
جعفر رضي الله عنه د علي کرم الله وجهه ورور و او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د تره زوی و. دی حبشې ته د لومړني هجرت او د اسلام د لومړي سياسي اقدام بارز شخصيت و. دې انسان ډېرې ځانګړتياوې لرلې. کله چې د مکې د مشرکينو له لوري سخنور عمروبن العاص د دوی پر ضد د حبشې پاچا نجاشي ته ولېږل شو، ده ورسره داسې مناظره وکړه، چې هم يې مهاجرو مسلمانانو ته نجات ورکړ او هم د نجاشي د مسلمانېدو لامل شو.
کله چې رسول عليه السلام خيبر فتح کاوه، دی په همدې کال له حبشې څخه مدينې ته ورستون شو. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورپاڅېد، په تندي يې ښکل کړ او ورته يې وويل : نه پوهېږم چې ستا د راتګ خوشالي ولمانځم او که د خيبر د فتحې خوشالي! کله چې مکه فتحه کېدله جعفر رضي الله عنه د رسول عليه السلام د اسپې مهار يې نيولی و. ورته يې وويل : جعفره زما د صورت او سيرت په څېر يې!
د مسلمانانو په يوه لښکر کې مؤته غزا ته لاړ. صليبي کفر سره د اسلام لومړۍ مقابله وه. صليبي کفر يو لک لښکر رامخکې کړ او مسلمانان درې زره کسان وو. د غزا لومړنی قومندان زيد بن حارثه وټاکل شو، د هغه له شهادت څخه وروسته جعفر ټاکل شوی و. کله چې جګړه ونښته، زيد بن حارثة شهيد شو. بيرغ جعفر رضي الله عنه پورته کړ. دښمن يې ښی لاس په توره وواهه، بيرغ يې په چپ لاس ونيو، دښمن ورته چپ لاس وواهه، بيرغ يې د مټو په زور مرۍ سره کلک ونيو، بالاخره چې شهيد شو. مخامخ بدن يې څه باندې شل زخمونه خوړلي وو، رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينه کې ژړل ويل يې چې جعفر شهيد شو او الله جل جلاله به په جنت کې د دواړو لاسونو پر ځای دوه وزرې ورکړي او د جنت هر ځای ته چې يې خوښه وي، په الوتو به ورځي. له همدې کبله ورته ذوالجناحين هم وايي!
دا د اسلام لپاره د مثالي سرښندنې مثال و او دغه ورته د رسول الله صلی الله عليه وسلم شاهدي. له تېرو دولسو کلونو زموږ هېواد کې د اسلام فدايان په داسې هېښوونکې بڼه سرونه ښندي چې نړۍ يې بېلګه نه وه ليدلې. د تېرې لړۍ يوه کړۍ نن ننګرهار کې اوو اتلو فدايانو زياته کړه. د دښمن په مهم مرکز يې داسې نا ببره بريد وکړ، چې د سيمې خلک ورته ګوته په غاښ پاتې شول.
د غني خېلو د سيمې دا بيس دا دولس کاله د دښمن د دومره کلک حراست لاندې پاتې شوی و، چې د هيڅ ډول بريد زور يې نه مانه، بالاخره د اسلام د هغه سر سپارلو فدايانو د هډونو ښکار شو، چې تاريخ به يې هېر نه کړای شي. دې بيس کې د امريکا د سپيشل فورس ماهر افراد دېره وو. خپلو افغان لاسپوڅو ته يې د چاپو وهلو او ډله ييزو وژنو روزنه ورکوله. دوی مکرونه جوړول او الله جل جلاله ورته بل مکر جوړ کړ. که کوم يو يې روغ پاتې وي، نو هم به روغ نه وي پاتې.
مخکې مو د جعفر رضي الله عنه د سرښندنو مثالونه ولوستل، چې د اسلام د بيرغ لپاره يې يو لاس ورکړ، په بل يې ونيو هغه يې هم له لاسه ورکړ، د غاړې او مټو تر منځ يې ونيو، ان چې د دښمن په نېزه شهيد شو. د اسلام پيغمبر ورته د طيار(پيلوټ) لقب ورکړ، چې په جنت کې به يې د لاسونو بدل کې وزرې وي او چې دجنت هر ځای ته يې خوښه شي، هلته به په الوتو الوتو ځي.
پورتني مثال ته په کتو او د اوسنيو فدايانو د سرښندنو له ارزولو ورسته دا سوال پيدا شي، چې د الله د لارې دې سپاهيانو ته به څه ورکول کيږي؟ هغه دوه لاسونه ورکړل، بدل کې به يې جنت کې دوه وزرې وي، دوی خو ټول جسم او هډ نذرانه کړی. څومره کلک ځای، څومره کلک حراست، څومره کلکه وداني، څومره کلک برجونه او څومره کلک تدابير د دې تنکيو غوښو او هډونو له زوره نړيږي!؟....آه
همدغه د پورتني مثال په استناد ويلی شو، چې دا د جعفر رضي الله عنه لاروي دي او همدوی ان شاءالله د جنت پيلوټان دي، دوی د اوسني کفر د سختو تدابيرو ماتوونکي، دوی د مسلط کفر ماتوونکي، دوی د عقب نشينو اسلامي لښکرو غالبوونکي، دوی د مظلومو مسلمانانو انتقام اخستونکي او بالاخره دوی د الله جل جلاله پر زمکه د همغه لوړ ذات د نظام راوستونکي دي.
د غني خېلو د فدايي بريد فدايان ډېر عجيبه وو. د يوه نوم بدرالدين بلال و. تره يې ميا سميع الدين روژه کې د مرتدې اردو د يوه کمين په ترڅ کې شهيد شوی و، ده به همدا ويل چې زه مې تره ته ورځم، دغه دی نن به يې روحونو سره ملاقات کړی وي، يو بل ته به يې خپل حال احوال ويلی وي، خو خدای خبر چې د دې ترخې دنيا په اړه به د دواړه څه تبصره وي؟
يو فدايي د ځاځيو و، مستعار نوم يې محمد خوښ کړی و، خپل نوم يې عبدالعزيز و. شپږ مياشتې يې د واده کېدلې، يو وار خوست کې امريکايانو له بريد مخکې ونيو، څو کاله بندي و، چې راخوشې شو،ځان يې د تورې بوړې جهادي محاذ د فدايانو کنډک ته راورساوه. همدا يې ويل چې د شهادت مزه ګورم او د الله جل جلاله د ديدار تږی يم. (وَعَجِلًتُ اِلَيکَ رَبِ لِتَرضَی). دغه دی ورغی، څومره عالي احساس! څومره لوړه غوښتنه! څومره لوړ مقام او څومره لوړه جائزه!
پرون چې د امريکا سناتورانو ګراهام او مکين ځان خوشالوه، نن به يې خپل مورال بايللي پوځيان ليدلي وي، نن به ورته خپل سپيشل فورس د اتلولۍ او سرښندنې مثالونه ويلي وي! يقين دی، چې نن به او هر کله چې داسې اتلوال بريدونه کيږي، د دوی زړونه د رعب او وېرې له کبله د دوی د بدن هر قُطر ګوري، د دوی داسې حالت او د زړه قراري يو ناشونی کار بريښي!
استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0
صفحه قبل 2 3 4 5 ... 96 صفحه بعد