الجـــــــهاد فی سبیل الله
بدخشان جرم کی 7 اربکیانو ته مرګ ژوبله واوښته لیکوال ذبیح الله مجاهد 2014/2/26
ساعت 13:5 | بازدید : 459 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات 0 )

د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې د دمخامخ نښتې په مهال 7 اربکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نښته په کيو سيمه کې نن سهارمهال 8 بجې رامنځته شوه چې له درنو او سپکو وسلو څخه پکې کار واخيستل شو او تر 10 بجو پوري يې دوام درلود.

په نښته کې 4 اربکيان وژل شوي او 3 نور مرګوني ټپيان شوي دي، مجاهدين وايي نور اربکيان له سيمي نه په تېښته بریالي شول او 3 مړي يې تر اوسه پوري په سيمه کې پراته دي.

مجاهدينو د دښمن 3 میله وسله او يو شمېر مهمات د غنيمت په توګه ترلاسه کړل.

2014-02-25

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


په غازې اباد کې ريښتيا څه پيښ شول؟ دپیښې ناویلې کیسه دذبیح الله مجاهد له خولې تفصيل نېټه: سه شنبه,
ساعت 16:37 | بازدید : 638 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات 0 )

د دښمن په صف کې دومره نفوذ چې هغه دې د یو لوی مرکز د سقوط او د لسهاووتنو عسکرو د مرګ سبب شي پخپله د مجاهدینو د داعې په مؤثر والي، نظم او هوډ مندۍ باندي دلالت کوي
دغازې اباد په حمله کې مجاهدینوغوښتل چې ټول عسکر ژوندي ونیسي.
موږ د کورني مزدور دښمن په وړاندې په لومړي سر کې د مرګ طرف دار نه يو، که حقيقت درک کړي اود ځان او کورني د نجات په فکر کې شي مجاهدین به ورسره ښه چلند وکړي

داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد

محترم مجاهدصاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

درې ورځې وړاندې دکنړ ولایت په غازي اباد ولسوالي کې داسلامي امارت مجاهدینو داجیرې اردو په یوه لوي پوځي مرکز پراخ وسلوال برید ترسره کړ چې په نتیجه کې یې ګڼ شمیر عسکر مړه او ژوبل شول او ۶تنه نور یې له ځان سره ژوندي یو و ړل.

په دې کامیابو عملیاتو کې چې دښمن ته د سر او مال دروند زیان واوښت،د کابل ادارې پوځي چارواکې سخت وارخطا کړي، اوس غواړي چې حملې ته بل رنګ ورکړي او داصلي صورتحال په بدلولو سره خپل شکست او ضعف له خلګو په پټ وساتي.

محترم ! که دغازې اباد دسترې حماسې په اړه دالاماره پاڼې له مراجعینو سره خپل معلومات شریک کړي اوزموږ لاندې پوښتنو ته ځواب ووایاست خوښ به سو.

(اداره)

۱-- دښمن ادعا کوي چې دغازي اباد حمله چې خورا قوي وه داسلامي امارت مجاهدینو نه ده کړې په دې کې دنورو استخباراتي کړیو لاس دي ستاسو معلومات څه دي په دې اړه، که دپيښې په اصلي حقیقت مو خبر کړي؟

ځواب ــ وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

هيله کوم عمران خلیل صاحب تاسو او ټول لوستلوال زما سلامونه او نيکې هيلې ومنئ!

راځم ستاسو دلومړۍ پوښتنې ځواب ته ، د دښمن ادعا او همدا راز لا هم مجاهدین کمزوري بلل بې له دې چې پخپل عقل باندي ملنډې ووهي بل څه نه دي، مجاهدينو پوره ديارلس کاله د ۴۹ په وسلو او تکنالوژي مجهزو هیوادو سره کلکه مقابل وکړه او له ماتې سره یې مخ کړل، نو دکابل ادارې يوه مرکز به څه شی وي چې مجاهدين ورنه عاجز وبلل شي؟

يو نهضت چې په ايماني وسله سمبال وي، زیات له دوو لسیزو د جګړو او جهاد تجربه ولري، بیا هم هغه کمزری بلل او لاسته راوړنې يې د بل چاپورې تړل، فکر کوم بې له دې چې ځانونه تير باسي بل څه نشو ورته ويلای.

جهاد په هيڅ ځای کې هم د استخباراتو کار نه ده، موږ شاهدان يو چې استخبارات ټول د امریکا په پلو ولاړ دي او د مجاهدينو په ضد په مختلفو ځایونو کې بیلا بیلې پروسې پرمخ وړي.

زموږ دمیړانې او تورې نتايج په پردو پورې نښلول زموږ په لنډ تاریخ کې دهر باطل او پردۍ پال جهت عادت ګرځيدلی او دا پروپاګند به بې له دې چې کومه مطلوبه نتیجه پرې مرتبه شي پخپله باطليږي اوحقايقو په تغير کې به هيڅ اثر نه لري.

د غازې آباد ولسوالۍ په شیرغچ سیمه کې د دښمن په مهم مرکز چې د (سونک په بیس)هم مشهور وو، عملیات د تقريبا ۵۰ تنو مجاهدینو لخوا ترسره شول.

له برید نه وړاندي د ياد مرکز ۴ تنه عسکر دمجاهدینو سره په تماس کې شوي وو او ژمنه يي کړې وه چې مجاهدینو ته به دمرکز په دننه کې د عملیاتو زمینه مساعده وي، همداسې وشول دوه ورځې وړاندې يې مجاهدينو ته د عملیاتو لپاره د ورتګ راپور ورکړ سملاسي ۵۰ تنه مجاهدين هم دبرید په موخه دسونک مرکز د نيولو لپاره تیار او سيمې ته ورسیدل.

د بريد پلان دا ووچې ۲۵ کسان به مرکز ته داخلیږي او ۲۵ کسان به په دفاعي حالت کې بهر سنګرونه نيسي او عملیات به ترسره کوي، همداسې وشول د قومندان غازي محمود هلمندي په مشرۍ ۲۵ کسيز ګروپ مرکز ته داخل شو او نورو مجاهدینو بهر سنګرونه ونيول، د مجاهدينو هیله داوه چې د بيس ټول عسکر ژوندي ونيسي او د مرکز د وسلو او مهماتو سره یې له ځانه سره يوسي، خو متأسفانه چې د بيس دننه عسکرو چې کله د مجاهدینو په داخليدو او دجنليټر په چالانولو باندي راويښ شول نو د تسليمۍ غږ ته يي اعتناء ونه کړه بلکی په مجاهدینو باندي يې ډزې پيل کړي، چې له ډزو سره سم مجاهدينو ته هم د اور امر وشو او په بيس کې دننه عسکر ټول په نښته کې ووژل شول.

په دغه نښته کې زموږ ۲ تنه مجاهدین چې يو په کې غازي محمود هلمندی وو هم شهیدان او۲ تنه ټپيان شول.

دیادونې ده چې غازي محمود هلمندی هغه عسکر وو چې دوه کاله وړاندي يې په همدې غازې آباد کې د امريکايي عسکرو په ضد عملیات ترسره کړل ګڼ شمیر يي قتل کړل او بیا په فاتحانه ډول د مجاهدینو سره يوځای شوي وو، نوموړی قهرمان مجاهد تر اوسه پورې په غازې اباد کې په جهاد بوخت وو او مجاهدينو لخوا دڅوتنو قومانده ورسپارل شوي وه، چې د سونک بیس په عملیاتو کې خپل وروستي هدف شهادت ته په بريالیتوب سره ورسید. تقبله الله

په شهیدانو کې ديوه شهيد جسدهم د دښمن په سیمه کې پاتې وو.

بايد هيره نه کړو چې دهغو رابطه درلودونکو عسکرو په وينا په بيس کې ۴۵ عسکر اوسیدل چې له هغه جملي نه ۴ تنه يي له مجاهدینو سره يوځای شول، ۲ تنه اسیران شول او ۲تنه نور په تيښته بريالی شوي دي، نور يو هم ژوندی نه ده پاتې بلکې ټول وژل شوي دي.

همدا راز د دښمن ۱۶ميله امریکايي وسله، ۲ قبضې راکيټ، ۳ ميله پيکا ماشيندار، يو پسلګد توپ،يوه پایه هوان غنيمت شوي او ډیر نور د مرکز مهمات او نظامي توکي سوزول شوي دي.

۲-- له حملې وروسته د دښمن امنیتي کړیوضد او نقیض راپورونه ورکړل، دکابل ادارې پوځي ویاند عظیمي وویل چې برید دیوې رابطې لمخې شوی، دکنړ والي دا خبر رد کړه او پړه یې په استخباراتو واچوله چې ولې یې تروخت مخکې معلومات نه دي ورکړي،څه وجه ده چې دښمن دې ډول څرګندونو ته مجبوريږي؟

ځواب ــ اصلي واقعه هغه څه وه چې ما تاسو ته پورته ذکر کړه، البته د دښمن سرسامي او ګډوډ افواهات د دې معنی لري چې دښمن په دغه بريد سره سخت ګوزار وخوړ، په عمومي شکل يې د ټولو عسکرو مورال او روحيه ځپل شوی، جنرالان او مشران يې هڅه کوي، کله يو خوا خوله واچوي او کله هم بل خوا، تورونه پورې کړي، مجاهدین بدنام کړي، لاسته راوړنې يې پردۍ وبولي، خو داسې بې تأثيره غورځې پرځې به يي هيڅ ګټه ورته ونه کړي، تاسو شاهد یاست چې نن د کابل ادارې په اصطلاح د دفاع وزارت وياند د نوي عملیاتو اعلان او په راتلونکو دريو مياشتو کې يې د مجاهدينو په ضد د غورځو پرځويادونه وکړه، په داسې حال کې چې موږ تیرکال د دښمن له پنجه شير نه رانيولي تر دمب روبا پورې ټول عملیات ولیدل، په هرځای کې له تلفاتو سره مخ شول، وځپل شول، فغان يي پورته شو، د لوګر په ازره کې علميات، د ننګرهار په حصارک کې په کراتو عملیات او سیمه له مجاهدينونه خالی کړې اعلانول، په هلمند کې علمیات چې بیايې غږ ورک شو، په بدخشان کې په ځلونو عملیات او تلفات لیدل، په شیرزادو او خوګياڼو کې عملیات او بیا له تلفاتو سره ځغاسته، د لوګر په برکی برک کې د عملیاتو اعلان او بیا نادرکه کيدل، د غور بند درې په مختلفو سیموکې زور ازیمول او بیا له تلفاتوسره تيښته او داسې نورې ګڼې ادعاګانې يې ټولې د مجاهدينو دغيرت او ايمان دارۍ له امله خنثی شوي، په داسې زار او سوليدلي حال کې د نورو علمیاتو خبره پخپله په يوډل د وارخطايي د کابو کولو معنی لري چې غواړي پاتي شوني عسکر او پولیس له لا زياتې سربدالۍ نه وژغوري او کاذب اميدونه ورکړي.

زموږ په اند هغو ټولو عسکرو او پولیسوته چې زموږ هيوادوال دي، دڅو پيسو لپاره خپل ژوند له امریکايي ګټو قربانوي او ځانونه په يوه حساس تاريخي پړاوکې په باطل پکت کې ثبتوي، خپل آخرت جنهم ګرځوي، خپل کور، مور او پلار په وير اخته کوي، خپله تورسرۍ او ماشومان بې سرپرسته کوي په کارده چې لږ په ګریوان کې سر ټيټ کړي، لږ له ځانه سره محاسبه وکړي، که نور په هيڅ نه پوهيږي د خپلو سیمو دیني عالمانوته دې رجوع وکړي او د حالاتو په اړه دي شرعي مسئله ترې وپوښتي، که نور هيڅ نه وي په هره ممکنه لاره چي وي د دښمن له صفه دي ووځي، خپل ژوند، اخرت او کورنۍ ته دې نجات ورکړي، د کابل د مفسدينو او د امریکايي يرغلګرو په قومانده نور هم خپله اينده خرابول په والله چې د افسوس وړ دي ، والله که مو پرې لوريږي چې دوزخ ته لاړشي ، بايد ځانونه نور په هلاکت کې وانچوي که په جګړه هم اخته کړل شول کولای شي د جګړې په ډګر کې له مجاهدينو سره تماس ونيسي او له ځانوڅخه لکه غازي محمود هلمندی غوندي غيرتي ، مسلمان او ريښتونی افغان عسکر جوړ کړي.

۳-- دکابل ادارې پوځي ویاندرسنیو ته ویلي چې دوي داسي اسناد په لاس کې لري چې په سلګونو پاکستاني.،عرب اوچیچنیایي مجاهدینو په برید کې برخه اخیستې وه دا خبره ترکومه ځایه حقیقت لري؟

ځواب ــ زه خپل ولس ته دا ویل غواړم چې کله مو هم د دښمن له خولې دغه ډول ضد او نقيض ويناوي اورېدې نو پوه شي چې دښمن هم وارخطا ده او هم غواړي په بې شرمۍ سره په خپلو ماتو او رسواييو پرده واچوي.

اوس داخبره د غلامانو د پيژندلو علامه ګرځيدلې چې خپله واوره په پردو بامونو غورځوي او د مجاهدینو لاسته راوړنې د بیلابیلو استخباراتي کړيو تر لکۍ پورې تړي، لا هم د مجاهدينو، نه تشخيص او ګردار يي نه پيژندل د بزدلي ترڅنګ د دښمن په پاخه جهالت هم دلالت کوي، ما مخکې يادونه وکړه چې د غازي آباد په بريد کې صرف ۵۰ مجاهدينو ګډون کړی وو، په هغو کې يوتن (شهيد غازي محمود) د هلمند ولايت مربوط وو نور ټول مجاهدين په خپله د غازې آباد ولسوالۍ او اکثره د سونک سیمې اړوند وو، نور د بلې ولسوالۍ يا بل ولایت يو مجاهد هم ورسره نه وو، داخبره خو پريږده چې دبل هیواد مجاهدینو يا هم خدای مکړه د کوم هیواد استخباراتو به په کې ونډه لرلي وي .

۴-- ددښمن چارواکې په تکرار سره په رسنیو کې داخبر کوي چې له طالبانو سره ددرې تنه داردو عسکر په تماس کې وو او دهغو په توسط دا کار شوی،غواړي چې په دې څرګندونو دمجاهدینو رول کم وښیې ایا داردو په عسکرو کې نفوذ خپله یوه بریا نده ؟

ځواب ــ د دښمن په صف کې دومره نفوذ چې هغه دې د یو لوی مرکز د سقوط او د لسهاووتنو عسکرو د مرګ سبب شي پخپله د مجاهدینو د داعې په مؤثر والي، نظم او هوډ مندۍ باندي دلالت کوي، اوس الحمدلله د مجاهدينو پيغام تر هرچا رسیدلی که د دښمن په صف کې دننه خلک حقائق درک کړي او له جهادي صف سره يوځای شي دا که له يوې خوا د راغلو عسکرو په ايماندارۍ او حقيقت پيژندنې باندې دلالت کوي ورسره د مجاهدينو په خورا فعال اوسیدلو او د دښمن په وړاندې له راز راز تکتيکونو نه په سالمه استفاده هم دلالت کوي.

موږ د کورني مزدور دښمن په وړاندې په لومړي سر کې د مرګ طرف دار نه يو، که د دښمن په صف کې خلک ولوکه په هره سویه او هرسیمه کې وي مخکې له دې چې په مسلح شکل د مجاهدينو سره د مقابلې لپاره را ووځي که حقيقت درک کړي اود ځان او کورني د نجات په فکر کې شي مجاهدین به ورسره ښه چلند وکړي او حقيقت ته په غاړه کيښودلو باندې به يي وستايي.

۵-- دبرید په مهال مجاهدینو له ځان سره څو تنه عسکر ژوندي بیولي دهغوي په اړه ستاسو معلومات څه دي اوس هم دمجاهدینو په لاس کې دي؟

ځواب ــ د برید نه وروسته ۶ تنه عسکر د مجاهدينو سره راغلي دي چې په هغو کې ۴ تنو يې له مجاهدينو سره مخکنی تماس درلود او ۲ تنه يې د جګړې په نتیجه کې اسيران شوي دي.

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


فارياب قيصار كي يو اربكي قومندان وژل شوي ليكوال قاري يوسف احمدي2014/2/25
ساعت 13:1 | بازدید : 381 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات 0 )

دفاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې له اجیردښمن سره سخته جګړه شوي

له سیمي نه په ترلاسه شوي خبرکې مسؤول مجاهدین وایې : جګړه پرون ورځ دیادي ولسوالۍ اړوند دیکه باغ په سیمه کې له اجیروعسکرو سره ونښته چې ترماسخوتن ناوخته پوري یې دوام وکړ

په جګړه کې یوتن اربکی قومندان ځای په ځای قتل اویوبل داجیري اردو عسکرسخت ژوبل شو

2014/2/25

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


زابل شهرصفا كي په موټریز ګزمه برید شوی لیکوال قاری محمد یوسف احمدی2014/2/25
ساعت 12:57 | بازدید : 335 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات 0 )

دزابل ولایت له شهرصفاولسوالۍ کې ددښمن په موټریزه ګزمه وسلوال بریدترسره شو

له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : بریدپرون مازدیګر5 بجې دیادي ولسوالۍمرکزته څیرمه ددښمن په موټریزه ګزمه ترسره شو

په بریدکې سپکي اودرنې وسلې وکارول شوي په پایله کې یې دښمن ته داوښتو تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي

2014/2/25

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کابل اداری د کورنی چارو وزارت خبرپانۍ تردید لیکوال ذبیح الله مجاهد2014/2/25
ساعت 12:53 | بازدید : 452 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات 1 )

دکابل ادارې دکورنيوچارو وزارت دخپل عادت له مخې نن بيا پروپاګند خپور کړ او ادعاي وکړه چې ګنې دوي او بهرنيو بادارانو يې په تيرو۲۴ ساعتونوکې دهيواد په بیلابیلو سیمو کې۷۶ تنه مجاهدين شهيدان ۲ يې ټپيان او۹ تنه يي هم ژوندي نيول دي ،همدا راز دعوه کوي چې په يوشمیر ولايتونو کې يې دغه په اصطلاح چاڼيز عمليات ترسره کړي او پسې اوږدوي چې يوشمیر وسلې او مهمات يې هم تر لاسه کړي .

موږ د دښمن پورته له حقيقت نه لرې ادعا په کلکه ردوو، دښمن هره ورځ د مجاهدين تلفاتو خبرونه خپروي او په دې پروپاګند سره غواړي ځان کامياب معرفي کړي، په داسې حال کې چې د مجاهدينو په وړاندي يې په هر محاذ کې رسوا ماتې خوړلې، بل پلو دښمن ملکي خلک هم نيسي او ځوروي چې بیا يي دمجاهدینو په نوم اعلانوي .

په تيرو څلورويشتو ساعتونو کې دخالد بن وليد عملیاتو په جريان کې د کنړ، ننګرهار، کابل، لوګر، زابل ، کندهار، هلمند، ارزګان ، هرات ، بادغيس ، خوست ، پکتيکا او غزني ولایتونو په بیلابيلو سيمو کې داسلامی امارت دمجاهدینو لخوا په بهرنيو عسکرو او کورنيو اجيرانوګڼ بريدونه ترسره شوي چې له امله ېې زيات شمير بهرني او کورني دښمنان قتل او ټپيان شوي دې او ددښمن يوشميرزغروال ټانکونه او رينجر موټرهم د انفجارونو او کمين بريدونو له امله له منځه تللي .

په تيرو ۲۴ ساعتونو کې زموږ ۵ تنه مجاهدين شهيدان او ۳ ټپيان دي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی

۱۴۳۵/۴/۲۵هـ ق

۱۳۹۲/۱۲/۶هـ ش ــ 2014/2/25م

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کونړ سرګاڼو کی له اشغالګرو سره نښته شوی لیکوال ذبیح الله مجاهد2014/2/25
ساعت 9:22 | بازدید : 345 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات 1 )

(د کونړ ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د اسلامي امارت مسؤلو مجاهدينو له اشغالګرو عسکرو سره خونړۍ نښته ترسره کړه.

نښته تېره شپه 11 بجې په ګلاپړي سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې اشغالګرو عسکرو په مجاهدينو چاپه ووهله، نښته کابو دوه ساعته وغځېده او په ترڅ کې يې دښمن ته درنه مرګ ژوبله واوښته اما کره شمېره يې د شپې د تيارې له کبله څرګنده نه شوه.

د دښمن عسکر له دوه ساعته شديد مقاومت او تلفاتو له ګاللو وروسته له سيمي نه په تېښته بريالي شول.

د دښمن په متقابلو ډزو کې د اسلامي امارت يو مجاهد د شهادت لوړ مقام ته ورسېد، انالله وانا اليه راجعون.

2014-02-25

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


غازي اباد په جګړه کی دوه موټر ویجاړ شول لیکوال ذبیح الله مجاهد2014/2/25
ساعت 9:20 | بازدید : 300 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات 0 )

له غازي اباد نه د دښمن په موټريزه قوه د وسلوال بريد خبر ورکړل شو.

خبر کاږي قوه چې سونک بيس ته تللي او بيرته د ستنېدو په حال کې وه بيګا شپه 10 بجې په جلاله سيمه کې پرې لومړی چاودنه وشوه او بيا تر سخت بريد لاندي راغله.

په چاودنه او بريد کې د دښمن 2 عرادې رېنجر موټر ويجاړ شوي او عسکرو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د شپې د تيارې له کبله يې کره شمېره نه ده څرګنده شوې.

2014-02-25

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


شلګر جلا بریدونو کی 5 عسکر وژل شوی لیکوال ذبیح الله مجاهد2014/2/25
ساعت 9:17 | بازدید : 388 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات 0 )

په غزني ولایت کې مسؤل مجاهدين خبر راکوي چې د شلګر ولسوالۍ په جلا سيمو کې يې د دښمن په ګزمو بريدونه ترسره کړل.

د خبرله مخې تېره ورځ 9 بجې د ناني په سيمه کې د اجيري اردو په ګزمه بريد وشو چې په مهال يې 2 عسکر ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.

دغه راز غرمه مهال 10 بجې په بسانه سيمه کې د اجيري اردو او سپيشل فور عسکرو ګډه ګزمه د مجاهدينو په کمين کېوتله او تر سخت بريد لاندي راغله.

نښته چې کابو يوساعت وغځېده په ترڅ کې يې 3 عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او 2 نور مرګوني ټپيان شول.

د جګړې په پای کې د دښمن الوتکو په سيمه درنه بمباري وکړه چې له امله يې د عامو خلکو باغونو ته زيان واوښت او چا ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

2014-02-25

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


كونړ چپه دره کی دوه پوستو برید دښمن ته زیان اړولی لیکوال ذبیح الله مجاهد 2014/2/25
ساعت 9:13 | بازدید : 416 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات 0 )

له کونړ ولايت نه په چپه دره ولسوالۍ کې د اجيري اردو په دوو پوستو د بريد خبر ورکړل شو.

په خبر کې راغلي مجاهدينو تېره ورځ مازديګر مهال په پانډ او تارګړ سيمو کې د اجيري اردو په پوستو د سپکو او درنو وسلو بريدونه ترسره کړل.

د بريدونو له امله د دواړو پوستو ودانيو ته زيانونه اوښتي او د پانډ په پوسته کې 2 عسکر ټپيان شوي دي.

2014-02-25

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


په غزني كي مجاهدينو ته د تلفاتو خبر خقيقت نه لري2014/2/25
ساعت 9:9 | بازدید : 413 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات 0 )

تیره ورځ د کابل ادارې د غزني ولايت د شلګر ولسوالۍ اړوند مزدورانو رسنيو ته غلط راپورونه ورکړل او ادعا وکړه چې ګنې دوي د شلګر ولسوالۍ په ناني او بسانه سیمو کې په جګړه کې ۱۷ مجاهدین شهيدان او ۶ ټپيان کړي دي.

موږ دغه له واقعيته لرې خبر په کلکه ردوو، تیره ورځ دمجاهدینو لخوا د شلګر په ناني او بسانه سیمو کې په دښمن د کمين دوه بريدونه شوي وو چې له امله يې په ناني کې ۲ عسکر او په بسانه سیمه کې ۳ تنه سپيشل فورس عسکر قتل او ۲ ټپيان شول.

ددغو جګړو په تعقيب بزدله دښمن له امریکايانونه د هوايي مرستې او بمبار غوښتنې ته اړ شو، الوتکو هم د ناني او بسانې د سيمو په ونو او باغونو باندې ړانده بمونه وغورځول چې الحمدلله هيڅ ځاني زیان یي نه لاره، خو دخلکو باغونه او کښتونه يي زيانمن کړل.

ماتې خوړلی دښمن هڅه کوي چې د دروغو لاپورونو په ورکولو سره هيوادوالوته تشويش پيدا کړي او د خپلو وروستيو درنو او وارخطا کونکو تلفاتو نه دخلکو ذهنيت په بله واړوي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی

۱۴۳۵/۴/۲۵هـ ق

۱۳۹۲/۱۲/۶هـ ش ــ 2014/2/25م

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری

خوش آمديد ميهمان


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 1
بازدید دیروز : 0
بازدید هفته : 1
بازدید ماه : 20
بازدید کل : 103496
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 1
:: باردید دیروز : 0
:: بازدید هفته : 1
:: بازدید ماه : 20
:: بازدید سال : 14853
:: بازدید کلی : 103496