دد دنیا پر مخ هر هغه شی چی تخلیق شوی وی یا جوړ شوی دی ، حیه وی که غیر حیه ، ګرځیدونکی وی او که الوتونکی وی فنا او زوال ورته شته او یوه ورځ به ددی نړۍ څخه ورکیږی او لیری کیږی.هر یو څیز یو آخر لری. هیڅ یو شی دایم نشی پاتی کیدلی او نه ددایم ژوند لپاره پیدا دی-که الهی تخلیق شوی وی او که انسانی جوړ شوی وی. خو یوه خبره شته هغه دا چی دا نده مالومه چی کله او څه وخت به فنا کیږی؟ ددی علم یواځی او یواځی الله سره دی.په قران کریم کی الله جل جلاله فرمایی : كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ]القصص:88ترجمه: هر شی ته فنا شته مګر دهغه د مخ )ذات( څخه.د هر څیز لپاره یو ټاکلی نیټه )اجل(شته ، کله چییی اجل یا ټاکلی نیټه راورسی نو یوه ثانیه بههم نه مخکی او نه وروسته شی. یوه ثانیه خو لا ډیره ده بلکه د مایکرو او مایکرو ثانیی څخه هم نشی مخکی او وروسته کیدلی. الله جل جلا له فرمایی :ولكل أمة أجل فإذا جاء أجلهم لا يستأخرون ساعة ولا يستقدمون . القراناو هر امت لپاره یو ټاکلی نيټه شته ، کله جی یی نیټه راورسیږی نو یوه لحظه به نه وروسته شی او نه مخکی.انسان او مسلمان ته چی دا مالومه ده چی یوه ورځ د فنا کیدونکی شته نو بیا ولی الله جل جلا له طرف ته رجوع نه کوی؟لکه چی قران کی الله فرمایی : أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ . سورة المؤمنونترجمه: ایا تاسی ګومان کوۍ چی تاسی عبث پیدا شوی یاست او تاسی به الله طرف ته نه ورځۍ.نه داسی نده. موږ نه عبث پیدا یو او نه پدی ژوندددنیا کی دایمی پاتی کیدونکی یو . الله جل جلاله موږ د خپل عبادت لپاره پیدا کړی یو او یوه ورځ هغه ته ورتګ دی. نو بیا موږ ولی دومره بی غورهیو چی موږ تامالومه هم ده چی نه عبث پیدا شوی یو او نه تل پاتی کیدونکی یو!!!د بیلګی په توګه که یو شاګرد/محصل ازموینه لری او دی قراری خوبونه وهی او درس نه وایی ، خپلی چکری وهی ، لهو لعب کی اخته وی- او سبا دی امتحان کی بی له کومی تیارۍ او درس ته کینی، څه فکر کوۍ دې به کامیاب شی. دده تمهبه دا وی چی ما به استاذ او معلم کامیاب کړی او بل صنف او سمستر ته به ولاړ شم؟هر ګز نه!!!نو چی په دی دنیا کی د انسان سره دومره غم وی چی د یو وړوکی مضمون لپاره شپی شوګیروی ، ورځی ناارموی او درس ورته وایی؟ دا د څه لپاره؟- یواځی او یواځی چی ناکام نشم او کامیابی می په برخه شی؟خو که ناکام شی څه به وشی؟ یو کال یا یو سمستر به ضایع شی او بس؟ یو کال یو سمستر خو دومره لوی عمر ندی؟موږ سره د شپږو میاشتو او یو کال غم شته خو د هغه ابدالابد ژوند چی نه ختمیدونکی ژوند دی-هغی لپاره موږ څه کړی ، څه مو تیار کړی ؟ څومره خواری مو کړی؟ آخر ولی موږ له دین نه لیری پاتی شوی یو؟د قیامت په ورځ به الله جل جلاله مرګ د یو ګډ په شکل راولی او ذبح به یی کړی-بیا به اعلان وشی چی نن ورځ مرګ ختم شو. او ابدالابد زنګی بهپیل شی.انسان ته چی د هدایت کتاب شته او هغی کی ښه په واضحو ټکو کی لیکل شوی چی انسان به مرې او الله جل جلاله ته به یوه ورځ ودریږی نو بیا ولی انسان هغی دایمی او نه ختمیدونکی ژوند ته تیاری نه کوی؟یو عام مثال به واخلو : که چیرته موږ یو انټرویو لرو هغه که د وظیفی لپاره وی یا د بل څه لپاره وی – موږ ورته څومره پریشانه یو چی څنګه پوښتنی ، کوم موضوع کی رانه سوالونه کوی؟چی یو سړی د انسان سره د مخ کیدو لپاره دومره تیاریانی کوی چی شپی او ورځ ته نه ګوری او درس او لوست ورته کوی .نو دهغه رب چی هغه رب العالمین دی ، مالک الملک دی ، دهغی سره زموږ د مخکیدو او انټرویو لپاره موږ کومی تیاریانی کړی، حال دا چی الله جل جلا له سوالونه هم مخکی له مخکی بیان کړیدی خو د هغه شته او بیان شوی سوالونه ته موږ شا کړی او ډیرې پری ناخبر هم یو؟هر نفس او هر ژوندی څکونکی د مرګ دی، یوه ورځ به دی ، ددی فانی ، بی وفا او نامرده نړۍ څخه یو ورځ ځو !! نو بیا ولی انسان الله جل جلا له طرف ته رجوع نه کوی او دهغه بیان شوی سوالونه نه یادوی؟ او نه یی تکراروی .الله جل جلا له په قران کی فرمایی ؛ کل نفس ذایقهّ الموت …..دعلی کرم الله وجهه به دا شان وو چی کله به مقبری ته تلو نو دومره به یی ژړل چی ږیره مبارکه به یی د اوښکو لمده شوه. صحابه کراموبه عرض وکړو چی یا امیرالمومنین: تاسی ته چی کله د آخر/ دوزخ ذکر وشی دومره نه ژاړۍ خو په قبر لیدو سره تاسی ډیر ژاړۍ.علی کرم الله وجهه ورته اوفرمایل: چی دا قبر د خاورو یو ډیری مه ګڼۍ. دا د جنت د باغیچو نه یوهباغیچه ده او د دوزخ د کندو نه یوه کنده ده، که په دی مرحله کی څوک کامیاب شو نو نوری مرحلی یی کامیابی دی.یو حدیث مفهوم دی چی یو سړی به شهید نه ویخو دی به د شهیدانو صف کی راولاړیږی. صحابه کرامو عرض وکړ: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا څنګه کیدی شی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل ، دا هغه څوک دی څوک چه مرګ ډیر ډیر یادوی.انسان چه کله دی دینا کی وی هر څیز ورسره ملګرتیاکوی، مال ، متاع ، دوستان،خپلوان، سرمایه او نور دژوند اړ شیان – خو کله چی دا دوه سترګی پټی کړی بیا نو ده سره یو څو مخصوص شیان پاتی کیږی. ځینی یی ورسره تر روح پوری وی، ځینی تر قبره پوری ،ځینی یی تر اخرت پوری او ځینییی تر حساب او کتاب ورځی پوری.څلور شیان داسی دی چی انسان سره تر څه ملګرتیاکوی.لمړی: د هغه مال، متاع، سرمایه، پوله پټی، جایداد،جاګیر او نور مادی شیان چی انسان ورسره په ژوندکی ډیر خوند او رنګ اخیستی وو او ددی لپاره یی ډیری هلی ځلی کړی وی ، ډیر کارونه البته دینی کارونه یی ورته پریښی وو خو خبر یاست چی دا شیان تر کومه دانسان سره ملګرتیا کوی؟ یواځیاو یواځی تر هغی چی انسان کی روح وی او دی ژوند وی خو چی کله یی دا سترګی ورپټی سی او روح یی قطع شی بس سمدستی ارتباط پری کوی.دوهم د هغه ښځه، مور، پلار، خپل خپلوان، ملګری اودوستان دی. دا ههغه خلک دی چی دوۍ یی تر قبرهرسوی . په یوه لویه تیاره شوی کنده کی یی غورځوی او ډیرې ډیرې خاوری پری اړوی – ددوۍ یاری او ملګرتیا همدلته ختمیږی.دریم: د هغه اولاد ، او صدقه جاریه ده. نیک اولاد ییکه زیږولی او روزلی وی نو دا یو صدقه جاریه ده. دعا او کوم نیک کارونه یی چی اولاد کوی ، مړی ته به پکی پوره پوره حصه رسیږی. بله دی سړی که چیرته د خیر کار کړی وی ، لکه مسجد یی اباد کړی وی، پل یی ساز کړی وی ، یا مدرسه او داسی نور خیریه او فلاحی کارونه یی کړی وی تر څو چی دا شیان باقی او خلک تری ګټه پورته کوی ، ثواب به یی مړی ته رسیږی.څلورم او اخیرنی ملګری یی نیک اعمال دی . انسان سره نیک اعمال تر د حساب او کتاب ورځی پوری درومی او تر هغی یی نه پریږدی تر څو یی د رب العزت دربار ته مخ کړی نه وی او د هغه شفارس یی نه وی کړی او دا یی اصلی او دایمی ملګری دی.انسان ته لازمه ده چی په دی لنډ ژوند کی داسی ملګری انتخاب کړی چی بیا یی په کار راشی او دقیامت په ورځ د هغه شفارسی وګرځی نه هغه ملګری چی یی بیا د مرۍ طوق وګرځی او د عذاب سبب یی شی.
افغانستان