له غازي اباد نه د دښمن په موټريزه قوه د وسلوال بريد خبر ورکړل شو.
خبر کاږي قوه چې سونک بيس ته تللي او بيرته د ستنېدو په حال کې وه بيګا شپه 10 بجې په جلاله سيمه کې پرې لومړی چاودنه وشوه او بيا تر سخت بريد لاندي راغله.
په چاودنه او بريد کې د دښمن 2 عرادې رېنجر موټر ويجاړ شوي او عسکرو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د شپې د تيارې له کبله يې کره شمېره نه ده څرګنده شوې.
2014-02-25
افغانستان