نن غرمه ۱۱ بجې د کنړ ولایت مرکز اسعدآباد اړوند د نوي کابل بانک په نامه ودانۍ باندې په داسې حال کې فدايي بريدونه وشول چې د کابل ادارې عسکرو، پوليسو او اربکيانو معاشونه اخیستل .
بریدونه په داسې مهال ترسره شول چې د بانک په دروازه کې ګڼ شمير عسکر، پولیس او اربکیان خپلو نوبتونوته په انظار ولاړ وو.
برید لومړی دفدايي مجاهد عبدالرحمن لخوا د واسکټ په انفجار سره پيل شو چې په دروازه کې يې عسکرو ،پولیسو او اربکيانو ته درنه مرګ ژوبله واړوله، وروسته بل فدايي مجاهد عمران د بانک دوهم منزل ته وخوت چې له عسکرو او پولیسو ډک وو، هلته يې د ۲ ساعتونو لپاره په مسلسل ډول د د ښمن وژلوته دوام ورکړ او دښمن ته له سختو تلفاتو وروسته ، نومړی مجاهد هم دشهادت لوړ مقام ته ورسید. تقبلهم الله
د یادونې وړ ده چې په دغه نښته کې د څارونکو لخوا د ۲۸ تنو مړو عسکرو، پولیسو او اربکیانو اجساد شمیر شوي دي ، خو د بانک دننه هيچاته هم د ننوتلو اجازه نه ورکول کیږي، ترڅو هلته د پرتو مړو شمیره معلومه کړل شي، دمعلوماتو په اساس د هغه بريد له امله چې په لومړي سر کې د بانک په دروازه کې ترسره شو د مروروې ولسوالۍ پخواني امنیه قومندان شوکت په ګډوڼ ۶ اربکیان هم وژل شوي دي .
په برید کې د ځاني تلفاتو ترڅنګ دښمن ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی
۱۴۳۵/۵/۲۴هـ ق
۱۳۹۳/۱/۵هـ ش ــ 2014/3/25
افغانستان