نن سهار ۶ نيمې بجې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په مرکز او امنيه قومنداني ګڼ شمیر فدايي بریدونه پيل شول.
په لومړي سر کې بريد ديو موټر په وسيله چې له درنو منفجره موادونه ډک شوي وو پيل شو چې ورسره د سروبي ولسوالۍ د مرکز او قومندانۍ په دروازه کې ټول شته موانع له منځه لاړل او نورو فدايانوته د ننوتلو لاره خلاصه شوه.
فدايي مجاهدین چې په درنو او سپکو وسلو، اور غورځونونکو وسائلو، بمونو او واسکټونو باندي سمبال دي، خپلو ټاکل شوو اهدافو ته رسيدلي او دښمن يې تر اور لاندي نيولي ده .
د لومړۍ انفجار او تراوسه دجګړې دجريان په نتيجه کې د کابل ادارې ګڼ شمير مزدور پوليس، عسکر او استخباراتي کسان قتل او ټپيان شوي دي.
اوس جګړه له هغو مزدورو عسکرو سره هم پيل شوی ده چې له بهرنه ولسوالۍ ته ورغلي دي.
د برید په اړه نور جزئيات به وروسته په ډاګه شي
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۵/۴/۲۱هـ ق
۱۳۹۲/۱۲/۲هـ ش ــ 2014/2/21م
افغانستان