له کابل نه مسول مجاهدین خبر راکوي نن ماخوستن شاوخوا نهه بجې دکابل ښار په زړه کې میشت دسرینا هوټل ته یو شمیر فدايي مجاهدین له خپلو سپکو او درنو وسلو سره یوځاي ننوتلي او هلته پرمیشتو بهرنیانو او لوړ پوړو دولتي چارواکو یې مخامخ حمله پیل کړې.
له سیمې نه وروستي ترلاسه شوي راپورونه کاږي،په برید کې چې له درنو او سپکو وسلو کار اخیستل کیږي دښمن ته دسر دروند زیان اوښتی، ګڼ شمیر بهرنیان مړه او ژوبل شوي.
دموثقو راپورونو لمخې نن شپه په سرینا هوټل کې خارجي مشاورینو او دکرزي ادارې لوړ پوړو چارواکو او یوشمیر وکیلانو خپل منځي غونډه او محفل درلود چې دخونړي برید ښکار شول.
سرینا هوټل دکابل په ترټولو خوندي سیمه کې موقعیت لري او ددې سیمې امنیت ډیر کلک ساتل کیږي.
دکابل سرینا هوټل دکابل له مهمو ریستورانټونو څخه شمیر کیږي، په یاد هوټل کې هره شپه ګڼ شمیر بهرني میلمانه او دکابل ادارې خارجي مشاورین اوسیږي او استراحت ګاوې لري.
په سیمه کې مسولو مجاهدینو ویلي، دوي وار ترمخ معلومات درلود چې په همدې شپه په سرینا هوټل کې دبهرنیانو او داخلي چارواکو ترمنځ یوه مهمه غونډه ترسره کیږي له همدې امله یې خپل برید په همدې شپه ترسره کړ.
دپیښې په اړه به نور جزیات وروسته په لیکه شي
افغانستان