اسرائيلي نيواکګرو دغزې په تراټه کي دهوايي بمباري په ترڅ کي دوه فلسطینیان په شهادت رسولي دي.
داسرائيلو پوځي چارواکو ویلي، ددوی جنګي الوتکو تيره ورځ په هغو دوو تنو بمباري وکړه ، چي غوښتل يې په اسرائيلو توغندي وولي، اسرائيل ډیری وخت دفلسطينیانو تر شهادت وروسته دغه ادعا کوي.
فلسطیني چارواکو ویلي، په برید کي یو تن شهید شو او بل تن ټپي وو، چي وروسته يې ساه ورکړه.
په غزه دحماس داسلامي جهادي ډلي واک دی، چي اسرائيلو له څو کلونو ر اهيسي کلابنده کړي ده او خلک یې له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
په دې وروستیو کي اسرائيلي نيواکګرو په غزې ډیر بريدونه کړي، چي په لسګونو فلسطينیان يې په شهادت رسولي او ګڼ شمېر نور يې له ځانونو سره بندیان کړي دي.
افغانستان