
حکومت د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي نن د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وويل په ځينو ولایتونو کې طالبانو خپلو فعالیتونو ته زور ورکړی دی.علومي وویل چې د نوي حکومت له پیل سره طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې خپل فعالیت ګړندی کړی دی او په خبره يې باید مخه يې ونیول شي.د کورنیو چارو وزیر د تر ګواښ لاندې ولایتونو نومونه یاد نه کړل، خو ښايي د ګڼو جنوبي ولایتونو په ګډون يې هغه شمالي ولایتونه هم موخه وي، چې طالبانو په ژمي کې هم خپل فعالیت پکې ګړندی ساتلی و.علومي نن د ولسي جرګې غړو ته وویل چې دوی بهد دې ولایتونو د مسوولینو د لرې کولو لپاره ګام واخلي چې په خبره يې په دندو کې يې بې پرواييکړې ده.د ګډ حکومت له پیل سره نه یوازې افغان چارواکو بلکې بهرنیو ملاتړو يې هم طالبان پر مخ تلونکي بللي دي او ځینو بهرنیو رسنیو طالبان نه یوازې په جګړه کې بلکې په قضايي برخه کې هم د ګډ حکومت په پرتله غښتلي ګڼلي دي او د نیویارک ټایمز په حواله خلک د دولتي محکمو پر ځای د طالبانو قضايي سیستم ته ځکه برتري ورکوي چې دعوې يې ژر او بې رشوته حل کېږي.د کورنیو چارو وزیر د خپلې دندې له پیله دا لومړی ځل دی، چې ولسي جرګې ته د استجواب لپاره را غوښتل کېږي، خو نوموړي په دې لومړنۍ استجوابیه غونډه کې د طالبانو د پرمختګ او ګړندي فعالیت اندېښنه ښکاره کړه.دا په داسې حال کې دی چې طالبان به ښايي د نويلمریز کال له پیل سره د خپلو نویو عملیاتو په پلان او پیل فکر کوي، چې ممکن تر پخوانیو عملیاتو لا هم ګډ حکومت ته چې بهرنی پوځي ملاتړ ترې نسبتاً کم شوی له اندېښنو خالي نه وي.
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0