
ګډحکومت د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت مسوولین وايي چې په ټول هېواد کېنږدې درې میلیونه ماشومان سخت ځپل شوي دي، چې دوه میلیونه يې خورا درانده کارونه کوي.سره له دې چې په تېرو کلونو کې یواځې امریکا له افغانستان سره شاوخوا سل میلیارده ډالره مرستهکړې ده او د ماشومانو او بشري حقونو په نامه کمیسیونونه او مؤسسې هم فعالې دي، خو د لا هم د سلګونو زرو ماشومانو درانده کارونه کول اندېښموونکې بلل شوي.د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند علي افتخاري وايي چې له قانوني اړخه تر اتلس کلنۍ ښکته عمر لرونکي کسان ماشومانبلل کېږي چې باید په درندو کارونو ونه ګمارل شي، ځکه چې هغوی له فزیکي اړخه هم د سختو کارونو وس نه لري.د ماشومانو د سختو کارونو تر څنګ زرګونه نور پهبازارونو کې لاسي سوداګري کوي، چې د علي افتخاري په قول دوی د هغو ماشومانو په نسبت چېسخت کارونه کوي، لا ډېر تر رواني فشار لاندې دي.د نوموړي په خبره دوه دېرش میلیونه ډالره نړیواله مرسته يې د ځپلو ماشومانو سره د مرستې په خاطر بېله کړې ده، چې په قول يې تر اوسه پورې يې په ټول هېواد کې دوه څلوېښت دولتي او پنځه څلوېښتو خصوصي وړکتونونه او روزنتونونه جوړ کړي دي.سره له دې چې علي افتخاري د وړکتونونو او روزنتونونو جوړونه لویه لاسته راوړنه بولي خو عام خلک دې مرکزونو ته په ښه سترګه نه ګوري او وايي چې ماشومان يې پکې غیر اخلاقي روزل کېږي.د کابل ښار یو تن اوسېدونکی غلام علی وايي چې ده خپل دوه ماشومان په وړکتون کې داخل کړي و، چې په خبره يې تر ګټه يې تاوان ډېر و.هغه وايي: »هلته، نه دین شته، نه قران نه حدیث؛ ماشومانو په تلویزونونو اموخته کوي، چې بیا د پلار خبره هم تاثیر پرې نه کوي.«په افغانستان له امریکايي یرغل سره جوخت د ماشومانو، ښځو او بشري حقونو په نامه ګڼې دولتي او غیر دولتي ټولنې او مؤسسې فعالې دي چې ځينې يې یواځې د غربي کلتور د ورپيچکارې کولو او پیسو ګټلو مرکزونه بولي.
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0