د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې له مسؤلو مجاهدينو سره د ګڼو کليو اوسېدونکو د پوره ملاتړ وعده د يو غونډي په ترڅ کې اعلان کړه.
دا غونډه چې نن ورځ د ولسوالۍ په اړونده سيمه کې جوړه شوې وه د يادي شوي ولسوالۍ شيخانو، نرګوسي، کوزجوکان او بر جوکان، لاجګړچون، چنګړي، خنجروچ، سياولوندسياو، ملکانو قلعه، مامدقلعه، کوزسرندو او بر سرندو، مياګان، پرزينه او چهارتوت کليو مشرانو او مخورو سپينږيرو پکې ګډون کړی وو.
غونډي ته د اسلامي امارت په نمائندکي د ولايتي کميسيون غړی او د ولسوالي سرپرست مسؤل او دغه راز د جلب او جذب مسؤل هم د ګډون له پاره ورغلي وو چې په خپل وار يې غونډي ته ويناوي هم وکړې.
د غونډي په ترڅ کې ديادوسيمو مشرانو هم خبري وکړې او هر يوه يې د اسلامي امارت له مجاهدينو سره د کلکې همکارۍ ژمنه وکړه او له ګوډاګۍ ادارې سره يې ټينګ مخالفت اعلان کړ.
2014-02-19
افغانستان