د پکتيا ولايت په يوسف خيل ولسوالۍ کې وحشي اربکيانو 3 نجوني له کورونو په زور ايستلي او له ځان سره يې وړي دي.
دغه نجوني چې عمرونه يې له 12 او 18 کالو ترمنځ دي نن غرمه د اربکيانو له خوا يوړل شوې.
د سيمي خلک وايي اربکيان چې پوليس هم ورسره وو نن غرمه 12 بجې د ميرزاخيلو کلي ته راغلل او د خلکو له زوروني او تهديد وروسته يې 3 نجوني له ځان سره په زور يووړې.
سيمه ييزو خلکو د اربکيانو او پوليسو د دې وحشيانه عمل په ضد په لاريون لاس پوري کړ او تر ماښامه يې دوام درلود، لاريون کونکيو د نجونو د خلاصون او اربکيانو د محاکمې غوښتنه کوله مرګ دي وي په ګوډاګۍ اداره او ګوډاګيانو نعرې يې وهلې.
اربکيانو او د کابل ادارې نورو امنيت ساتونکو وحشیانو د هيواد په ګوټ ګوټ کې د ملکي او بې دفاع خلکو په عامه ځورونه لاس پورې کړی چې هره ورځ خلک وژني، د خلکو عزت لوټي، دخلکو مالونه چور کوي، خلکوته شکنجه ورکوي او يوځل بيا يي د شراوفساد د زمانې وحشتونه او جنایات پيل کړي دي.
2014-02-17
افغانستان