
لوګر په ولایتي شورا او ولسي جرګه کې د دې ولایت د خلکو استازي وايي چې د لوګر درې ولسواليسقوط ته نږدې دي.د لوګر د خلکو استازي وايي چې په لوګر کې ازره،خروار او څرخ ولسوالي پنځه نوي سلنه د طالبانو ترواک لاندې دي او ښايي په نږدې وخت کې سقوط وکړي.په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی اکبر ستانکزی وايي، چې د لوګر ولایت څرخ، ازره او خروار ولسوالي پنځه نوي سلنه د طالبانو تر واک لاندې دي، نوموړی وايي چې دوی څو ځله له دولته غوښتي چې د دې ولسوالیو اړوند دې چوپ نه پاتې کېږي، خو په خبره يې هیڅ مرسته يې نه ده کړې.د لوګر د ولایتي شورا مرستیال هم د اکبر ستانکزيڅرګندونې مني او په خبره يې د لوګر له امنیت سره د کابل امنیت تړلی دی.د لوګر والي بیا وايي چې په لوګر کې د اندېښنې خبره نشته.نیازمحمد امیري رسنیو ته ویلي چې په لوګر کې خلک له نا امنۍ سره مخ او عادت دي او دا وړاندې هم پېښېدل، ځکه خو دومره د اندېښنې خبره نه ده.یاده دې وي د لوګر له خروار سره څېرمه د غزني ولایت زنخان ولسوالي بشپړه د طالبانو تر واک لاندېده او دولت په یاده ولسوالي کې تعمیر نه لري.دولتي چارې يې د غزني په ښار کې په روضه نومي سیمه کې له یوې پوستې ترسره کېږي.دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ یوې روسۍ ورځپاڼې د طالبانو د بیا راګرځېدو او ژر حاکمیت خبر ورکړی و.» کومسومولسکايا پراوډا« ليکي، چې امريکا په افغانستان کې خپل زرګونه عسکر له لاسه ورکړل، زرګونه نور يې شل وشوټ خپلو هېوادونو ته ولاړل، په ميلياردونو ډالر يې ضايع شول، مګر د دې هر څه سربېره طالبان د افغانستان پر ډ ېرو برخو حاکم دي.» د امريکا ولسمشر بارک اوباما ویاړي، چې اسامه بن لادن يې وواژه، مګر اوس هم د طالبانو واک او ځواک مخ پر زياتېدو دی او کېدای شي په ډېره لنډهموده کې طالبان يو ځل بيا پر افغانستان حاکم شي.«e
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0