په عراق کي شیعه مذهبي مشر مقتدا الصدر ددې هیواد لومړی وزير نوري المالکي ظالم او یو ديکتاتور شخص بللی دی.
نوموړي دعراق دپارلمان په غړو او نوري المالکي سختي نیوکي کړي او ویلي يې دي، عراق اوس وږي لېوان اداره کوي، چي له خارج څخه راغلي دي.
نوموړي دغه خبري څو ورځي وروسته ترهغه له یوه تلويزون سره په خبرو کي کړي، چي له سياست څخه دبېلېدلو اعلان يې وکړ.
دنوموړي په خبره، نوري المالکي خپل مخالفین که هغه سني، شيعه او کردان وي دتروريستانو په نامه ځپي او تيری پرې کوي.
مقتدا الصدر اوس مهال دنوري المالکي او دهغه دحکومت له سختو ناقدينو څخه بلل کیږي، نوموړی له هغو مشرانو څخه دی، چي په ۲۰۱۲ کال کي یې دنوري المالکي داستعفا غوښتنه کړي وه.
دمقتدا الصدر له لوري په نوري المالکي اودهغه په حکومت دغه تازه انتقادونه په داسي مهال راځي، چي دعراق امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی دی او دنوري المالکي ملاتړی پوځ دسني قبائلو سره په جګړو بوخت دی.
افغانستان