د باوري سرچېنو د خبر له مخې،د کرزي لومړی مرستیال او د شمال ټلوالې مشهور او جګړه ماره څېره قسیم فهیم ومړ.
ویل کېږي، چې نوموړی نن د ورپېښي ناروغۍ له کبله ساه ورکړه او د الله تعالی حضور ته ورغی. قسیم فهیم د هغو خونکارو څېرو څخه و، چې تل به یې ځان د جهاد او مجاهدینو د سرسخته دښمنانو د کتار د سر سړی باله او دولس کاله وړاندې يې د افغانستان پر سپېڅلي حریم د غربي نیواکګرو د اشغال او زرګونو مؤمنو، مجاهدو او مبارزو هېوداوالو د شهادتونو، اسارتونو او تعزیبونو بنسټ کېښود، چې تر نن ورځې پورې ادامه لري.
د "بوش په جګړه کې" کتاب په حواله، قسیم فهیم په افغانستان کې د سي آی اې تر ټولو ستر معاش خور او خورا معتمد اجیر او قراردادي و، چې د تاجکستان هېواد په پلازمېنه کې یې د یوه پروتوکول او قرارداد په لاسلیکولو سره يې په خورا کمه بیه د خپلو ټوپکمارو سرونه د روانې صلیبي جګړې لپاره د امریکا په مشرۍ د نړیوال زبېښاکګر ځواک لپاره د سوون د توکیو او جګړې د اوزارو په توګه وړاندې کړل.
افغانستان