الجـــــــهاد فی سبیل الله
ننګرهار: چپرهار کې چاودنې دولس پوليس وژلي 2014/12/15
ساعت 16:15 | بازدید : 1351 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ غر اباد سيمه کې طالبانو د پوليسو پر يوه پوسته تکتيکي چاودنه کړې ده.د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې په ياده چاودنه کې څلور پوليس ټپيان شوي دي.د ننګرهار ولايت امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسينمشرقي وال وايي، چې طالبانو دغه چاودنه د موټر په واسطه کړې، مګر يوازې څلور پوليس يې ټپيان کړي دي.د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی ملګرو تېره شپه نهه بجې غراباد سيمه کې د پوليسو پريوه پوسته تکتيکي چاودنه وکړه او د چاودنې په نتيجه کې ۱۲ پوليس وژل شوي دي.مجاهد زياتوي، چې د وژل شوو پوليسو جسدونه اوسهم د پېښې ځای کې پراته دي.د عبدالصبور په نوم د چپرهار ولسوالۍ يو اوسيدونکي نن ټکی اسيا ته وويل، چې طالبانو د کرولا ډوله موټر په واسطه د پوليسو پر پوسته تکيتکي چاودنه کړې او پوسته يې په بشپړه توګه له منځه وړې ده.دغې سرچينې زياته کړه، چې چاودنه د سرتېري بريد په واسطه نه، بلکې کرولا موټر له چاوديدونکو توکيو ډک د پوستې خوا ته درول شوی و او طالبانوله لرې چاودنه ورکړې ده.سيمې څخه د نن ټکی اسيا همکار وايي، چې نن سهار د خان کلي د پوستې پوليس د پېښې ځای تهرا روان و، چې د طالبانو په کمين کې ګير شول او ددواړو لريو تر منځ اوس هم نښته روانه ده.راپورونه کاږي، چې وروستۍ جګړه کې تر اوسه دوهپوليس وژل شوي او څلور طالبان ټپيان دي.ذبيح الله مجاهد وايي، چې د ګډ حکومت له لوري امريکا او ناټو سره امنيتي تړونونو د دوی غوسې اوقهر راپارولی او له همدې امله يې خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی دی.د يادونې وړ ده، چې د ننګرهار ولايت خوږياڼو، شېرزادو، حصارک، چپرهار، شينوارو او ګڼې نورې ولسوالۍ له مرکزونو پرته د طالبانو په کنټرول کېدي او خلک خپلې دعوې او حقوقي مسايل د دولتي قاضيانو پر ځای د طالبانو پر محاکمو حلوي.د ستراتيژيکو چارو څارونکي وايي، چې ننګرهار د افغانستان هغه ستراتيژيکه سيمه ده، که سقوط وکړي، نو د پلازمېنې کابل سقوط ورسره هم نژدې ګڼل کيږي.کارپوهان وايي، چې د ننګرهار خوږياڼو، حصارک، تورغر، چپرهار، سرخرود، شينوارو او يو شمېر نورو ولسواليو په ګډون د پلازمېنې کابل شاوخوا ولسوالوالۍ د طالبانو په واک کې دي.ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی اکبر ستانيکزی وايي، چې د لوګر ازره، خروار، برکي برک، د کابل موسهي او سروبي ولسوالۍ ډېرې برخې د طالبانو په واک کې دي او همدا رنګه د ميدانوردګ، چې د کابل دروازه بلل کيږي، ډېرې سيمه کې له طالبانو سره دي او د حکومت واک يوازې پلازمېنه کابل او د ولسواليو په مرکزونو پورې محدود دی.د ملي امنيت سرپرست ريس رحمت الله نبيل څه موده وړاندې ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د لوګر ولايت ازره او خروار ولسوالي په بشپړه توګه د طالبانو په لاس کې دي او که کابلسقوط کوي، نو له ازرې به يې کوي او دوی هڅه کوي، چې دغه سيمې له طالبانو پاکې کړي، مګر د ښاغلي نبيل له وينا وروسته هم دغه سيمې د طالبانو په واک کې دي، بلکې طالبانو د خپل واک او ځواک ساحه نوره هم پراخه کړې ده.طالبانو د پخوا په پرتله پلازمېنه کابل کې هم خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی او په تل په خپلو اعلاميو کې دا څرګندونې کوي، چې د ګډ حکومت له لوري امريکا او ناټو سره د شوي تړون په غبرګون کې يې خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی او دغه لړۍ به نور هم زور ونيسي.



افغانستان
موضوعات مرتبط: خــــبرونه , ,

|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست










می توانید دیدگاه خود را بنویسید

<-CommentGAvator->
بهار در تاریخ : 1393/9/24/1 - - گفته است :
وبلاگت فوق العادست استشهادته سلام واقعا لذت بردم ، ولی حیف بازدیدت کمه ، چرا با سایت های بزرگ تبادل لینک نمی کنی تا بازدیدت بالا بره ؟ یه سری به این سایت که واست گذاشتم بزن و باهاش تبادل لینک کن . بازدیدت رو از این رو به اون رو می کنه .... فقط یه بار امتحان کن


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 1028
بازدید دیروز : 505
بازدید هفته : 1028
بازدید ماه : 3904
بازدید کل : 97525
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 1028
:: باردید دیروز : 505
:: بازدید هفته : 1028
:: بازدید ماه : 3904
:: بازدید سال : 8882
:: بازدید کلی : 97525