بسم الله الرحمن الرحیم
الاستفتاء : که یوسړی ووایې : چې میرمن یې ورباندي خور ده که ده دعمرو کورکې ډوډۍ وخوړه ،خوبیایې دعمرو کور کې ډوډۍ وخوړه ، نوپه دي سره طلاق واقع کیږي اوکنه ؟ ډیرخلګ دغه توري استعمالوي . المستفتي ملاامان
الجواب حامدا ومصلیا وبعد: که په مذکوره صورت کې ددغه تن له ذکرشوو تورو څخه دطلاق نیت ؤ ،یاقرائن دطلاق وې ، نوبیا باین طلاق واقع کېږي ، یعني داسې طلاق واقع دی چې نکاح ورسره پای ته رسیدلي ، اوخاوندیې خپلي میرمني ته له نوي نکاح څخه پرته نشي نزدي کیدلی .
في ردالمحتار ۵\۱۳۲ اوحذف الکاف بان قال انت امي لغا کلامه لانه مجمل في حق التشبیه فمالم یتبین المراد لایحکم بشیئ .
وفي کفایة المفتي ۸\۱۶۵ وترجمته : انکان الزوج اراد بقوله انت اختي اوامي الطلاق یقع به البائن والا فلا .
کذافي احسن الفتاوی ۵\۱۸۵
ومحمود الفتاوی ۳\۳۲\۱۳۳
والله تعالی اعلم
افغانستان