بریدونه څلور ساعته روان وو د دښمن ۳۷ کسان قتل له ۱۲ ډير ټپيان ۸ عرادي موټر ويجاړ شول
پيل :
بريد سهار ۶ نيمې بجې د يوتن قهرمان فدايي مجاهد ملا محمدفاروق(ذاکر) دپکتيا ولايت اوسیدونکي لخوا د منفجره موادونه د ډک موټر په انفجار سره پيل شو، د دې برید په پايله کې د ولسوالۍ او امنيي قومنداني ګډ نظام قراول، د تالاشۍ پوسته او د خوب خونې مکملې ویجاړې شوي او ۲ تنه نورو فدايانوته د ننوتلو لاره پرانستل شوه.
د برید جريان:
له لومړني بريد نه وروسته دوه تنه نور قهرمان فدايي مجاهدين هریو (حافظ عبيدالله او حافظ دين محمد د تخار ولایت اوسیدونکي) چې په درنو او سپکو وسلو، انفجاري واسکټونو، لاسي بمونو او اور غورځونکو وسائلو سمبال وو د ولسوالۍ امنيې قومنداني ته په ډاډه زړه ننوتل او هلته يې ميشت پاتې شوني پوليس، د استخباراتو کارمندان او له هغه ځای نه يي د ولسوالۍ په مرکز کې ميشت پوليس او کارکونکي تر بریدونو لاندي ونيول، له دغه بريد سره سم له بهرخوا څخه هم د يادې ولسوالۍ په امنيتي پوستو باندي د مجاهدينو تعرضي برید روان وو.
د برید زمان:
برید چې سهار په ۶ نیمې بجو پيل شوي وو د ورځې تر ۱۰ نيمو بجوپورې يې دوام وکړ او د مهماتو په خلاصيدو او د وروستي مجاهد په شهادت سره پای ته ورسید، په دې اساس جګړه د دوو تنو فدایانو لخوا ۴ ساعته روانه وه.
د بريد تلفات:
د کره معلوماتو په اساس د لومړني انفجار له امله په نظام قراول او پيره دارخانوکې ميشت ۲۰ پوليس قتل اويو شمير نور مرګوني ټپيان شول چې د جګړې ترپايه يي په سيمه کې زګيروي او نارې پورته کېدي، د وروستۍ مخامخ جګړې په نتیجه کې هم د دښمن د مختلفو ارګانونو ۱۷ تنه عسکر، پوليس او استخباراتي کسان قتل ۱۲ تنه ټپيان شول، ورسره يوځای د دښمن ګڼ شمیر نظامي وسائط(۲ رينجر ، ۶ نظامي موټر) او تاسيسات تر ډيره ویجاړ کړل شول.
د بريد موخې :
دیاد برید هدف مزدور دښمن ته درانه تلفات اړول او هغه ظالم عناصر په ولسوالۍ کې په نښه کول وو چې په سیمه کې د جرمونو او د مجاهدينو په ضد په اقداماتو کې يي لاس درلود، همداراز د بريد له امله د کابل تورخم مهم لاره هم د څو ساعتونو لپاره بنده کړل شوه، چې د دښمن توانايي او په حالاتو کنترول يي وننګاوه اوثابته يي کړه چې که مجاهدين هرچيرته د دښمن په ضد عملیات کول وغواړي په خورا اسانۍ سره يي ترسره کولای شي او د هيواد د لويو لارو تړل او خلاصول يي هم په اختیار کې دي.
د دښمن غلطې ادعاوې :
د بريد په اړه د دښمن لخوا په رسنيو کې د مجاهدينو تعداد شپږ تنه وښودل شو، ترڅو دبریدکونکو مجاهدينو په ډير ښودلو سره د جګړې څلورساعته غزيدل توجيه کړي، خو واقعيت داوو چې بريد کونکي فدايان ټول ۳ تنه وو، يوتن د موټر په وسيله برید ترسره کړ او ۲ تنو د څلورو ساعتو لپاره په دښمن بریدونه روان وساتل، دښمن د تل په شان په دې بريد کې هم له خپلو تلفاتو چورلټ انکار وکړ، د قوي موټر بم انفجار او څلورساته شديدې جګړې په نتیجه کې يې يواځې ۲ته پولیس ټپيان وبلل چې له عيني واقعيت او ځمکني حقيقت سره ښکاره تضاد لري.
د دښمن لخوا سوء استفاده:
کله چې له بهرخوانه د دښمن عسکر اونور پولیس د سروبي ولسوالۍ مرکز او امنيې قومنداني ته رانیږدي شول، نويي د مجاهدينو د تير ايستلو لپاره نظامي لباس وغورځاوه او په شخصي جامو کې يي د مجاهدینو په لور ډزې پيل کړي، ځکه دښمن پوهيده چې مجاهدين په ملکي خلکو ډزې نه کوي نو به دښمن وتوانيږي چې د ملکي خلکو په جامه کې ځان د مجاهدينو له ګوزار نه بچ کړي، خو د دښمن دغه دسيسه د جګړې په جريان کې دمجاهدینو لخوا کشف شوه او دغه راز ګڼ شمير دښمنان له پښو وغورځول شول.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۵/۴/۲۱هـ ق
۱۳۹۲/۱۲/۲هـ ش ــ 2014/2/21م
افغانستان