
طالبانو ویاند »قاري یوسف احمدي« هغه راپورونه ردکړي چې ګواکې د دوی یو شمیر لوړ پوړو استازود متحد عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د افغان حکومت له پلاوي سره د سولې مذاکرات پیل کړي دي.تیره ورځ یوې پاکستانۍ ورځپاڼې )اکسپریس( ليکلي وه چې د طالبانو پخواني وزیر ملا ګل اغا، د عامې روغتیا پخواني وزیر ملا عباس او د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال ملا جلیل د طالبانو په استازیتوب له افغان دولت سره په دوبۍ کې خبرې اترې کړي.خو ښاغلی احمدي دغه اوازې په کلکه ردوي او واييچې »د اسلامي امارت هېڅ استازي د کابل ادارې له کوم پلاوي سره، نه په دوبۍ ښار کې لیده کاته کړي او نه په کوم بل ځای کې«.ښاغلي احمدي نن ټکی اسیا ته په رالیږلې اعلامیه کې ویلي: »دا ډول آوازې د ځینو مغرضو کړیو له خواله دې وړاندې هم څو، څو ځله خپرې شوې دي، چې پههمغه وخت کې اسلامی امارت رد کړې دي«.د اعلامیې په باور هغه رسنۍ چې دا ډول بې بنسټه اوازې خپروي، خپل حیثیت ته زیان رسوي او عامه ذهنیتونه ګډوډي.طالبانو په رسنیو غږ کړی چې د راپورونو په خپرولو کې له دقته کار واخلي او د طالبانو اړوند هر خبر له خپرولو وړاندې باید د دوی له سرچینو څخه سپیناوی وکړي.طالبانو تل ټینګار کړی چې د هر ډول سیاسي تماسونو یوازينۍ مرجع يې په قطر کې سیاسي دفتر دی، خو د شنونکو په اند کابل او اسلام اباد هڅهکوي، چې له دغه ادرسه پرته د طالبانو نورو چاینلونو ته ترجیح ورکړي.
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 5
|
تعداد امتیازدهندگان : 1
|
مجموع امتیاز : 1