
ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي وايي چې د نوي حکومت له لوري د کابینې د اعلان ځنډ له افغانستان سره جفا ده.د ولسي جرګې مشر نن د ولسي جرګې په غونډه کېوویل چې د کابینې د اعلان ځنډ په هېواد کې له فساده سره مرسته کوي، او فسادګرو ته د لا ډېرې موقعې زمینه برابروي.عبدالروف ابراهیمي وايي: » ولسشمر په پنځه څلوېښتو ورځو کې د کابینې د اعلان ژمنه کړې وه، ځنډ يې د قانون تر پښو لاندې کول، له هېواد سره جفا او اداري فساد دی.«د نوي حکومت مشر د لوړې په مراسمو کې ژمنه وکړه چې دوی به تر یوې نیمې میاشتې زیات وخت د يوې کاري کابینې لپاره نه مصرفوي.خو د یاد حکومت له پیله نږدې څلور اویا ورځې تېرېږي، چې لا هم د کابینې څرک نه لګېږي.راپورونه وايي چې اشرف غني کلیدي پوسټونو کې د پنځوس-پنځوس وېش پلوی دی؛ خو شریک یې، عبدالله بیا په ټوله کابینه کې د وېش همدا دود غواړي.نیویارک ټایمز ورځپاڼې څه موده وړاندې پخپله یوه ګڼه کې د یو لویديځ سیاستوال له خولې لیکلي و،چې ښايي د افغانستان کابینې اعلان راتلونکي کال تهوځنډېږي.له کابله خپرېدونکي سرنوشت ورځپاڼې بیا په پخپله سرمقاله کې ویلي و، چې له دواړو مشرانو سره نه د کابینې د وړتیا، ژمنتیا او اهلیت غم شته او نه هم د ولس اندېښنه، بلکې دواړه هڅه کوي چې ډېرې څوکۍتر لاسه کړي.دواړه مشران د خپلو ټاکنیزو کمپیانرانو تر سخت فشار لاندې هم دي، چې ځينو د دوی د واک ته رسولو لپاره ډېرې پیسې مصرف کړي دي، چې اوس يې د بدل په تمه دي.په افغان کابینه پسې په دولتي ادارو کې مقررۍ تړل شوې دي، چې په نه اعلان سره يې د کارموندنې ګراف مخ په ځوړ او له دولته ولسي نهیلي مخ په لوړ روانه ده.دا چې نوې کابینه به د کومو معیارونو له مخې جوړېږي؟ نن ټکی اسیا پخپله یوه سرلیکنه کې پرې داسې تبصره کړې ده:»هغه توقعات چې عام ولس یې د کارونو د پرمختګ او بهبود په اړه له راتلونکي کابینې څخه لري فکر نه کیږي چې ترسره دي شي؛ ځکه د ښاغلياشرف د نوې کابینه غړی به هم ټول د ده په څیر دپخوانۍ تجربه شوې ناکامې او په فساد مشهورېادارې له پاتې شونو څخه وي ، همدغه آزمایل شوی مفسدین که په هرمسؤلیت او منصب کې راوستل شي د هغوي کړه وړه او فعالیت به بیاهم فساد وي چې اولس له تیرو ۱۳ کلونو راهیسې دغه واقعیتدسر په سترګو لیدلی.ښاغلی ولسمشر د نوې کابینې په تشکیل کې د مسلکي پوهي او کدري صلاحیت په شتون ټینګارکوي ، خو که په دې اړه د نوموړي قول او عمل ته وکتل شي نو د ده د لومړی مرستیال ښاغلی جنرال دوستم په انتخاب کې نه مسلکیتوب په پام کې نیول شوی او نه هم اداري او کدري صلاحیت.داچې د یوه دولت لومړۍ درجه چارواکي بي تحصیله او غیر کدري کسان وي دهغه د کابینې په غړیوکې به څه ډول لیاقت او مسلکیتوب رعایت کړای شي؟ښايي ولسمشر دخپل حکومت د ښه فعالیت او پرمختګ لپاره ښه نوښتونه په پام کې ولري ، خو د ده په حکومت کې موجود مصلحتونه دی دیته مجبوروي چې په راتلونکي کابینه کې مصلحتونو ته په مسلکیتوب او لیاقت باندې ترجیح ورکړي.«د ولسي جرګې مشر وړاندې هم ویلي و، چې د حکومتله لوري په دوه میاشتې کې د کابینې نه اعلان د حکومت قانوني مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستیدی.
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0