دفراه ولایت له بکوا ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه تازه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : ددي ولسوالۍ په مربوطاتوکې درې تنه انسان تښتونکي په خپله سزا ورسول شول
خبرزیاتوي : درې تنه انسان تښتونکي اودملکي وګړو قاتلان هریو نعیم ، جانان اوحاجي ګل دیادي ولسوالۍ اوسیدونکي چې دډیرو هیواد والو په شوکولو اووژلو کې یې لاس درلود دمجاهدینوله لوري له ډیروخت راهیسي ترتعقیب لاندي ؤ اوڅه موده وړاندي داسلامي امارت مجاهدینو له لوري ونیول شول اوشرعي محکمي ته یې ددوی دوسیه وړاندي کړه
داسلامي امارت دشرعي محکمي له پوره تحقیق اودنیول شویو کسانو له خپل خوښي اقرار وروسته پرون ورځ په خپل سزا ورسول شول
دیادوني ده چې ددي ولایت اجیروچارواکو داکسان مجاهدین بللي اودخپل منځي جګړې مقتولین یې بللي خو داسلامي امارت مجاهدین ددښمن دغه بې اساسه اوله حقیقت نه لیري ادعا ء په کلکه ردوي
2014/2/23
افغانستان