یرغلګرواوددوی ګوډاګیانوفکرکاوه چې دژمي په موسم کې به داسلامي امارت دسرتېرومجاهدینوله بریدونواوجهادي تکتیکي عملیاتوڅخه دوی خوندي اوپه امن کې وي اوتودوصندلیوته به دژمي یخې شپې په ارام اوسکون تیرې کړي ؛خو خبرندي چې څوک دایمان اواخلاص په جامه اوجذبه ملبوس اوښایسته وي اومعامله یې صرف له مهربان اومتعال رب سره وي ، هغوی ته توده اوسړه هوا، ژمی اواوړی ،پسرلی او خزان بې تفاوته اویوبرابروي .
دهمدغه دیانت اووفاداري نتیجه وه چې داسلامي امارت سرښندونکواتلانودژمي په ورځواوشپوکې بهرني یرغلګراوددوی اجیران هم په کابل کې اوهم په ولایتونو،اطرافواواکنافوکې وځپل اودرانه زیانونه یې ورواړول ،چې دکابل وزیراکبرخان په لبناني هوټل کفرلړزونکی برید، دننګرهاردغني خیلوولسوالی کې دیرغلګروپه مهم پوځي مرکزکې لویه چاودنه اود۲۱ اشغالګرووژل کېدل،دکندهارژیړۍ په ولسوالی کې دعملیاتوپه ترڅ کې دیودرځن امریکایانوله منځه تلل ، دهلمندولایت په یوشمیرسیموکې په خارجي دښمن پریکنده ګوزارونه ، دسروبي ولسوالی کې داجیرې اردوپه مهم مرکز ویجاړوونکی بریداودغازي ابادپه ولسوالی کې د۲۵ تنواجیروعسکرووژل کیدل اونورورته بریدونه هغه جهادي بریاوې اوحقایق دي چې اتلومجاهدوغازیانوپه روان ژمي کې په خورامهارت اوفداکاری یوپه بل پسي ترسره کړل اودښمن ته یې په ډاګه کړه چې دمجاهددتوري له ګوزارڅخه په یووخت کې هم دشیطان اوګمراهی لښکري نشي بچ کیدای !
مکاررژیم اوباداران یې چې کلک ګوزاروویني اوله ورخیزڅخه وغورځي، نوددې پرځای چې په خپلې ناتوانی اوماتي اعتراف وکړي اوشکست خورده پوځي چارواکي یې استعفاورکولوته اړشي، برعکس یوې زړې اوپرسوده پلمې اوبهاني ته ژرلاس وراوږدکړي ، چې ګواکي دغه اویاهغه بریدچې مخالفینوترسره کړی، پلان یې په ګاونډي هیوادکې جوړشوی اوبیامغرضه میډیاهم داذهانودتیرایستلولپاره نغاره ډیرژر غاړي ته اچوي اوله حقایقولیري عوامولوته ګوته نیسي ، لکه په دې ورستیوکې یې چې دغازي ابادپه پیښه کې په طرف کې ولاړې میډیاناولي اوله زهروډک تبلیغات په کارواچول اودسیاسي سوادابازی لپاره یې حقایق سرچپه تعبیرکړل.
مونږ ارګ ، پارلمان! ، مدني ټولنو اوناترسې میډیاته وایوچې دهغومظلوموافغانانوجنازې ولې ارګ ته نه وړل کیږي اوورته ډول ډول تبلیغاتي کمپاینونه نه چلول کیږي چې دامریکااواجیرې اردوپه توسط هره ورځ په افغانستان کې په ډیرې بې رحمی وژل کیږي اوپه کورونویې خروارونه بمونه اوري ،دهغوپه اړه ولې داخبره نه راپورته کیږي ، چې عاملین اوقاتلین یې څوک دي اوچیرته یې دوژل کیدوتصمیم نیول شوی وو؟
ښکاري چې خبره دوه مخي ده، دافغان مظلوم ولس مرګ ، وینه اوزیان ، ارګ ، اجیرپارلمان ، امریکايی میډیااوټولوهغوټولنو اوبشري سازمانونوته چې په افغانستان کې فعالیت کوي هیڅ ارزښت نلري ، بلکې دوی ته صرف امریکایي زیان اودامریکايي ګټولپاره دجنګیدونکي اردومرګ ژوبله مهمه ده چې کله رامنځته شي نولکه دغازي اباددپیښي په څیرورته دخواخوږي پراخ کمپاینونه کیږي، فاتحي یې اخیستل کیږي اوپه تابوتونویې دګلانوګیډی ایښودل کیږي .
خودغه مکارجهتونه بایدپوه وي چې لمرپه دوګوتونه پټیږي ، نن ورځ هرڅوک پوهیږي چې امریکایان افغانستان ته دڅه لپاره راغلي اودغه شرمیدلې ۳نیم لکه اردویې دکوموموخولپاره جوړه کړي ده؟
اونه پوهیږو چې دکابل رژیم به ترڅودخپل هر شکست اورسوايی وجوهات ددې پرځای چې په خپلو بګیلوپوځي قطعاتواوپه نیشواوتماشواخته اردوکې یې پیداکړي ، تل یې عوامل په بې بنیاده پلموپه ګاونډاوله هیواده بهر لټوي ؟
افغانستان