له بدخشان ولايت نه مو خبر ترلاسه کړ چې په جرم ولسوالۍ کې د دښمن د ناتار ډزو له امله 5 تنه ماشومان او ښځې ټپيان شوي دي.
د خبر له مخې عسکرو تېره ورځ په سيمه کې د وسلوال بريد په ترڅ کې د تلفاتو له ليدلو وروسته د ثقيله او خفيفه وسلو ناتار ډزې وکړې چې له امله يې په فرغامنج سيمه کې 5 تنه ټپيان شول.
په پېښه کې د 10 کورونو دروازې هم له منځه تللي او دغه راز نور مالي زيانونه هم خلکو ته اوښتي دي.
2014-03-27
افغانستان