د رسنیو سره په خپلې یوې مرکې کې چې کرزي ویلي : ٫٫طالبان مو ورونه او امریکایان مورقیبان دي او په افغانستان کې د امریکايې فوځونو د شتون هیڅ فایده ورته نه تر سترګو کېږي ،، په رسنیو کې پدې څرګندونوڅو ورځې بحثونه روان وو او پدې په لویدیځ کې دمختلفو ټولنو اواشخاصو له لورې یولړ غبرګونونه هم رامخې ته شول .
د کرزي دا څرګندونې په ښکاره حيرانونکې دي خو ګڼ شمېر خلک داسی دي چې د حیرانتیا وړ یې نه بولي او وايې چې د امنیتي تړون نه انکار او داسې څرګندونې د امریکا په وینا کېږي ځکه چې امریکا اوس یقینا د افغانستان نه تښتېدل غواړي چې د امنیتي تړون نه دانکار تر څنګ دکرزي له خولې دداسی خبرو راوتل چې مثلاً امریکايې فوځیان زموږ دولس قاتلان دي ؛ زموږ اردو اوس د هېواد امنیت پخپله ساتلای شي ؛ امریکایان د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره راغلي وو ؛ موږ ته يې هيڅ فایده نه رارسېږي ؛ په پاتی کېدلو کې يې هیڅ ګټه نشته او داسی نورې ددې لپاره کېږي چې امریکایان نړۍ ته دا وښایې چې موږ ته په افغانستان کې نوره اړتیا نشته ؛ هدف تر لاسه شوی نو ځکه له افغانستان نه ځو .
که موږ دا ومنو چې دامنیتي تړون نه د کرزي انکار او وخت نا وخت د امریکایانو پر ضد څرګندونې کرزی په خپله اراده کوي نوداکه له یوې خوا د هغو څېرو پرمخونو درنده څپېړه ده چې دامنیتی تړون لاسلیکول اودامریکایانو پاتې کېدل ګټور بولي اوپرې اصرار کوي نو له بلې خوابې له شکه چې دا د حقایقو ددرک نه پس پرحقیقت ولاړ اعتراف او پر ځای جرأت دی خوافسوس داچې ډېر ناوخته !
د امریکایانو له لورې د افغانستان د اشغال په اوایلو کې چې د افغانانو د غولولو لپاره امریکایانو د افغانستان د بیا رغاونې ناره پورته کړه نو ټولو ځیرکو مسلمانو افغانانو ویل چې هغه امریکا چې په اسلام دښمنۍ کې تر ټولو وړاندې ده ،
ټول تاریخ يې د کمزورو ولسونو د خاورو په اشغال او د زېرمو او وسایلو په غصب کې تېر شویدی، ورنه زموږ د هېواد دبیا رغاونې تمه لرل ډېره لویه ناپوهی او دامریکادتاریخ نه سترګې پټول دي ، امریکا به دلته هم خپلې تاریخي کړنې تکراروي او دهمدې لپاره دلته راغلي دي .
خو له بده مرغه چې د کرزی په شمول د قدرت او چوکۍ ټولو مینانو د امریکا دا تاریخ رامخې ته نکړ او د ړندو کڼو په څېريې دامریکا له لورې په جوړی شوې ادارې کې لویې چوکئ په سرسترګوقبولې کړې؛ د خپل هېواد او هېوادوالو لوړې ديني اوملي ګټې یې شاته او تېر ټول ۱۳کلونه يې د امریکایانو د ګټو او اهدافو د پوره کېدلو لپاره کار وکړ ؛ دامریکالپاره ددوئ دهمدې کامل اخلاص له امله مو هېوادتر اوږد اشغال لاندې پاتې شو اوداشغال پدې اوږد وخت کې چې کوم ستر مادي اومعنوي تاوانونه موږ ته راورسېدل نوهغه دټولو مخې ته دي .
اوس چې د کرزي د ولسمشرۍ دوهمه دوره هم پای ته رسېدونکې ده او د قانون له مخې د دریم ځل لپاره کرزی ځان نه شي کاندیدولای ، ترڅنګ یې دلته د امریکا د پاتې کېدلو هیلې هم ټولې د خاورو سره خاورې شویدی نو ایله اوس کرزی وایې چې د امریکایانو په شتون کې موهیڅ ګټه نشته او هغوئ د خپلو ګټو لپاره دلته پراته دي .
هو ! دایوه طبعي خبره ده چې په خپل ژوند کې که دچا کړه وړه ډېر هم ناکاره وي خوهغه نه غواړي چې په راتلونکي کې یې څوک په بدوالقابو یاد کړي ؛ که رښتياهم کرزی په خپلې ارادې داهرڅه وایې نو داسې ښکاري چې هغه دهمدې انساني طبیعت له مخې اوس دتېرو ۱۳ کلونو په اوږدو کې دخپلوټولوکړنو په تورباب کې دیوسپین ټکي دزیاتولو هڅې کوي چې داپخپل ذات کې مثبته خبره ده .
خو کرزی باید پدې پوه شي چې دخلکوحافظې دومره هم ندي کمزورې چې دیوسنددلاسلیک کولونه دیوڅوورځو لپاره دانکارکولو اود امریکاپر ضددخولې نه دیو څو ټکو په راویستلوبه ګينې تېر هرڅه هېر اوکرزی به سپین باز وګڼي؛ نه داخبره دومره ساده ده اونه خلک سادګان دي ؛ دلاسپوڅوپه مرسته اودکرزي په مشرۍ کې دکابل دادارې په شتون کې داهېواد ترډېراوږد اشغال لاندې پاتې شوچې پکې مسلمانان دخوراډېروستروځاني ، مالي اومعنوي تاوانونوسره مخامخ شول چې پړه يې ټوله دهمدې لاسپوڅو اوغلامانو پرغاړه ده اوپه څوغولونکوخبرو دوئ له دې پړې نه شي خلاصېدای نوکه کرزی په خپلو بدوکړو پښېمانه وي ؛ دځان نه تاريخي بد القاب لرې کول اوځان دخدای په دربار کې دسترې رسوایۍ نه ژغورل غواړي ؛ دایې درک کړې وي چې امریکایان دلته دخپلو شومو اهدافولپاره پراته دي ؛ طالبان رښتیا هم خپل ورونه اوامریکایان خپل رقیبان یادښمنان ګڼي نوباید په عمل کې دطالبانوسره خپله دوستي اودټولو اشغالګروسره خپله دښمني ښکاره کړي .
دامریکاد غرور اودبدبې په شپو ورځو کې چې مجاهدینوپه خالي لاس دامریکاپه شمول دټولو اشغالګروپرضد جهاد پیل اواوس یې دښمن دسترشکست سره مخامخ کړل نودشکست خوړلي دښمن پرضددمجاهدینو دصف سره یوځای کېدل به کوم ګران کاروي ؟
زماداخبره به ډېر خلک لوی شخص ته دوړوکي تن کمزورې مشوره ګڼي خوچې چاته دا معلومه وي چې دتاریخ په اوږدو کې امریکا دخپلولاسپوڅو سره څه کړي ؟ امید دی چې هغوئ ټول به زمادخبرې سره متفق وي اوچې کله امریکا اومتحدین یې دشرمېدلي شکست سره یوځای دافغانستان نه وتښتي اودامریکا دډېر وفادار لاسپوڅي ایراني مشررضاشاه پهلوي په څېر دامریکا افغان لاسپوڅوته هم دنړئ په یوګوډ کې پناه نه ورکول کېږي نوبیابه ټولوته معلومه شي چې دامشوره څومره پرځای اوګټوره وه خوبیابه ډېر ناوخته اوخبره له خبرې تېره وي .
افغانستان