دهلمندولایت په مارجې ولسوالۍ کې له اجیري اردوسره سخته جګړه شوي
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : جګړه پرون سهار 7 بجې دیادي ولسوالۍ اړوند دترخه ناور دبارکزو بلاک په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې ګڼ شمیر داجیري اردو عسکرله خپلي قرارګاه څخه یادي سیمي ته دعملیاتوپه موخه راووتل
جګړه چې پکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي ترماسپښین پوري یې دوام وکړ
دجګړې په جریان کې ددښمن دوې شوبلي دماینونوپه مټ والوزول شوي چې په بشپړه توګه ویجاړي اوپکې سپاره شپږ تنه اجیرعسکرځای په ځای قتل اوپنځه نورسخت ژوبل شول
په دي سربېره په جګړه کې هم دښمن ته تلفات اوښتي خودقیقه شمیره یې نه ده څرګنده شوي
2014/2/22
افغانستان