له ننګرهار ولایت په تازه رارسیدلي خبر کې ویل شوي نن سهار وختي دجلال اباد ښار اولې حوزې ته څو تنه فدايي مجاهدینو له خپلو سپکو او درنو وسلو سره ننوتلې ، خبر زیاتوي فدایانو په اوله حوزه کې سنګر نیولې او له هغه ځایه دولایت مقام، قصر او نور مهم پوځي تاسیسات د درنو او سپکو وسلو تربریدلاندي نیولې.
خبرکاږي لومړی یو تن فدايي مجاهد داولې حوزې پر نظام قراول باندي فدايي برید ترسره او ټول موانع یې له منځه یووړل. او نورو فدایانو ته یې دننوتلو لار خلاصه کړه.
له سیمې وروستي ترلاسه شوي خبرونه وایي، دحملې له ځایه داور لوګي پورته کیږي او د درنو وسلو دډزو اوازونه اوریدل کیږي. له جلال اباد نه مسول مجاهدین خبر ورکوي چې په حمله کې دښمن ته دروند زیان اوښتی خو دتلفاتو دقیقه شمیر تردې مهاله نه ده په ډاګه شوې.
وروستي راپورونه وايي جګړه اوس مهال هم په شدت روانه ده او فدايان په ډیره عالي روحیه مقاومت کوي. ددښمن امنیتي ځواکونه تردې مهاله نه دي توانیدلي چې مقاومت ودروي.
دپیښې په اړه به نور جزیات وروسته خپاره شي.
افغانستان