پوځ دهیواداوملت دملاتېر ګڼل کیږي خو که په کوم پوځ کي ددیني اوملي ګټوپه پرتله دنس وفرج اشباع ته میلان ډیر ؤ،نو نه یوازي داچي دولس په دردبه و نه خوري، بلکي ترهمدې دووارښتونو(نس وفرج)به دین، هیواد،ولس،منافع ،نوامیس او....قربانوي، دهمدغه ډول پوځ بیلګې زموږ دهیواد په ګډون په سیمه اونړۍ کي ډیري دي .
په تېره زموږپوځ چي نه په اسلامي روحیه اونه هم په ملي جذبه روزل شوی اوجوړشوی یرغلګرویوازي په دې موخه جوړ کړی چي خپل اودلاس پوڅي رژیم پایښت په تضمین کړي نوولس اوهیوادته به ددغه ډول پوځونو څه ګټه ورسیږي،ښکاره ده چي ګټه خو یې نشته تاوان یې دادی چي دبیت المال اودولس له جیبه مړیږي ،اوبیږي اوپالل کیږي خوچوپړپردیو ته کوي .
زموږدپوځ خرابي یوازي دانه ده چي سمه روزنه یې نشته ،دې پوځ ته چي کوم کسان ورځي لویه برخه یې دکوروکلي لوپران ،غله ،بداخلاقه اونشه یان تشکیلوي ،کم کسان به داسي هم پکي وي چي دکاردنشتوالي له امله همدې لښکرکي داخل شوي وي یعني داسي کسان به پکي ونه موندل شي چي دهیواداوولس دخیر خواهۍ په موخه یې دملي !! اردویونیفورم غاړي ته اچولی وي .
دافغان عسکرودبداخلاقۍ اونااهلۍ ګراف تردې حده اوچت دی چي روزونکي اوپالونکي یې شکایت ځني کوي ،په دې وروستیوکي دبرتانوي پوځ ځینوافسرانوچي هلمندولایت کي دنده ترسره کړې خپل دفاع وزارت ته په یوې شکایت پاڼي کي لیکلي چي :افغان عسکر نشه یې توکي کاروي اودکم عمره هلکانوسره جنسي اړیکي پالي ، دوی ویلي چي کله په شپنیوګزموکي دافغان عسکرو پوستوته ورغلي، په ځلونو یې لیدلي چي هغوی چرس ،تاریاک اوهیروین څکوي اوهمدا راز یې دخوب په یونفر یزوچپرکټونواوبستروکي کم عمره هلکان ورسره لیدلي دي .
په دغه اعتراضیه لیک کي راغلي چي دوی په افغان عسکرو کي همدادنشه یې موادواواخلاقي فساددکاروني اندېښنه دافغان اردو اوپولیسوله جګپوړو چارواکو سره شریکه کړې خوافغان چارواکو ورته ویلي چي :«خپل عسکر له دې کاره ځکه نشي منع کولای چي دسختي جګړې له ډګره ونه تښتي» .
همدا رازدیو افغان ،پوځي له خولې هم ویل شوي چي :عسکر په عادي توګه هره ورځ په خپلوپوستو کي مخدره مواداستعمالوي اواخلاقي فساد تکرار وي .یوبل بیا ویلي چي که تاسي دافغان عسکر له کتار سره نژدې تېریږئ نودتاریاکواوهیرئینوبویونه به هرو مروحس کړئ .
همدا رازدامریکې دفاع وزیر چک هیګل اندېښنه وښوده چي په پوځ کي یې اخلاقي فساد لوړي کچي ته رسیدلی ،نوموړي اعتراف وکړ چي په پوځي بارکونو کي دجنسي ځورونودډیرښت راپورونو باندي دشرم احساس کوي اوبایدیو داسي میکانیزم جوړ شي چي دهمدې بدنامۍ مخه پرې ونیول شي .
روښانه ده چي دافغان عسکرو روزنه امریکایې افسرانوتر سره کړې ده، نو چي داستادانو یې داحال وي شاګردانوته به یې څه ښوولي وي.
دډیري اندیښتې وړ داچي دنشه یې توکو اواخلاقي فساد معتادین په همدې علت اوسبب ډیرو نوروناوړه کارونو ته لاس اچوي، ډیر ځله به مولیدلي اواوریدلي وي چي په مخدره موادو او اخلاقي فسادروږد وکسانولویې لاري نیولي ،دخلګو کورونوته اوښتي ،خلګ یې تښتولي ان وژلي وي چي دهمدې ټولوعلت نشه اوبداخلاقي ده .
افغان عسکرو چي په کومو چاپواوعملیاتوکي دیرغلګرو ځواکونو سره په ګډه اویاځانګړې توګه برخه اخیستې، خلګو شکایتونه کړي چي دښځوګېڼې، قیمتي شیان اونغدي پیسې یې غیبي شوي دي اوډیرځله به مو له مسافروداسي هم اوریدلي وي چي پر لویو لارودشپې له خواغله همدغه عسکر دی چي دورځي په پوستواوبیسونو کي پراته وي .
په ټولنه کي معمولا څوک په معتادو کسانوباندي باورنه کوي ،حتی دکوراودوکان یوکوچنی کارهم نه ورته سپاري ، خوتعجب دادی چي دکابل اداره دځان ،هیواداوملت دساتني چاري معتادینوته حواله کوي .دکوم پوځ چي سرلښکریان نشه یان وي له سپاهیانویې څه ګیله ،ویل کیږي چي دکابل ادارې لومړی کس (کرزی)دچرسو سګریټی وهي ،دمشاورینو،وزیرانو،قوماندانانواووالیانویې خویې پوښتنه مه کوئ چي دمخدراتو په دودونواوبویونوکانګي وهي اوداخلاقي فسادپه ډنډونوکي غوپه وي .
که دکرزي ادارې داردو، پولیسو، او اربکیانوپه لیکو اویاپه ټولیزه توګه ددغه رژیم په ملکي اوپوځي بخشونوکي وګوري نوهرو مروبه ووینې چي دچارواکو ترټولولومړۍ اومهمه مشغله مخدرات اواخلاقي فساد دی، داخلاقي فساداونشه یې توکو په استعمال کي دپاټکسالارۍ اواوسني دور فقط دومره توپیرشته چي هغه مهال هر څه دسړک پر سروو، مګر اوس که هراړخیزفسادتر هماغه وخت زیات وي کم نه دی ،خومفسدین له سړکونوڅخه دادارې فساداوجاسوسۍ په مټ دنګوشووماڼیوته کوچیدلي اودخلګو له سترګو یې ځانونه پناکړي دي کنه هماغه اش اوکاسه ده .
داوسنیوچارواکود اخلاقي فسادد نه یادیدلویوه بله وجه داده چي اوس دټوپکسالارۍ ددورۍ برعکس ټوپکماردقلم مار سره غاړه غړۍ شوی اوپاټکسالاردفترسالارته دیارانې لاسونه ورکړي ،تردې اندازې یې دیارۍ تارمضبوط دی چي پرمخدراتواواخلاقي فسادسربیره د دولتي اوملي شتمنیوپه چور اوتالان کي هم نیم په نیمه سره شریکان دي ،یوه لویه اونوې بېلګه یې داده چي، دنړۍ اوله درجه مفکر!!ولومړي نمبرقاتل ته دانډیوالۍ لاس ورکړاودامریکا ږغ یوپخواني مخلوع نطاق بیاچي مریدانو یې دشیکسپېر!! په لقب نازولی په دې عنوان چي «دوستم که مردار،رایه یې حلاله » ملاتړاعلان کړ.
دکوم جوړښتون چي دبنسټ ډبره پرمخدراتواواخلاقي فسادکښېښودل شي او چلونکي یې خپله اعتراف پرې کوي چي همدادوه یې دبقابنیادونه دي نوله همدې څخه دخیرتمه چي حماقت ونه بلل شي کوم نوم به ورته غوره کوو .ځیني خلګ ګومان کوي چي د کابل ادارې داردوعسکردپولیسو اواربکیانوپه نسبت څه باسواده اومهذب دي، نوچي دملي ؟اردو همدا ذکر شوی حال وي دپولیسواواربکیانوپه لیکو کي به څه ډول ناتار شروع وي . الله تعالی دي افغان ولس ژرددوی له شره خلاص کړي امین
افغانستان