دنړیوالو خبري سرچینو دخبر په حواله دامریکا دټیکساس ایالت کې (دفورټ هډ) په نوم دپوځیانو په یوه لوي نظامي مرکز کې دننه دیوه پوځي له لوري پر نورو پوځیانو مخامخ ډزې شوې ، لومړني معلومات ښه یې چې په برید کې ۴ امریکايان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
خبر زیاتوي لومړی په مرکز کې دننه پر پوځيانو مخامخ ډزې ترسره شوې وروسته دیوې زورورې چاودنې اواز واوریدل شو.
دپیښې ځاي ته ټولې ورغلې لارې د ټرافیکوپه مخ تړل شوي .
په دې پوځي اډه کې پر ۴۰ زره عسکرو برسیره دپوځیانو کورنۍ او نور دولتي منسوبین میشت دي چې تر ۷۰ زرو پوري یې نفوس رسیږي.
د ټیکساس پېښه په دنیا کې په ترټولو لویه پوځي اډه دوسلوال برید دوهمه پیښه ده،لومړي حمله په د۲۰۰۹ م کال کې دیوه پوځي ډاکتر حسن ندال له لوري ترسره شوه چې له امله یې ۱۳ مړه او تر ۳۰ زیات کسان په کې ژوبل شول.
افغانستان