د غازي آباد ولسوالۍ اړوند د شیرغچ سيمه کې په هغه برید کې چې د دښمن یو مهم مرکز(د سونګ بيس) يې په نتيجه کې فتحه شو د دښمن تلفات لا ډير او خورا زيات غنیمتونه ترلاسه شول.
د وروستيو معلوماتو په اساس د دښمن د وژل شوو عسکرو شميره ۳۵ تنو ته ورسیده ، ۷ تنه ټپيان او ۶تنه يې د مجاهدینو لخوا اسیران شوي دي.
همداراز په برید کې ۱۶ میله امریکايي ماشيندار،۳میله پيکا، ۲ ميله راکيټ،۱ پس لګد توپ،یوه پايه هوان او زيات شمير سپکه وسله او مهمات ، خوراکي توکي او البسه غنیمت شوي ده.
په نښته کې ۲ تنه مجاهدين هم شهيدان او ۲ تنه ټپيان دي.
البته په سیمه کې د مخابروي مشکلاتو له امله معلومات وروسته ترلاسه شول.
------------
د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې هم د دښمن په ضد پراخ عملیات ترسره شول.
نن ټوله ورځ د ننګرهار ولايت حصارک ولسوالۍ په تیسنګي،شالم کلي،برې ګولايۍ،ناصر خيلو او ډنډ سیمو کې د کابل ادارې په مزدورو عسکرو، پوليسو او اربکیانو باندي د اسلامي امارت د زړورو مجاهدينو لخوا د کمين پراخ بریدونه ترسره شول چې له امله يې د اربکيانو د دوو شریرو قومندانانو ( انور د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکي او ګل باچا دحصارک اوسیدونکي) په ګډون ۱۴ تنه دښمنان قتل او ۷ تنه مرګوني ټپيان شول، يو شمیر موټر يې هم زیانمن او وسلې يې تخريب شوي.
په دغه درنه نښته کې زموږ ۴ تنه مجاهدين هم د شهادت لوړ مقام ته ورسيدل. تقبلهم الله
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی
۱۴۳۵/۴/۲۳هـ ق
۱۳۹۲/۱۲/۴هــ ش ــ 2014/3/23م
افغانستان