ورځ تر بلې داسلامي امارت له لیکوسره دکابل دګوډاګۍ اردود عسکرو یو ځای کیدو اودمجاهدینو دجهادي صفونو دپیاوړې کیدو سره دامریکایانو بوږنوونکیو اندیښنو هغه وخت تحقق وموند،چې دکابل زمامدار (حامد کرزي ) په اصطلاح دامنیتي تړون دلاسلیک پر سر امریکایانوته ظاهرا خپل شرطونه کښیښودل ،امریکایان چې په خپل لاس دروزل شوې اردوباندې دهرکله په پرتله زیات بي اعتماده شوي اوس ویره ورسره پیدا شوي، چې هسې نه ددوئ له وتنې او تیښتې وروسته یې تر شا پاتې اردو له طالبانو سره یوځای شي،چې هم به یې میلیاردونه ډالر په سیند لاهوشي اوهم به یي کابل کې دتنکۍ دیموکراسي ستنې و لړزیږي !
څه موده وړاندې دامریکالوی درستیز(جنرال مارتین دیمپسي) په کابل کې خبریالانوته وویل چې د امریکا د متحدو ایالتونو دا خبرداری چې که افغانستان امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي، نو ټول پوځیان به له دغه هیواده وباسي، ممکن د دښمن د تشویق او له طالبانو سره د ځینو افغان امنیتي ځواکونو د یوځای کېدو سبب شي،جنرال ډیمسي وویل چې : دفاع وزارت ته د ولسمشر بارک اوباما دې امر، چې له افغانستانه د ټولو پوځیانو د ایستلو پلان جوړ کړي، افغان پوځي مشران هم اندېښمن کړي او د دوی د ځواکونو په ځان ډاډ له منځه وړي. نوموړې وویل چې د ځواکونو د ایستلو د اوازو د اغېز په اړه اندېښنه لري ،ده خبریالانو ته وویل:«دا دښمن ته ګټه لري او فکر کوم په یو نه یو ډول یې هڅوي،چې استخباراتي معلومات هم دا خبره تاییدوي»ددې امریکایي پوځي مشرله څرګندونوڅخه په ډاګه دامریکایانو تر منځ دژوراختلاف ،بي باورۍاودکابل په اوسنۍ اردو دبي اعتمادۍ نښې بریښي ،او په دې اندیښنو کې داهم ځلیږې ،چې دکابل اوسنی نظام چې دکومې سپیڅلې روحیی یا مفکورې پر بنسټ نه ،بلکې دبي خرته ډالرو په لګښت جوړشوی ،دومره کمزوری دی ،چې دخارجیانو له وتلووروسته به ژر وشړیږي او له مجاهدینو سره به دمقاومت پر ځای ورته ژر سلامي شي !
داسلامي امارت ددعوت وارشاد اوجلب وجذب کمیسون دراپور له مخې په تیر کال کې سلګونه داردو مسلح عسکر داسلامي امارت له لیکوسره یوځای شوي او دا لړۍ اوسمهال هم په تیزۍ سره روانه ده ،همداسې داردو له منځه پر خارجیانو دتوظیف شویو عسکرومرګونې ګوزارونو هم دامریکایانوبي باوري او اندیښنې زیاتې کړي دي .خو متقابلا داسلاميامارت دمجاهدینو روحیاتي مورچل لاغښتلی اودیوه اوږده جهادي تسلسل دتداوم روحیه یي په تندو کې له ورایه بریښي ،موږ باور لرو چې یاد شوي روان جریانات دفتحې او بریا ښکاره نښې او بشارات دي ، امریکایان چې په دې هیواد کې یې پښې ښویدلي دي له اخراج وروسته به نه وتوانیږي چې خپل ځای ناستی نظام وساتي او یا دخپلو منافعو دفاع ورباندې وکړي.
ان شاء الله په افغانستان کې دامریکا شکست به دشوروي اتحاد دماتې غوندې په نړیواله کچه مثبت نتائج له ځانه سره ولري او له ډیرو محکومو اولسونو به ددې جابر ځواک لمن په ټولیدو شي ، وما ذالک علی الله بعزیز
افغانستان