکارډ يې له ځانه سره خوندي کړ، په تش لاس خو راسخې عقيدې او د خپل تن په وينو يې جهادي کاروان او د ازادۍ ولوله انګيزه درياب څپاند وساته، نو له بلې خوا يې د نړۍ پر مخ ډېرو محکمو هيوادونو ته د ازادۍ پيغام هم ورکړ.

دې په ظاهره بې وزلي، خو په حقيقت کې د خپل اسلامي غرورو په ګاڼه سمبال او غني ملت وکولاى شول، نړۍ ته د ازادۍ د مبارزې چل ور وښيي، او د خپلواکۍ په اصلي معنى يې وپوهوي.

که څه هم د شوروي پر ضد د سپيڅلي جهاد په کلونو کې افغانان وځورېدل، ميليونونه په شهادت ورسېدل، بې کوره شول، او د ډول ډول وحشتونو او ظلمونو ګاللو ته اړ شول، خو همت يې له لاسه ورنه کړ، د غلامۍ يو تاريخي پېغور يې وانه خيست، د خپل هيواد، او ناموس څخه د دفاع په لار کې سست نه شول، او د خپلې طبيعي خپلواکۍ پر سر يې سودا ونه کړه.

افغانستان کې د شورويانو ماتي د تاريخ د کتاب هغه باب دى، چې بايد د نړۍ هر وګړى يې ولولي،او پند ځينې واخلي، خو ومو ليدل چې د ځمکې پر مخ ډېر غبي قومونه، نا خبره ملتونه او کم تجربه سياستوال هم پيدا شول، چې د دې درس پاڼې يې ډېرې ژر ژر او بې له لوستلو واړولې، د شوروي اتحاد اندام اندام پراته بدن ته يې ونه کتل، او د روسانو پر تن د ناسور جوړ شوي زخمونه يې ونه ليدل، په دې يې سر خلاص نه کړچې هغوى ولې په واويلا سر دي، او هغه کومه ضربه وه چې يوه ستره امپراتوري يې په روسيې بدله کړه، هغه کوم غر وو چې دوى ورسره سر وجنګاوه او ګنګس شول، هغه کوم عزم و چې د فولادي ټانګونو، الوتکو، او توپونو په مخ کې بيا هم مستقيم ودريد، هغه کومه حوصله وه چې هېڅکله کمه نه شوه، او د يوې اوږدې مبارزې زغم د رلودونکى ملت کوم وو چې هېڅکله په شا نه شو؟

د افغان له سپيڅلې خاورې څخه د شورويانو له سر ټيټي وتلو نژدې دولس کاله وروسته يو بل زبر ځواک امريکا پر افغانستان وبلوسېده، يو غربي او صليبي ايتلاف د روسانو له مصير عبرت وانه خيست، او د ديارلس سوه او اتيايم هجري شمسي کال د تلې د مياشتې په پنځلسمه نېټه پر خپله ټيکنالوژۍ مغرورې امريکا د افغانستان پر پاک حريم د تيري تابيا وکړه.

هغه مهال چې په افغانستان کې د امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت لخوا شريعت نافذ او افغانانو خورا خوشحاله او سوکاله ژوند درلود، دغه صليبي ايتلاف د افغانانو څخه دغه خوښې او ارامې شپې ورځې وتروړلې او يو ځل بيا افغانان د وير او غم په ټغر کېناستل.

دا ريښتيا خبره ده چې ډېر ځله پر افغان بريد کوونکي او د دې هيواد اشغالوونکي ځواکونه يوازې د هيواد جغرافيه مطالعه کوي، هېڅکله يې د دې هيواد تاريخ، اب و هوا، او د وګړو طبيعيت تر دقيقې مطالعې لاندې نه دى نيولى.

امريکايي ايتلاف په داسې حال کې پر افغانستان يرغل وکړ، چې د شوروي اتحاد د سرتېرو اوجنرالانو په غوږونو کې لا هم د افغان مجاهدينو د تکبير حماسي غږونو ازانګې کولې، د شوروي مېندو په مخونو لا هم د خپلو بچيانو په غم د اوښکو جوړې شوې لارې نه وې ورانې شوې، او لا هم د افغان جهاد له برکته په شوروي کې بل شوى اور نه و مړ شوى.

غربي بلاک د روسيې تېروتنه تکرار کړه، او د افغانستان پر پولو يې خپل سرتيري راتېر کړل، خو د روسيې د اوسني ولسمشر ويلاديمير پوټين په وينا امريکا افغانستان ته د سرتېرو په استولو ستره تېروتنه وکړه، او داسې جګړه يې پيل کړې چې په پاى ته رسولو يې نه پوهيږي.

ريښتيا هم، د شوروي اتحاد په وړاندې د افغان مجاهدينو له جهاد څخه د غربي بلاک په وړاندې د افغان مجاهدينو مجاهدي مبارزې او سرګردانه کوونکې جګړې عمر زيات شو، او يو داسې حالت ته ننوتله چې له امريکا او مؤتلفينو څخه يې لار ورکه ده.

په عمومي توګه پر افغانستان د امريکا او شوروي اتحاد تېرى يو شان دى، او هېڅ توپير نه لري، که څه هم بڼه او پلانونه به يې سره توپير ولري، خو په پايله کې د همدې يوې موخې څخه سرچينه اخلي چې هغه پر افغانستان حکومت کول دي، لکه څرنګه چې امريکا خپل اوسني تيري او حضور ته بهانې او توجيهات لټوي، دغه راز روسانو هم ورته پيدا کړي ، او پرې ولاړ وو، خو په اصلي اهدافو کې روسيه او امريکا سره يو شان دي، شورويانو هم د افغانستان نيول او د نورو هيوادونو په څېر مستعمره کول غوښتل او امريکا هم غواړي، چې افغانستان اشغال کړي.

خو که په لنډه توګه ووايو په افغانستان کې د امريکا او د هغې د ملګرو اوسنى حظور د شوروي اتحاد د حضور سره په څو نقطو کې ورته والى لري:

١-شوروي اتحاد له هغه مهاله تر اوسه پورې ادعا کوي چې افغانستان ته يې د دې هيواد د يو مشروع حکومت په غوښتنه سرتيري استولي، او هدف يې د افغانستان نيول نه بلکې د ياد حکومت مرسته وه، امريکا هم همدغه خبره کوي.

خو په حقيقت کې شورويانو د ظاهرشاه د واکمنۍ له دوران څخه په افغانستان کې پوځي مداخلې ته زمينه سازي کوله او بالاخره يې د حفيظ الله امين په وژلو سره په داسې حال کې په افغانستان تېرى وکړ، چې په افغانستان کې جهاد پيل شوى، او ملت لا د نور محمد تره کي د واکمنۍ په لومړي سر کې پاڅون کړى و.

بالکل دغه شان امريکا هم لومړى په افغانستان تېرى وکړ، او وروسته يې د حامد کرزي په شکل کې يو ګوډاګى په کابل کې د واک په ګدۍ کېناوه، وروسته يې په خپله همدې حکومت ته د مشروع حکومت نوم ورکړ، او د کلونو په تېرېدو سره اوس دا دعوه کوي چې په افغانستان کې يې شتون د دې حکومت په غوښتنه دى.

٢-روسانو هم دا يو غږ پورته کولوچې د افغانستان د اشغال پسې نه دي راغلي، بلکې د دې هيواد د ساتنې په موخه راغلي، خو دا يې نه وه څرګنده کړې چې دغه حکومت يا هيواد د چا څخه ساتي؟

امريکا هم دغه غږ پورته کوي چې د افغانستان د خوندي کولو او ترويزم د ځالو له منځۀ وړلو لپاره راغلي، اوسنيو يرغلګرو خو خپلو کړنو ته د ازادۍ نوم ورکړى دى.

خو په دې دواړو تېريو کې دا نه ده روښانه شوې، چې شورويانو له چا او امريکايان له چا څخه د دې هيواد ساتنه کوي؟ په داسې حال کې چې په دواړو جهادونو کې يوازې او يوازې افغانان د خپل دوښمن په وړاندې ولاړ دي، دا افغان ملت دى چې په جګړه بوخت دى، حقيقت دا دى چې اوسني يرغلګر د افغانستان د ساتنې يا نړۍ د امنيت جګړه پر مخ نه وړي، بلکې افغانان د خپل هيواد د ساتنې او ازادۍ سپيڅلې مبارزه پر مخ بيايي.

٣-شورويان د افغانستان خاورې ته د داخلېدو سره سم د توپکو د ډزو او مخالفت سره مخ شول، امريکايان هم په لومړۍ ورځ د سخت غبرګون سره مخ شول، لکه څرنګه چې شورويانو په افغانستان کې د ارام ساه وانه خيسته، دغه شان امريکايانو هم په دې دولسو کلونو کې يوه شپه يا يو يوه ورځ حتى يوه شېبه هم ارامه نه ده تېره کړې، او هر ساعت د مرګ او بريد د ګواښ سره مخ دي.

د افغانانو جهاد د دې څرګندونه کوي، چې هغوى غربي ايتلاف ته عين په هماغه سترګه ګوري، په کومه سترګه يې چې شورويانو ته کتل، ځکه خو ورسره د هغوى په څېر برخورد کوي.

دلته بايد دا په ياد ولرو چې مکار دوښمن په افغانستان کې د يوې ادارې په رامنځته کولو سره داسې څرګندوي چې ګوندې په افغانستان کې يو خپلواک حکومت شتون لري، او هغوى امريکايانو ته اجازه ورکړې ده، خو پر افغانستان د امريکا بريد د دوه زره او لومړي کال د لومړۍ ورځې د بريد سره اړيکه نيسي، هغه مهال چې د کابل د اوسنۍ مزدورې ادارې ټولو کار کوونکو په لويديځو هيوادونو کې د ارام او عيش ژوند کاوه، او هغه مهال چې د افغانستان په خاوره بمونه ورېدل خداى خبر چې دغه مزدورې څېرې به چېرې وې.

خو همدغه شان په اصطلاح د يو مشروع او ملت د نماينده حکومت د رامنځته کولو کوښښ شوروي اتحاد هم کړى و، چې له نور محمد تره کي څخه پيل او تر ډاکټر نجيب الله پورې را ورسېد، خو بيا مو وليدل کله چې شوروي اتحاد په څو برخو وېشل کېده، د نجيب الله حکومت هم ورسره رانسکور شو.

٤-د مسلسلو جګړو، بريدونو، چاودنو، درندو ځاني او مالي زيانونو په لېدلو سره شوروي اتحاد اړ شو چې افغان مجاهدينو سره د سولې خبرې وکړي، روسي جنرال ګروموف په يوه مرکه کې ويلي وو چې امريکا او د هغې ايتلافيانو ته به په افغانستان کې د سرتېرو زياتول او کمول هېڅ راز ګټه ونه رسوي، بلکې غوره دا ده چې د هغوى سره توافق وشي.

شورويانو هم په افغانستان کې د سولې پروسه پيل کړې وه، چې د بشپړې ناکامۍ سره مخ شوه، خو لکه چې مخکې مو يادونه وکړه، امريکا د افغانستان د تاريخ دغه باب او فصل په غور نه دى لوستى، دوى هم هماغه ډرامه پېل کړه، ګوندې په پوچ کارتوس يې ډزې پيل کړې، د سولې شورى او د سولې کميټې، د يو ځاى کېدلو کميټې او د پخلاينې کميسيونونه، د لانجو د حل کميسيون او ..........

خو وينو چې د امريکا دغه حربه لکه د شوريانو د حربې په څېر د پشپړې ناکامۍ سره مخ ده اومخ به وي ان شاء الله.

٥-د شورويانو سره د جهاد په هغه ورځو کې چې شوروي اتحاد او د هغوى افغاني کمونست ايتلاف د مجاهدنو له خونړيو بريدونو او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د سختو مزاحمتونو سره مخ شول، يوه نوې لوبه يې پيل کړه، او د افغانستان جهادي بهير يې تر ګاونډيو او غرب پورې وتړلو، او پر ځاى د دې چې مجاهدين د يو طرف په توګه ومني، د ګاونډيو او په غرب کې د خپلو حريفانو سره يې معامله ګري پيل کړه.

اوس چې امريکا اود هغوى کورني ګوډاګيان په افغانستان کې د مجاهدينو لخوا د سختو ستونزو سره مخ شوي دي، د شوروي اتحاد تېروتنه تکراروي، دوى هم د افغانانو په وينو او خولو روان جهاد د بهرنيانو پورې تړي، کله د ګاونډيو سره خبرو او مذاکراتو ته کيني، او کله د يو او بل په وړاندې د سوال ځولۍ غوړوي چې ستونزې يې ورحل کړي.

دې نقطه کې بايد يوې موضوع ته اشاره وکړو، چې د افغانستان وياړ او د دې ملت سرلوړى او برحق جهاد تر نورو پورې تړل د کفري ځواکونو يو داسې پلان او پروګرام دى چې تر شا يې ستر ناوړه هدف پروت دى، کفري نړۍ په دې هڅه اوهاند کې ده چې مسلمانانو ته هېڅ راز وياړ پرېنږدي، او ټول هغه افتخارات چې دوى يې په خپل مذهبي بنياد لري ورڅخه وتروړي، هغه که په هر ډول وي، کله يو څوک د تروريست په نوم يادوي، کله په يو ځاى کې جهادي خوځښت د ترهګرۍ يا شورش او يا هم د کورنۍ جګړې په نوم يادوي، کله چې کوم اسلامي حرکت د برياليتوب پر لور ولاړ شي نو په مخ کې يې خنډونه راپيدا کړي، د افغانستان، چيچنيا، بوسنيا، فلسطين، مصر او ليبيا حالات په دې مورد کې زموږ په وړاندې دي.

که چرته ريښتيا هم د شوروي اتحاد په وړاندې مجاهدينو له غرب څخه مرسته تر لاسه کولاى، نو اوس به همدغه افغانان په افغانستان کې د غرب په مخ کې لکه د سد سکندر نه درېدل، او که چرته ريښتيا هم په افغانستان کې روان جهاد د ګاونډيانو لخوا پر مخ وړل کېده، نو اوس به په ګاونډيو هيوادونو کې د مجاهدينو حالت او په خپله د ګاونډيو حالت دا ډول نه واى لکه اوس چې دى.

په ګران هيواد د شورويانو او امريکايانو بريد به په ډېرو مواردو کې ورته والى لري، او په دې اړه به ډېرې څېړنې شوي وي، خو کله چې شورويان له پورته مراحلو تېرل شول، چې نه زور پايله ورکړه، نه د سولې غږ، نه د شرق او غرب پورې د مبارزينو تړلو، او نه هم په اصطلاح د يو لاسپوڅي حکومت رامنځته کولو، نو اړ شول چې له افغانستانه ووځي.

امريکا او ملګري يې له همدې مراحلو تېر شوي دي، او ان شاء الله د ماتې په ژۍ ولاړ دي، امريکا او ملګري يې له افغانستان د وتلو شېبې شماري، او دا له دې کبله نه چې په افغانستان کې يې جګړه ګټلې ده، بلکې له دې کبله چې دجګړې په راټولولو نه پوهيږي.

لوړ پوړي امريکايي ملکي اوپوځي چارواکي په خپلو خبرو کې بيا بيا په غير اختياري توګه له افغانستانه د وتلو خبرې کوي، چې دا په خپله د هغوى په ماتې دلالت کوي، بهرنى يرغلګر به ډېر ځله په افغانستان کې د جګړې د ګټلو ادعاوې هم وکړي، خو هغه حقايق به څنګه پټ کړي، چې يوازې د افغانستان ملت نه، بلکې ټولې نړۍ ليدلي او د تاريخ په سينه کې په ډېر خوندي توګه پراته دي.

په دوه زره او لسم ميلادي کال کې د شوروي اتحاد وروستي واکمن ميخاييل ګورباچوف په څو پرله پسې مرکو کې ويلي و، چې په افغانستان کې برى ناشونى دى، او امريکا مجبوريږي چې له دې هيواده خپل پوځونه وباسي. نوموړي همدا راز ويلي وو چې په افغانستان او عراق کې د امريکا ناکامي، لګښتونه او اقتصادي شاتګ د دې څرګندونه کوي چې امريکا د زوال په لور روانه ده.

نن چې له افغانستانه د شوروي اتحاد د وتلو ورځ ده، د امريکا په ډالر له ډېرو مستو افغانانو به دا ورځ هېره شوې وي، خو له سرتېرو مجاهدينو او ملت په خپلواکۍ مينو افغانانو څخه نه هېريږي، خو د دې ورځې ياد ته تر ټولو زياته اړتيا امريکا لري، که امريکا د خپل پخواني حريف روسيې د مشرانو او مسئولينو نصيحتونو او وړاندوينو ته د شک په سترګه ګوري، نو د دې ورځې د راتګ نور علتونه دې وڅيړي، د افغانانو اسلامي فطرت دې ښه ژور مطالعه کړي، او د دې ورځې په فلسلفه دې ځان پوه کړي، کېداى شي پرېکړه ورته اسانه، او په لږ نور تاوان خپل سر خوندي کړي، او که دغه ګام په خپله پورته نه کړي، نو دلته مېشتو پرګنو خو دا پرېکړه کړې چې پردى يرغلګر به په خپله خاوره کې نه پرېږدي، ډېر ژر به کفري ځواکونه د ېوې شرمېدلې ماتې پنډ پر سر له افغانستانه ووځي. ان شاء الله

پاى

2014-02-15



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 2057
بازدید دیروز : 505
بازدید هفته : 2057
بازدید ماه : 4933
بازدید کل : 98554
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 2057
:: باردید دیروز : 505
:: بازدید هفته : 2057
:: بازدید ماه : 4933
:: بازدید سال : 9911
:: بازدید کلی : 98554