شېبه وړاندې د ګزرګاه سره نيږدې چاودنه شوې.د سیمې څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې چاودنهد دفاع وزارت د مامورینو پر یوه ۳۰۳ ډوله موټر شوې.طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه واخېست.طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې »مازديګر دکابل ښار پل ارتل سیمه کې د مزدورو عسکرو یو بس موتر تر فدايي بریدلاندې راغی، ګڼ مزدور عسکر قتل او ټپيان دي.«چارواکو منلې چې چاودنه د ملي دفاع وزارت پر منسوبینو شوې ده.د عامې روغتیا وزارت وايي چې دوی ته څوارلس تنه ټپيان وروړل شوي دي.په تېرو ۳ ورځو کې دا درېیمه چاودنه ده چې په کابل کې کیږي. لومړۍ چاودنې د ملي اردو بس، دوهمه د فرانسویانو په کلتوري مرکز او درېیمه یې اوسنۍ ده..د پېښې په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې تلفات زیات دي. په ۳۰۳ بس کې ټول سپاره کسان سوځېدليد کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحماني د پېښې په سیمه کې رسنیو ته همدا شېبه وویل: »د بس دننه چې په بشپړ ډول سوځېدلی، زموږ څېړنې دوام لري. تر اوسه معلومه نه ده چې سرتېری برید و اوکه مقناطیسي ماین و. تر اوسه د تلفاتو په اړه دقیقه خبره نه شم کولای«.نور جزییات وروستا
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0