نن په ننګرهار کې د کابل ادارې اړوند چارواکود تير په څير بيا په جعلي ډول ادعا وکړه چې ګڼې د شيرزاد ولسوالۍ ۱۰ تنه اوسیدنکي مجاهدين له دوی سره سوله کړې او ورسره يوځای شوي دي.
موږ د دښمن دغه ادعا په کلکه ردوو، زموږ اړوند يو مجاهد هم له دښمن سره نه ده يوځای شوی او نه بايد د اسلامي امارت له مجاهدينو ته داسې طمع وشي،زموږ مجاهدين ديو سپيڅلي هدف ترشا د خپل هېواد د آزادۍ مبارزه پرمخ وړي او په مفکوروي لحاظ له يرغلګرو او دهغو له غلامانوسره دمبارزې په دګر کې سر ښندنه کوي، له هغو نه د وسلې کيښودو هيله کول او يا ورپورې دغه راز تهمتونه په جعلي ډول تړل د دښمن په کاملا نامردۍ او بې مروتۍ دلالت کوي.
دښمن پخواهم په ننګرهار او نورو سیمو کې ورته جعلي پروسې جوړې کړي ، رسنيوته يې په نمايشي ډول ښودلي او خپل پنډونه يې پرې اخيستي دي.
ګوډاګيانو بايد اوس درک کړې وي چې د دروغو اوجعل سازيو له لارې ممکن نه ده چې دحق مقابله وشي او د خلکو په سترګو کې خاورې وشيندل شي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی
۱۴۳۵/۵/۱۸هـ ق
۱۳۹۲/۱۲/۲۸هـ ش ــ 2014/3/19م
افغانستان