دفاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې په اربکیانو وسلوال برید ترسره شو
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدتېره ورځ ماسپښین 3 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دتیمور کوپرک په سیمه کې المار اوقیصار ولسوالۍ ته پرغزیدلي سړک دنظام قومندان په اربکیانو دمجاهدینوله لوري دیوه کمین په ترځ کې ترسره شو
بریدچې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي په پایله کې یې 2 رینجرموټرپه بشپړه توګه ویجاړ اویوبل یې غنیمت شو
په بریدکې دچهلګزي ولسوالۍ پخوانی ولسوال حاجي غلام سخي ( چې درې کاله دیادي ولسوالۍ ولسوال پاتي شوی اوفي الحال داربکیانو یومهم قومندان ؤ ) اویوبل قومندان سیدارباب په شمول پنځه تنه ځای په ځای قتل اودقومندان نظام په شمول 6 تنه نور اربکیان سخت ژوبل شول
په پېښه کې یوتن مجاهدهم دشهادت لوړمقام ته ورسید ، انالله واناالیه راجعون
2014/2/19
افغانستان