د لوی خدای په فضل او مهرباني سره د اسلامي امارت مجاهدینو پرله پسې دوه حملې د هیواد په دوو مهمو ځایونو کې په ډیره مېړانه تر سره کړې چې نه پکې یوازي اشغالګرو او داخلي مزدورانو ته سخت ځاني تلفات ورواوښتل بلکي له ډېر غټ مالي زیان سره هم مخامخ شول.
دغه دوه حملې چې یوه پکي د تېر کال په اخرنی ورځ د ننګرهار د حکومتي ارګانونو په مهمو ودانیو کې او بله د کال په اوله ورځ (نوروز) کې په کابل کې په یوه مهم هوتل کې چې ارګ ته تقریبا په ۵۰۰ متري کې پروت دی تر سره شوې.
که څه هم له تکنیکي اړخه د دغو دوو حملو او نورو ترمنځ څه خاص توپیر نشته خو د دغو حملو د وخت ټاکنه له نورو حملو نه یو بېل پیغام لري. دغه حملې که له یوه اړخه د مجاهدینو ځواک او له ډېرو امنیتي خنډونو نه بې پروا د دښمن صفونو ته رسېدنه ښیي خو له بله اړخه د هغو داخلي مزدورانو او په اصطلاح د سیاسي او نظامي مبصرینو، چې شپه او ورځ به یې د تلوېزون او رادیو له لاري بې دلیله پېغامونه خپرول چې تېر شوی کال او وسني کال د مجاهدینو د ضعف او کمزوری کال دی، دا ثابته کړه چې د مجاهدینو ارادې تر وسه له خامي نه دي بلکه مټې يې تر دې دمه لا قوي دي او عزم یې لوړ او اراده یې نوره هم پخه ده چې تر څو دخدای کلیمه نه وي لوړه شوې او خارجې یرغلګر له هیوادڅخه نه وي شړل شوي ، ارام به نه کېني او د هر څومره سخت او زبر ځواک سره به ټټر وهی او له هر ډول خنډونو څخه بې پروا به خپل منزل ته ځانونه رسوي.
دا ټول د لوی خدای په احسان سره او د مجاهدینو د قوی ایمان په برکت سره اشغالګر په هیڅ رنګه خنډ نه دی توانیدلی چې د مجاهدینو مخه ونیسي، او دا خبره تر لمر ښکاره ده چې مجاهدین د وخت په تېرېدو سره نور هم قوي او مستحکم کیږي او هغه ځایونه اوس له حملو سره مخامخ کیږي چې مخکي یې تصور هم نشو کېدای.
نه یوازي د اشغالګرو نظامي قواوي او د دوی مزدوره اداره بلکه د استخباراتو او جاسوسي ټولې ادارې هم د دغو تکتیکونو او پلانونو درک کولو او شنډولو نه بې وسه دی او د دوی نیمګړی عقل نور له ایماني قواوو سره د مبارزې توان نه لري. پدې وروستیو کې مجاهدینو نه یوازي د دښمن محفوظ نظامي مرکزونه په نښه کړي بلکه ډېرو ادارو، د لوړ رتبه حکومتي ارګانونو دفاتر، ولایتي مقامونه حتی د جاسوسې ادارې رئیس او نور لوړ رتبه مقامونه هم دخپلو بریدونوهدف ګرځولي.
د تیرې شپې او تېري ورځې حملې اشغالګرو او داخلي مزدورانو ته دا پیغام ورکوي چې که تاسو ګمان کړی وي چې پدې لښکر او ټکنالوجي به د قوي ایمان ځواک ته شکست ورکړو خو دا ګمان مو له سره وباسئ، او پوه شئ چې قهرمانان نه ستاسي د ډېري شمېرې نه، نه د ډېر اوږده جنګ نه او نه به ستاسو استخباراتي او تبلیغاتي پروګرامونو نه کمزوري او بې وسه شي بلکه هره حادثه او واقعه د مجاهدینو د ایماني قوت او لا زړورتیا سبب ګرځي، او نور به هم مهمو مقاماتو ته داخلېدل تر خپل هدف لاندي راولي.
ان شاء الله هغه ورځي ډېري نږدې دي چې نه به اشغالګر او نه به داخلي مزدوران پدې توانېدای شي چې د ایماني قوت په مخ کې مقاومت وکړي، په نتېجه کې به ټول په ټيټو سترګو خپلو هیوادونو ته ځغلي، په هغه کې به یوازي د هغوی مزدوران اولس ته د حساب ورکولو لپاره پاته وي او د دوی د بادارانو د وحشت او درندګي ځواب به هم په دوی پور وي، و ما ذالك علی الله بعزيز.
افغانستان