په لویدیځ کې له هرات ولایت څخه ترلاسه شوی خبر کاږي،چې تېره شپه دلته په یوې ترافیکي پيښه کې له ایرانه نهه تنه را اړول شوي کسان مړه شوي.
د هرات د روغتون مطبوعاتي مسول محمد شفیق شیرزي رسنیو ته ویلي، چې یاد کسان د هرات ښار او اسلام قلعه ترمنځ په لاره کې د یوې سراچه ډوله او ټیلر موټر په ټکر کې مړه شوي.
ویل کېږي، په مړو کې اته تنه یې هغه افغان مهاجر دي چې د ایران له پولې شړل شوي و او یو بل یې د سراچې چلوونکی دی.
همداراز په یوه بل خبر کې راغلي، چې نن سهار د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د زیات اورښت له کبله د یوه کور د چت پریوتلو د یوې کورنۍ دوه غړي مړه او دوه نور ژوبل کړي دي
افغانستان