نن به داکاناډا هیواد دمحاربو عسکرو وروستۍ ډله له افغانستان څخه ووځي.
کاناډا چي دامریکا له يرغل سره سم يې په ۲۰۰۱ لومړي کال کي افغانستان ته سرتيري ولیږل، په ۱۲ کلونوکي يې په دغه هیواد کي په سلګونو عسکر ټپیان او ووژل شول.
ددغه هیواد له لوري دورکړل شویورسمي شمېرو له مخي داشغال په ۱۲ کلونو کي دکاناډا ۱۵۸ عسکر وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان دي.دغیر رسمي شمیرو او ازادو رسنیو د راپورونو لمخې دکانډایي عسکرو مرګ ژوبله تر یاد رقم په مراتبو زیات دی.
کاناډا دافغانستان داشغال په موخه افغانستان ته ۲۳۰۰ عسکر ليږلي وو، چي دماته خوړلو عسکرو وروستۍ جوپه به يې له شکست او ماتې سره نن له افغانستان څخه ووځي.
کاناډايي اشغالګرو عسکرو په ۱۲ کلونو کي په افغانستان کي ګڼ شمېر بې ګناه افغانان په شهادت رسولي او ګڼ شمېر نور یې زنداني کړي دي، چي دافغان مجاهد ولس له سخت مقاومت او دور اوښتو تلفاتو په پایله کي تيښتي ته اړ کړای شول.
افغانستان