دحوثیانو په ضد دعربائتلاف عملیات په دوهمه ورځ هم ادامه لري، نن دیمن په بېلابېلو سیموکي دحوثيانو مهم مرکزونه ویشتل شوي او لسګونه کسان وژل شوي دي.دسعودي عربستان په مشرۍ دعرب ائتلاف الوتکو نن په صنعا کي دولسمشرۍ ماڼۍ، دصنعا په جنوب کي دوسلو زيرمي او په مارب کي دهوايي دفاع دمیزائلومرکز ویشتلي دي.دروئيټر خبري اژانس ویلي، چي په مارب کي درادار اسټيشن له منځه وړل شوی او په دغه ولایت کي دحوثیانو مهم مرکز بمبار شوی دی.دیمن په جنوب دضالعپه مریس سیمه کيدیمن دپخواني ولسمشر عبدالله صالحدوسله والو ملېشو اړوند دصدرین مرکز هم بمبار شوی دی.دیمن په پلازمینه کي دځانګړو ځواکونومرکز، چي اوس حوثیان پکي میشت دي او دصباحه پوځي مرکز بمبار شوی دی.راپورونه وايي، چي په حدیدة ولایت کي دصلیپ په بندګاه کي دحوثیانو دهوايي دفاع مرکز ویشتل شوی دی.په تعز ولایت کي عیني شاهدانو ویلي، چي دیاد ولایت په ختیځ کي دطارق پوځي اډه بمبار شوې ده، دغه مرکز ته دوه ورځي وړانديحوثیانو الوتکي اووسلې لېږدولې وې.دالعند، استقبال او المجد پوځي مرکزونههم بمباري شوي دي.په وروستیو راپورونو کي ویل شوي، چي په ټول یمن کي دحوثیانو مرکزونه تر بمبار لاندي دي.دعاصفة الحزم دعملیاتوویاند تیره شپه وویل، چي دحوثیانو په ضد به دسعودي په مشرۍ دلسو هیوادونو عملیات تر هغو روان وي، چي ترڅو خپلو اهدافو ته رسیږو.له بله پلوه راپورونهوايي، چي دیمن په بیضاء، ضالع او نورو سیمو کي دحوثیانو او قبائلو ترمنځ سختي جګړې رواني دي.دعرب ائتلاف دبمباريله امله حوثیان دپخوا په څېر مقاومت نشيکولای او دقبائلو چيدانصارالشریعة دډلي ملاتړ ورسره دی تر سختو بریدونو لانديدي.داسي راپورونه هم ورکړل شوي، چي دعرب ائتلاف دبمباريله امله دحوثیانو او عبدالله صالح دملېشو ترمنځ اختلافات را ټوکېدلي دي، ویل کیږي، چي دواړه لوري یو بل په خیانت تورنوي.په یوه تازه راپور کي وویل شول، چي په عدن کي دیوه کمين په ترڅ کي ۲۱ حوثیان وژل شويدي.
کد را وارد نمایید:
عضو شوید
عضویت سریع
ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟
آمار وب سایت:
بازدید امروز : 784 بازدید دیروز : 505 بازدید هفته : 784 بازدید ماه : 3660 بازدید کل : 97281 تعداد مطالب : 958 تعداد نظرات : 57 تعداد آنلاین : 2 استشهاد ته سلام
تبادل لینک هوشمند برای تبادل لینک ابتدا ما را با عنوان داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد.
آمار مطالب
آمار کاربران
کاربران آنلاین
آمار بازدید